په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې دیني او اصلاحي درسونه دبیا ځل لپاره پیل شول
د یادو دیني او اصلاحي درسونو لړۍ چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له خوا د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ریاست په همغږۍ په لاره اچول شوې و، یو ځل بیا پیل شول.
د یادوني وړ ده، چې د یادو درسونو تدریس به په بیلابیلو موضوعاتو بانې د وخت له ویش سره سم د جیدو علماؤ له خوا لکه: ښاغلي شیخ مولوي عصمت الله، ښاغلي شیخ الحدیث مولوي ظاهر خان او شیخ الحدیث مولوي ذبیح الله له خوا پر مخ وړل کیږي.