د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري معاونیت، د پوهنځيو رئیسانو او د ډیپارټمینټونو له آمرینو سره د هماهنګۍ غونډه ترسره شوه

kpu_admin
Sat, Aug 24 2024 2:25 PM
Image

غونده د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ د تېرو غونډو د پرېکړو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي حقاني په خپل راپور کې د ساتنې، څارنې او خدماتو آمریت اړوند پروژو چې د پوهنتون د بیلابیلو برخو رنګمالي، د لیلیې او نورو برخو د تشنابونو ترمیمول، د ایزوګام اچولو او د اوبو رسولو قطریې سیسټم پروژو د طی مراحلو په اړه معلومات وړاندې کړل او نوموړي د یو شمېر هغو پروژو په هکله هم معلومات شریک کړل چې په راتلونکي کې به په لاره اچول کیږي.
همدارنګه شاغلي حقاني د خپلو خبرو په دوام د پوهنتون د توکو د ثبت لپاره د کمېټې د ګمارنې د طرزالعمل، د عمومي ډیپو د توکو تصفیې، د لیلیې د ډیپو د تنظیمولو او د پوهنتون د اوبو د ستونزو د حل په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
ورپسې د پوهنځیو رئیسانو او یو شمېر استادانو د یاد معاونیت هڅې وستایلې او تر څنګ یې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل ترڅو په راتلونکي کې د کارونو د برمختګ لپاره په نظر کې ونیول شي.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS