په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلینو ته ځغاست لوبی په اړه سیمینار جوړ شو

kpu_admin
Fri, Aug 30 2024 2:02 AM
Image

سیمینار د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
په دې سیمینار کې د لوړو زده کړو وزارت د انسجام او محصلانو د خدمتونو ریاست پلاوي، د مرکزي زون پوهنتونونو استازو، محصلینو ورزشکارانو او میلمنو ګډون کړی و.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ورزشي چارو آمر ښاغلي احمد فایق ضیايي ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ د یاد سیمینار د منځپانګې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د همدې پوهنتون د ورزشې چارو د آمریت استاد ښاغلي عبدالمعروف ستاري د ځغاست لوبي او د هغوی د مقرراتو او قوانینو په اړه خپل چمتو کړی پرزینټېشن په تفصیل سره تشریح او وړاندې کړ.
د یادونې وړ ده، چې د مرکزي زون د پوهنتونونو ترمنځ د ۱۰۰ مترو او ۲۰۰ مترو په فاصله د ځغاستې سیالۍ به د کابل پولي تخنیک پوهنتون په کوربه توب د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او انسجام ریاست په همکارۍ ترسره شي.
سیمینار د دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS