د کابل پولي تخنیک پوهنتون د فوټسال سیالیو اتلو لوبډلو ته د جایزو د ویش مراسم ترسره شول

kpu_admin
Sun, Jun 09 2024 1:38 PM
image

مراسم د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول.

دغه مراسم چې لومړي، دویم او درېیم مقام لرونکو لوبډلو ته د جایزو د ویش او تقدیر په موخه جوړ شوي و، پکې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د رهبرۍ غړو، یو شمیر آمرینو، استادانو او محصلینو ګډون کړی ؤ.‌
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي حافظ انجنیر عنایت الله رحیمي ټولو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ، د ورزش په اړه د اسلام د سپیڅلي دین له نظره په تفصیل سره خبرې وکړې، ښاغلي رحيمي ورزش د روغتيا ضامن وباله او له ټولو محصلینو يې وغوښتل چې د سپورټ تر څنګ دیني مسولیتونو او مطالعې ته هم جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي د دغه پوهنتون د ورزشي چارو له آمریت څخه د دې ډول پروګرامونو له امله مننه وکړه او د لومړي، دویم او درېیم مقام ټیمونو ته د مبارکي ترڅنګ، د بریالیتوب هیله څرګنده او د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه یې وکړه.
دغه راز د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ورزشي چارو آمر ښاغلي احمد فایق ضیايي د محصلینو لپاره د ورزشي پروګرامونو په لاره اچولو کې د پوهنتون د رهبرۍ له ملاتړ او همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه او ټولو ورزشکارانو ته یې د لا بریاوو هیله وکړه.
د یادونې وړ ده چې یادو سیالیو (15) ورځې دوام وکړ او (9) لوبډلو پکې برخه اخیستې وه، چې د جیولوجې او کانونو پوهنځي لوبډلې لومړی، د شپې ساختماني پوهنځی لوبډلې دویم او د کمپیوتر ساینس پوهنځی لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.
مراسم د کپونو، ډالیو، ستاینلیکونو او مډالونو په ویشلو او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیدل.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS