د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي شورا غونډه تر سره شوه.

kpu_admin
Wed, Jan 22 2025 12:31 PM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي شورا غونډه تر سره شوه.

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئیس

ښاغلي انجنیر سردار ولي صالحي د ښه راغلاست او پیلیزې وینا ترڅنګ د اجنډا مطابق په بېلابېلو علمي او اکادمیکو موضوعاتو خبرې وکړې.

نوموړي د پوهنتون د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د اهمیت په اړه یادونه وکړه او د علمي شورا ټولو غړو څخه یې وغوښتل چې د پوهنتون د علمي کچې او تعلیمي کیفیت د لوړولو لپاره کار هر اړخیزې هڅې وکړي.

د غونډې په دوام سره د اړوند معاونیتونو د ۱۴۰۳ مالي کال د درېیمې ربعي ترسره شویو کارونو راپور وړاندې او د ویب سایټ کمیټې د تطبیقي پلان تفصیلي راپور هم شریک شو.

د دې ترڅنګ د HEMIS مديريتي سیستم د پلي کولو، د استادانو تقرر او انفکاک او نورو مختلفو موضوعاتو په اړه هم بحث او نظرونه شریک شول.

همدا راز د علمي شورا غړو هر یو د پوهنتون د علمي بهیر د ښه کولو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل، چې د همکارۍ زیاتولو، د تدریسي کیفیت لوړولو، د څیړنیزو امکاناتو زیاتولو او د نویو علمي پروګرامونو د پراختیا باندې یې تمرکز درلود.

ښاغلي انجنیر سردار ولي صالحی د نظریاتو د اوریدلو وروسته وویل چې خپل وړاندیزونه او نظریات په عمل کې پلی کړي او د پوهنتون د علمي او اکادمیک بهیر په ښه کولو کې یو بل سره زیاته همکاري وکړئ.

په پای کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد یاسین حقاني په خپلو خبرو کې د پوهنتون بېلابېلو برخو ترمنځ په زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ. ښاغلي حقاني د پوهنځیو له رئیسانو وغوښتل چې د ځواب غوښتونکو مکتوبونو ته په خپل وخت سره ځواب ورکړي تر څو د اجرایي چارو بهیر بې ځنډه پر مخ ولاړ شي.

نوموړي د پوهنتون د مختلفو کمیټو له غړو څخه هم وغوښتل چې په دې کمیټو کې فعال ګډون وکړي.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیدل.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu