د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې د استراتیژیک پلان د تطبیق په موخه د څارنې غونده تر سره شوه. 1/12/1444
غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
په یاده غونده کې د تضمین کیفیت کمیتې غړو ، مالي او اداري معاون ښاغلي انجنیر ذاکرالله ذاکري او اړوندو آمرینو ګډون درلود.
د تضمین کیفیت کمیتې پلاوي د استراتیژیک پلان د تطبیق په موخه د ټولو آمرینو راپورونه واوریدل او ورسره څنګ کې یې د وړاندیز شوي پلان د لا ښه پلې کولو په موخه لازمې لارښوونې و کړې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.
.