د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د ورزشي چارو آمریت پېژندنه

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د ورزشي چارو آمریت د محصلانو د چارو د معاونیت له مهمو ارکانو څخه دی، چې د محصلانو د جسمي روغتیا، رواني توازن او فکري ودې په برخه کې د ورزش له حیاتي رول څخه په ژور درک سره، تل د ورزش د کلتور د پیاوړتیا او د سالم، فعال او توانمند نسل د روزنې په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي دي. دغه آمریت د اسلامي، علمي، روزنیزو او اخلاقي ارزښتونو پر بنسټ ورزش نه یوازې یو فزیکي فعالیت، بلکې د شخصیت د ودې، د همکارۍ د روحیې د پیاوړتیا، د نظم منلو او د ځوانانو ترمنځ د رهبرۍ د وړتیاوو د لوړولو لپاره یو اغېزمن وسیله ګڼي.

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د ورزشي فعالیتونو ریښې د ۱۳۴۶ لمریز کال ته رسېږي؛ هغه مهال چې د بدني روزنې دیپارتمنت د جیولوجي او معادنو د پوهنځي په چوکاټ کې تاسیس شو او د لومړي او دوهم سمستر د بدني روزنې مضمون په تدریس، د ورزشي سیالیو په تنظیم او د منتخب ټیمونو په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه. دغه بهیر په ۱۳۹۹ لمریز کال کې، د لوړو زده‌کړو وزارت د لارښوونې له مخې، د بدني روزنې د دیپارتمنت د نوم په بدلېدو سره د ورزشي چارو آمریت ته واوښت او د محصلانو د چارو د معاونیت چوکاټ ته انتقال شو، چې په دې سره نوې او منسجمه مرحلې ته داخل شو.

د ورزشي چارو آمریت د مسلکي، مجرب او متعهد استادانو په لرلو سره، د بدني روزنې مضمون د دوو سمسترونو لپاره په عملي او نظري بڼه تدریس کوي او تر څنګ یې د منظمې ورزشي سیالیو په ترسره کولو، د منتخب ټیمونو په جوړولو او پیاوړتیا، او په رسمي او غیررسمي وختونو کې د تمرین د زمینو په برابرولو سره، د محصلانو د ورزشي استعدادونو په پېژندنه او روزنه کې ارزښتناک رول ادا کوي. دغه آمریت تل هڅه کړې چې د سالمو ورزشي فعالیتونو له لارې په پوهنتوني اکادمیک چاپېریال کې اسلامي روحیه، یووالی او سالمه سیالي نهادینه کړي.

همدارنګه د ورزشي چارو آمریت د پوهنتون د منتخب ټیمونو په فعاله ګډون سره په بین‌پوهنتوني او ملي سیالیو کې، په بېلابېلو ورزشي څانګو کې د پام وړ لاسته‌راوړنې او ویاړونه تر لاسه کړي او د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون نوم یې په ملي کچه روښانه کړی دی. دغه بریاوې د دې آمریت ژمنتیا، منظم پلان جوړونه او دوامداره هڅې د محصلانو د هر اړخیزې ودې په لور څرګندوي.

په ټوله کې، د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د ورزشي چارو آمریت د علمي، روزنیز او عملي لیدلوري له مخې د محصلانو د جسمي او رواني روغتیا د تأمین، د محصلي ژوند د بډاینې او د لوړو زده‌کړو د عالي موخو د تحقق په برخه کې اساسي رول لري او د هېواد د ځوان نسل لپاره د سالم او هیله‌مند راتلونکي په جوړولو کې د یو فعال او اغېزمن بنسټ په توګه پېژندل کېږي.

 

د ورزشي چارو آمریت په تشکیل کې پنځه تنه استادان دندې ترسره کوي

  1. احمد فایق ضیایي د ورزشي چارو آمریت آمر او د باسکټبال او د مېز ټینس ټیم روزونکی.
  2. عبدالوهاب صدیقي د ورزشي چارو آمریت استاد او د فوتسال او بېډمنټن روزونکی.
  3. احمد جاوید رسولي د ورزشي چارو آمریت استاد او د والیبال ټیم روزونکی.
  4. محمد جمال صابر د ورزشي چارو آمریت استاد او د فټنس او جیم روزونکی.

 

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د ورزشي چارو آمریت تشکیلاتي چارت

 

 

د ورزشي چارو آمریت د دندو لایحه

 

د دندې هدف:

د ورزشي برنامو ترتیب او تنظیم، او د محصلانو د پسرلي او مني سیالیو د ترسره کېدو څارنه.

دندې او مسؤلیتونه

اساسي دندې:

  1. د پوهنتون/مؤسسې په کچه د پسرلي او مني ورزشي سیالیو پلان ترتیب کول د سالمې سیالۍ د رامنځته کولو لپاره.
  2. د ورزشي قوانینو ترویج د اخلاقي اصولو په توګه، تر څو ورزشکاران د نوو معیارونو سره آشنا شي.
  3. د بېلابېلو ورزشي برخو ټیمونه جوړول د نوو استعدادونو د ودې لپاره.
  4. د پوهنتون/مؤسسې په کچه موسمي ټورنمنټونه تنظیمول د غوره ورزشکارانو د انتخاب لپاره د منتخب ټیم لپاره.
  5. د سیالیو او ټورنمنټونو د ترسره کولو لپاره د معیار سره سم ورزشي میدانونه ترتیب او چمتو کول.
  6. د سالمې سیالۍ فضا رامنځته کول او د پوهنتون/مؤسسې د ورزشي ټیمونو ترمنځ همغږي.
  7. د سیمینارونو، ورکشاپونو او نورو موضوعاتو ترسره کول په ګډه د ملي المپیک کمیټې سره د محصلانو د ورزش د ودې لپاره.
  8. د پوهنتون/مؤسسې په کچه د ورزشي برخو د ودې او پرمختګ په اړه مشخص پالیسۍ جوړول د خصوصي سکتور د مرستو او پانګونې جلبولو لپاره د مستعدو محصلانو په برخه کې.

مدیريتي دندې:

  1. د ریاست پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیب او چمتو کول د ټاکل شویو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره.
  2. د مسلکي مهارتونو پراختیا د ورکشاپونو، سیمینارونو او د کار جریان په ښوونو سره د لاندې کارکوونکو لپاره.
  3. د کارونو مدیریت، ارزونه، د روزنې اړتیاوې ټاکل، د کارکوونکو او اړوندې څانګو د ظرفیت لوړول.
  4. د میاشتني، ربعوار او کلني راپور وړاندې کول او د اړتیا په صورت کې د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور ریاست ته وړاندې کول.
  5. د نورو دندو ترسره کول چې د اړوند آمر لخوا د وزارت د پالیسۍ په اساس سپارل کېږي.

د همغږۍ دنده:

  1. د پوهنتون د ورزشي چارو، المپیک ریاست او نورو اړوندو څانګو سره د ګډو هڅو لپاره کاري اړیکې برابرول.

 

 

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د ورزشي چارو آمریت لاسته راوړنې

  1. د فوتسال ټیم د کابل ښار د پوهنتونونو تر منځ لومړی مقام ترلاسه کول او د بېلابېلو بین‌پوهنتوني سیالیو کې د لوړ ځای ساتل په کال ۱۳۹۵ کې.
  2. د بېډمنټن ټیم د هېواد په کچه لومړی مقام ترلاسه کول او د ملي بېډمنټن فدراسیون د انتخابي سیالیو اتلولۍ.
  3. د پنځه‌ګونو ورزشونو ټیم د هېواد په کچه څلورم مقام ترلاسه کول او په رسمي سیالیو کې فعاله ګډون په کال ۱۳۹۹ کې.
  4. د هندبال ټیم په هېواد کې دویم مقام ترلاسه کول او د هندبال فدراسیون د انتخابي سیالیو درېیم مقام په کال ۱۴۰۰ کې.
  5. د والیبال ټیم د مرکز زون د پوهنتونونو تر منځ درېیم مقام ترلاسه کول په کال ۱۴۰۲ کې.
  6. د باسکټبال ټیم د هېواد په کچه شپږم مقام ترلاسه کول، په فدراسیون باسکټبال او د بدني روزنې ریاست لخوا د ترسره شوو سیالیو دوامداره ګډون او د کابل د کلپونو تر منځ درېیم مقام په کال ۱۴۰۴ کې.
  7. د فوټبال ټیم د مرکز زون د پوهنتونونو تر منځ دویم مقام ترلاسه کول په کال ۱۴۰۴ کې.
  8. د مېز ټینس ټیم په کابل ښار کې د غوره ټیمونو په منځ کې بریالي ګډون او په بېلابېلو سیالیو کې دوامداره ویاړونه ترلاسه کول.
  9. د پوهنتون کرکټ ټیم جوړول او فعالول او په پوهنتون بهر کې د سیالیو ګډون د منلو وړ نتایجو سره.
  10. د پوهنتون یو شمېر ورزشکارانو د ملي ټیمونو، د ځوانانو ملي ټیم او د لوړو زده‌کړو وزارت د منتخب ټیم په غړیتوب ټاکل او ګډون په بېلابېلو ورزشي برخو کې.
  11.  ورزشکارانو او ورزشي استادانو د هڅونې او استعدادونو د ودې لپاره د کپونو، تقدیرنامو او جایزو په ورکولو سره غونډې او مراسم ترسره کول.

 

 

د ورزشي چارو آمریت د راتلونکو برنامو پلان:

۱. د سیالیو د ترسره کولو پلان جوړول.

۲. په بېلابېلو ورزشي برخو کې د سیالیو تنظیم.

۳. د درسي چارو پرمخ وړل په عملي او نظري بڼه.

۴. د پوهنتون د منتخب ورزشي ټیم لپاره ورزشکارانو انتخاب.

۵. د ورزشي سیمینارونو ترسره کول.

۶. د پوهنتون بهر په سیالیو کې ګډون.

 

User account menu