د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاونیت اړوند کمېټو سره مشورتي غونډه ترسره شوه

kpu_admin
Thu, May 09 2024 12:42 PM
image

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني ټولو ته د ښه راغلاست وینا وکړه او د دغه پوهنتون د کارونو د لا ښه ترسره کولو او د اړوند کمېټو د چارو د ښه تنظیم په موخه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
ښاغلي حقاني د اجنډا سره سم د خپلو خبرو په دوام کې د يادو کمېټو له غړو وغوښتل، چې د يوې اونۍ په موده کې د کمېټو کاري پلانونه، د دندو لایحه، طرزالعملونه او عملیاتي پلانونه چمتو او راتلونکې ناستې ته یې وړاندې کړي.
د یاونې وړ ده، چې د کمېټو غړو د چارو د ښه تنظیم په موخه خپل نظرونه شریک کړل تر څو په راتلونکي کې ورڅخه ښه استفاده وشي.
غونډه د دعايې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS