د محصلانو د خدمتونو او همعږۍ آمریت
د محصلانو د خدمتونو او همعږۍ آمریت
د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت د پوهنتون په جوړښتي سیستم کې هغه اساسي او بنسټیزه اداره ده، چې د محصل د ټول پوهنتوني ژوند بېلابېلې اړینې برخې په منظم ډول اداره او مدیریت کوي. د دې آمریت مسوولیت یوازې د محصلانو اداري او خدماتي چارو پورې محدود نهدی، بلکې د محصل د هوساینې، ملاتړ، لارښوونې، همغږۍ، د ستونزو د حل او د سالم علمي چاپېریال د برابرولو په برخو کې پراخ او مهم رول لري. دا اداره هڅه کوي، چې د محصل هره ورځنۍ علمي، ذهني، ټولنیزه او اداري اړتیا په وخت، معیاري او شفاف ډول پوره شي، د همدې لپاره د لوړو زده کړو وزارت نافذه قوانین، لایحې، مقررات او د پوهنتون داخلي اصول د دې آمریت د فعالیتونو بنسټ جوړوي؛ ترڅو ټول خدمات قانوني، معیاري، منظم او د محصل د حقیقي پرمختګ مطابق وړاندې شي.
دغه آمریت په اصل کې د دې لپاره رامنځته شوی چې محصل ته یوازې د زده کړې زمینه برابره نهکړي، بلکې داسې چاپېریال ورته جوړ کړي، چې د شخصیت جوړونې، مهارتونو د پیاوړتیا، فکري ودې، سالمو ټولنیزو اړیکو، د زغم روحیې، مثبت چلند، همکارۍ او مسلکي پرمختګ لپاره هم برابر وي. هدف دا دی چې محصل د پوهنتون د څلور کلونو په موده کې هم علمي، هم فکري، هم رواني، هم ټولنیز او هم مسلکي بشپړ وړتیا ته ورسیږي. دا اداره باور لري، چې محصل یوازې هغه وخت بریالی کېدای شي، چې د زده کړې ترڅنګ منظم محیط، فکري سکون، د اړیکو سالم نظام او د ودې لازم فرصتونه ولري.
همدا راز دا آمریت په ځانګړي ډول هڅه کوي، چې محصل د "یوازې تر درسي لوست" محدود پاتې نه شي. محصل باید د پوهنتون فعال غړی وي، د فرهنګي فعالیتونو برخهوال وي، د ټولنیزو پروګرامونو شریک وي، په علمي هڅو کې لاسرسی ولري، د څېړنیزو پروسو سره بلد شي، د نوښتګر فکر تمرین وکړي، رواني ثبات ترلاسه کړي او د مسلکي ژوند لپاره عملي چمتووالی ولري. د همدې هدف لپاره دا اداره خپل فعالیتونه په بېلابېلو مهمو او اغېزمنو برخو کې ترسره کوي، لکه د نويو محصلانو ادغام، کلتوري او ټولنیز پروګرامونه، علمي ملاتړ، رواني مشورې، اصلاحي فعاليتونه، د محصل د ستونزو اورېدنه او د سالم پوهنتوني نظم د ټینګښت هڅې.
په ټوله کې د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت هغه اداره ده چې د پوهنتون د علمي، فرهنګي، ټولنیز او مسلکي ژوند د فعال ساتلو لپاره بنسټیز اهمیت لري او د محصل د هر اړخیز پرمختګ لپاره د ملاتړ، همغږۍ او لارښوونې څانګه بلل کېږي، د همدې موخې لپاره آمریت خپل فعالیتونه د لاندې مهمو برخو له لارې پر مخ وړي:
د کاري پلان جوړول او تطبیق: د کلني، ربعوار او میاشتني پلان له لارې د فعالیتونو منظمې همغږۍ او د کیفیت څارنه.
د نويو محصلانو ادغام او لارښود: د هرکلي پروګرامونه، لارښوونکي (Mentors) او د پوهنتوني چاپېریال پېژندنه.
ټولنیز، کلتوري او ورزشي فعالیتونه: تشویقي محفلونه، فکري ناستې، ورزشي سیالۍ او علمي سفرونه.
علمي مشورتي کمېټې: د څېړنو ارزونه، علمي لارښوونه، نوښت او څېړنیز ملاتړ.
علمي او مسلکي سیالۍ: د سالم رقابت فرهنګ، د مهارتونو څرګندول او د غوره محصلینو ستاینه.
د خلاقو او څېړونکو محصلانو تقدیر: د نوښتګرۍ ثبت، تشویق او رسمي یادونه.
د ظرفیت لوړولو پروګرامونه: ورکشاپونه، لنډ مهاله کورسونه او مسلکي روزنې.
عملي زده کړې او انټرنشپ: د دولتي او خصوصي ادارو سره همغږي، د محصل د عملي مهارتونو پیاوړتیا.
اروايي مشورې مرکز: د رواني ملاتړ، مشورو، محرمیت او ذهني روغتیا خدمتونه.
نورې سپارل شوې دندې: د پوهنتون د رهبرۍ او محصلانو چارو معاونیت سره هر اړخیزه همکاري.
د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت د پوهنتون د علمي، فرهنګي، مسلکي او ټولنیز چاپېریال د فعال ساتلو مهمه برخه ده. دغه اداره د محصل د شخصیت جوړونې، د استعدادونو د پیاوړتیا، د نوښتګرۍ د رامنځته کولو او د سالمې پوهنتوني فضا د ټینګښت لپاره منظم، هدفمند او شفاف سیستم رامنځته کوي.
د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت 1404 هـ.ش کال تشکیلاتي چارت
د محصلانو د خدمتونو او انسجام آمریت لاسته راوړنې
۱. د محصلانو د فراغت د محفلونو تنظیم او ترسره کول، د اسلامي امارت د لوړپوړو مقاماتو په حضور کې؛ د ۱۴۰۱، ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو په جریان کې.
۲. د نويو شامل شويو محصلانو د هرکلي محفلونو تنظیم، د لوړپوړو مقاماتو په حضور کې؛ د ۱۴۰۱، ۱۴۰۲، ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ کلونو په ترڅ کې.
۳. د ممتازو محصلانو د تقدیر او ستاینې محفلونو تنظیم، د لوړپوړو مقاماتو په حضور کې؛ د ۱۴۰۱، ۱۴۰۲، ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ کلونو په جریان کې.
۴. له ۸۰۰ څخه د زیاتو فارغ شویو محصلانو معرفي کول، د امارتي او خصوصي ادارو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه.
۵. له ۶۰۰ څخه د زیاتو محصلانو معرفي کول امارتي او خصوصي ادارو ته د عملي (پرکتیک) دورې د ترسره کولو لپاره.
۶. له ۱۴۰۰ څخه د زیاتو محصلانو معرفي کول امارتي او خصوصي ادارو ته د کارآموزۍ دورې د بشپړولو لپاره.
۷. له ۱۴۰۰ څخه د زیاتو محصلانو معرفي کول امارتي او خصوصي ادارو ته د ډیپلوم او صنفي پروژو د پرمخ وړلو لپاره د معلوماتو د راټولولو په موخه.
۸. له ۳۰ څخه د زیاتو محصلانو معرفي کول بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو ته د ډیپلوم پروژو د عملي کولو لپاره.
۹. د ۱۴۰۲ کال د ۳۳۹ تنو فارغانو او د څلورم صنف محصلانو معرفي کول د کابل ښاروالۍ ته د کارآموزۍ او انټرنشیپ په موخه.
۱۰. د کمپیوټر ساینس د ۲۴ تنو محصلانو معرفي کول د ICPC سیمېیزې (آسیا – کابل) د پروګرامنویسۍ سیالیو ته.
۱۱. د لومړۍ څخه تر درېیمې نمرې پورې د ۲۲۶ تنو محصلانو معرفي کول د لوړو زده کړو وزارت ته د دیني او علمي سیمینارونو (دعوت او ارشاد) کې د ګډون لپاره.
۱۲. د یوه محصل معرفي کول د ترکمنستان هېواد د کیمیا المپیاد سیالیو ته.
۱۳. د نوښتګرو او خلاقو محصلانو لپاره د عملي کار زمینه برابرول د پوهنتون په ورکشاپونو کې.
۱۴. د محصلانو او پوهنتون ترمنځ د اړیکو د ټینګښت غونډې تنظیم، د رهبري پلاوي په حضور کې.
۱۵. د بېلابېلو برخو تقویتي ټولګیو جوړول او تنظیم؛ لکه (SketchUp، AutoCAD، فن بیان، Office پروګرامونه، GIS، CCNA او نور) د محصلانو لپاره.
۱۶. له ۲۰ څخه د زیاتو سیمینارونو او ورکشاپونو تنظیم په بېلابېلو برخو کې؛ لکه (سيوي لیکنه، ایمیل لیکنه، مونوګراف لیکنه، رواني روغتیا، زدهکړه، اضطراب او نور) د محصلانو لپاره.
۱۷. د سیرتالنبي ﷺ، تعلیمالاسلام او د ځوان نسل د فکري روزنې په برخه کې د رقابتي ازموینو اخیستل.
۱۸. د محصلانو علمي او فرهنګي سیرونه د پروان او کاپیسا ولایتونو او د عبدالله بن مسعود (رض) جامعې ته.
۱۹. له ۵۰۰ څخه د زیاتو محصلانو معرفي کول؛ د ساحوي سروې، ساختماني پروژو او تولیدي فابریکو لکه (میهن سټیل، خان سټیل او نورو) د لیدنې لپاره.
۲۰. د ۱۰۰ تنو محصلانو معرفي او ګډون د عیدګاه جومات ته؛ د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ او د اسماعیل هنیه د شهادت په مناسبت په غونډه کې.
۲۱. د «اسلامي نظام د ځوانانو روښانه راتلونکی تضمینوي» تر سرلیک لاندې د آزاد بحث تنظیم؛ د محترم مولوي محمد یونس راشد (د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین)، د رهبري پلاوي، استادانو او د کابل پولیتخنیک پوهنتون د محصلانو په ګډون.
۲۲. د ۴۵۰ تنو محصلانو معرفي او ګډون د لویې جرګې تالار، ملي راډیو تلویزیون، غازي سټېډیوم او د کابل پوهنتون ته؛ د ۲۴ اسد، د فتحې د ورځې د نمانځنې په مناسبت.
۲۳. د محصلانو د خدمتونو او انسجام آمر او خلاقو او نوښتګرو محصلانو لیدنه د لوړو زده کړو له محترم وزیر سره؛ د محصلانو د نوښتونو او پروګرامونو د تشریح په موخه.
۲۴. له ۲۰۰ څخه د زیاتو محصلانو سره همکاري د نورو پوهنتونونو څخه؛ چې د څېړنې، پوښتنلیکونو د وېش، د فارغانو د تحقیقي پروژو د لیدنې، عملي او لابراتواري کارونو او علمي سیرونو لپاره دې پوهنتون ته مراجعه کړې ده.
د مسلکي مهارتونو مدیریت
د مسلکي مهارتونو مدیریت عبارت دی له یوه هر اړخیز، منظم او هدفمند بهیر څخه چې موخه یې د محصلانو مسلکي، تقویتي، علمي او کلتوري مهارتونو وده ده. دغه مدیریت مسوولیت لري، چې د ټولو تعلیمي او عملي فعالیتونو دقیق پلان جوړونه، پلي کول او دوامداره څارنه وکړي، څو د محصلانو فردي، مسلکي او کلتوري وړتیاوې په هممهاله توګه وده ومومي.
په دې چوکاټ کې د محصلانو لپاره د تقویتي صنفونو ډیزاین او ترتیب شامل دی چې پکې د تخصصي وسایلو او سافټویرونو لکه AutoCAD، GIS، SketchUp، Civil 3D، Microsoft Office او نورو برنامو روزنه ورکول کېږي، څو د دوی فني او علمي مهارتونه په مسلکي کچه لوړ شي. همدارنګه د عملي زدهکړې فرصتونه په کار ځایونو او حقیقي پروژو کې برابرېږي، چې محصلان مستقیم د کار چاپیریال او دولتي او خصوصي ادارو سره اړیکه پیدا کړي.
د مسلکي مهارتونو مدیریت همدارنګه د سیمینارونو، کار ځایونو او څېړنیزو ناستو د جوړولو مسوولیت لري، چې هدف یې د محصلانو علمي پوهه، فردي مهارتونه او تحلیلي او کلتوري وړتیاوې لوړول دي، پدې کې د تحقیق میتودونه، مقاله لیکنه، مونوګراف لیکنه، پروپوزل لیکنه، CV لیکنه او مسلکي ایمیللیکونه شامل دي.
دغه مدیریت محصلان دولتي او خصوصي ادارو ته هم معرفي کوي، څو هغوی وکولی شي د پرکتیک، کارآموزۍ، د دیپلوم پروژو لپاره د معلوماتو راټولولو او عملي پروژو پلي کولو دوره په لوړ کیفیت سره ترسره کړي او د حقیقي کاري چاپیریال تجربه ترلاسه کړي.
سربېره پر دې، مدیریت د محصلانو د تعلیمي او عملي پرمختګ دوامداره څارنه کوي، د دوی فعالیتونه په تقویتي صنفونو او پروژو کې ارزوي او اړین راپورونه اړوند چارواکو ته وړاندې کوي، په دې توګه مدیریت د مسلکي مهارتونو د ترکیب له لارې د پلان جوړونې، هدایت، روزنې او څارنې رول ترسره کوي او زمینه برابروي، چې محصلان په هر اړخیز ډول وده وکړي، علمي او عملي وړتیاوې ترلاسه کړي او همدارنګه کلتوري، ټولنیز او اخلاقي مهارتونه یې پیاوړي شي، څو د ټولنې او کار بازار لپاره متخصص، خلاق او کارآمد ځواک چمتو شي.
د مشاورې او رواني درملنې مدیریت
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مشاورې او رواني درملنې مدیریت یو تخصصي، علمي او مسلکي بنسټ دی چې د محصلانو او مراجعه کوونکو د رواني روغتیا د لوړولو، د رواني او چلندیزو اختلالاتو د مخنیوي او وختي تشخیص، درملنې او د ژوند له ستونزو سره د مقابلې د مهارتونو د پیاوړتیا لپاره رامنځته شوی دی. دغه مدیریت د مسلکي روانشناسـانو په همکارۍ داسې خوندي، محرم او ملاتړ کوونکی چاپېریال برابروي، چې مراجعین وکولی شي پرته له ویرې او قضاوت څخه خپلې رواني ستونزې شریکې او د علمي میتودونو له لارې د شخصي پرمختګ نوې مرحله پیل کړي.
دا مدیریت د رواني مشورې، فردي او ډلهییزې درملنې، چلندیزو مداخلو، کورنۍ او جوړې مشورې، د زدهکوونکو مسلکي او تعلیمي لارښوونې، رواني ارزونې، تشخیص، د ژوند مهارتونو روزنې او د رواني ستونزو د مخنیوي پروګرامونو په ګډون پراخ خدمات وړاندې کوي. د مرکز د کار لړۍ له لومړنۍ ثبتنام او ارزونې څخه پیلېږي؛ وروسته د تشخیص پر بنسټ ځانګړی درملنیز پلان جوړېږي، عملي مداخلې ترسره کېږي، پرمختګ ارزول کېږي او په پای کې د دوامداره ملاتړ لپاره تعقیبي خدمتونه وړاندې کېږي.
د مشاورې او رواني درملنې مدیریت نه یوازې د انفرادي ستونزو په حل کې رغنده رول لري، بلکې د پوهنتون په کچه د سالم ذهني چاپېریال د رامنځته کولو لپاره د پوهاوي پروګرامونه، روزنیزې غونډې، څېړنې او علمي فعالیتونه هم پرمخ وړي. دغه مدیریت د محصلانو د محرمیت ساتنه، د مسلکي اخلاقو رعایت او د انساني کرامت احترام خپل بنسټیز اصول ګڼي او د پوهنتون په ټولنیز ثبات، رواني سلامتۍ او علمي پرمختګ کې مهمه ونډه لري.
محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت – د دغه کال پاتې فعالیتونه او راتلونکي پلانونه
د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت په پوهنتون کې د محصلانو د علمي، فرهنګي، عملي او ټولنیزې ودې د لا لوړولو لپاره د دغه کال پاتې فعالیتونه په ځانګړي ډول پلان شوي دي. دغه فعالیتونه د محصلانو وړتیاوې پراخوي، هغوی ته عملي او مسلکي تجربه ورکوي او د پوهنتون په پرمختګ کې مهم نقش لري.
ژمني او تقویتي کورسونه
د آمریت پلان لري چې په ژمي کې د محصلانو لپاره مسلکي او تقویتي کورسونه برابر کړي، چې د هغوی مهارتونه او علمي پوهه لوړه کړي. دغه کورسونه به شامل وي په:
جی آی اس (GIS): د جغرافیایي معلوماتو سیستمونه زده کول، د ډیټا تحلیل او نقشه جوړونې مهارتونه.
اتوکد (AutoCAD): د انجنیري او ساختماني ډیزاین عملي زده کړې.
اسکیچ اپ (SketchUp): د درې بعدي ماډل جوړونې مهارتونه او د پروژو بصري وړاندې کول.
فن بیان: د محصلانو د بیان، وینا او مذاکرې مهارتونه لوړول.
نور اړوند کورسونه چې د محصلانو علمي، تخنیکي او مسلکي وړتیاوې پراخوي.
دا کورسونه د محصلانو لپاره فرصتونه برابروي چې د نظریاتي زده کړو ترڅنګ عملي مهارتونه هم ترلاسه کړي، تر څو د راتلونکو مسلکي ننګونو لپاره بشپړ چمتو شي.
د فراغت غونډه
د آمریت یوه مهمه موخه دا ده، چې د محصلانو د بریالیتوبونو او لاسته راوړنو په درناوي فراغت غونډې او مراسم برابر کړي،
محصلانو ته به سرټیفکیټونه او ستاینلیکونه ورکړل شي. د پوهنتون رهبري، استادان او ځینې لوړپوړي چارواکي به په دغو غونډو کې حضور ولري، د دغو غونډو سره به د محصلانو د لاسته راوړنو ارزښت څرګند شي او د هڅونې فضا به رامنځته شي.
علمي او فرهنګي سفرونه
د آمریت پلان لري چې د محصلانو د علمي او فرهنګي پوهاوي د لوړولو لپاره یو علمي او فرهنګي سفر ترتیب کړي. د هر دیپارتمنت نماینده، استادان او کارمندان به په سفر کې ګډون وکړي، محصلان به د تاریخي، فرهنګي او علمي ځایونو لیدنه وکړي او په عملي فعالیتونو کې به برخه واخلي، لکه د معلوماتو راټولول او مطالعاتي پروژې، دغه سفر به د محصلانو د علمي پوهې پراختیا، فرهنګي پوهاوي او عملي تجربو ترلاسه کولو کې مهم رول ولري.
عملي زده کړې او پرکتیک
د آمریت یوه بنسټیزه موخه دا ده، چې محصلان په دوامداره ډول د کار عملي زده کړې، پرکتیک، ډیټا راټولولو او وظایفو ترسره کولو لپاره مختلفو ادارو ته معرفی شي، محصلان به په دولتي او خصوصي ادارو کې په پروژو او عملي فعالیتونو کې برخه واخلي، د وظایفو ترسره کول به محصلانو ته د پروژو مدیریت، ډیټا تحلیل او عملي مهارتونو ور زده کړي.
آمریت به د محصلانو پرمختګ څاري او د اړوندو ادارو سره همکاري به یقیني کړي، ترڅو د زده کړو او عملي تجربو ترمنځ اړیکه ټینګه شي.
پراختیايي، فرهنګي او ټولنیز فعالیتونه
د آمریت پاتې پلانونه د محصلانو ټولنیز، فرهنګي او رواني ودې ته هم پام لري:
محصلان به د ټولنیزو مهارتونو، ابتکاري وړتیاوو، نوښت او خلاقیت په اړه روزل شي.
ورکشاپونه، سیمینارونه او عملي تمرینونه به د محصلانو رواني او فرهنګي وړتیاوې لوړې کړي،
فرهنګي فعالیتونه به د محصلانو د ملي هویت، ټولنیزې مسؤلیتونو او نړیوالو معیارونو په اړه پوهاوی پراخ کړي.
د مشورې او روان درملنې مرکز ژمني پروګرامونه
د مطالعې د مهارتونو کورس
د قهر او احساساتو د مدیریت کورس
د راتلونکې مسلکي دندې لپاره د چمتووالي کورس
انفرادي او ډلهییزې ناستې به د ژمي په فصل کې په عادي ډول ترسره کېږي.
پایله
د آمریت د روان کال پاتې فعالیتونه د پوهنتون د علمي، فرهنګي، عملي او ټولنیزو موخو ترمنځ یو منظم، متوازن او هراړخیز چوکاټ وړاندې کوي. ژمني کورسونه، د فراغت غونډې، علمي سفرونه، عملي زده کړې او فرهنګي پروګرامونه به محصلانو ته د پوهې، مهارتونو او ټولنیز شعور د لوړولو لپاره پراخ فرصتونه برابر کړي، دغه پلانونه د پوهنتون علمي اعتبار پیاوړی کوي، د محصلانو وړتیاوې لوړوي او هغوی د راتلونکو مسلکي او ټولنیزو ننګونو لپاره بشپړ چمتو کوي.