د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د فوټسال دیارلسم پړاو سیالۍ پیل شوې

kpu_admin
Mon, May 27 2024 8:51 AM
image

د سیالیو لومړني مراسم د قرآنکریم مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال په يادو شويو سياليو کې د ورزشکارانو له ګډون څخه مننه وکړه، سپورت يې د روغتيا او سلامتيا ضمانت وباله او له ټولو زده کړیالانو يې وغوښتل، چې د ورزش ترڅنګ خپلو زده کړو ته هم پاملرنه وکړي.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ورزشي چارو آمر ښاغلي احمد فایق ضیايي د پوهنځیو ترمنځ د فوټسال ټورنمنټ په اړه معلومات وړاندې کړل او ټولو ورزشکارانو ته یې د بریا هیله وکړه.
همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ریاست د دفتر آمر ښاغلي مفتي محمد رفیع هم د اسلام له نظره د سپورت په اړه مفصلې خبرې وکړې او ټولو ورزشکارانو ته یې د بریا هیله وکړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به ١٥ ورځې دوام وکړي او د دې سياليو د ترسره کېدو موخه د کابل پولي تخنيک پوهنتون د فوټسال منتخبې لوبډلې ته د تکړه لوبغاړو ټاکل دي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS