د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ څانګه
د څانګه په اړه (About)
د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ څانګه د لومړي ځل لپاره د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم تر نامه لاندې په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې د کابل پولیتخنیک پوهنتون کې، د هغه وخت د عمومي جیودیزۍ او کارتوګرافۍ ادارې او یو شمېر اړوندو وزارتونو او بنسټونو د اړتیاوو د ارزونې او غوښتنې پر بنسټ، د فارغ ورکوونکي څانګه په توګه تأسیس شو. په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د څانګه او پوهنځي د وړاندیز له مخې او د نړیوالو معیارونو سره سم، د دې څانګه نوم د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ په نوم بدل شو.
د دې رشتې فارغان کولی شي په وزارتونو او سکتوري ادارو کې د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم، ریموټ سنسینګ، فوتوګرامېټري، کارتوګرافۍ او سروي انجینرۍ په برخو کې د مسلکي اشخاصو په توګه ټولنې او هېواد ته خدمت وکړي. تر اوسه پورې له دې تحصیلي رشتې څخه سلګونه انجینران د لېسانس په کچه فارغ شوي او د ټولنې د خدمت لپاره وړاندې شوي دي. په دغه څانګه کې ژمن او تجربه لرونکی استادان د اکاډمیکو فعالیتونو پرمخ بېولو بوخت دي. د دې رشتې استادان تل هڅه کوي چې ټول اکاډمیک فعالیتونه (اداري، تدریسي، څېړنیز او نور) د یو منظم سیستم له مخې او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په همغږۍ، په غوره توګه ترسره کړي.
د څانګه موخې (Objectives)
د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ څانګه لاندې موخې تعقیبوي:
- د لوړو، معیاري او باکیفیته انجینري تخصصي زدهکړو لرونکي ځوان کادرونه روزل، چې د اسلامي روحیې، وطندوستۍ او نیکو اخلاقو څښتنان وي؛
- د درسي کتابونو او تعلیمي موادو تألیف او ژباړه؛
- د نویو علمي کادرونو جذب او د استادانو د ظرفیت لوړونه؛
- د څانګه سمبالول له نوو او عصري ټکنالوژیو سره؛
- د کریکولم دوامداره بیاکتنه او د درسي مفرداتو کره کتنه؛
- د سالم ټولنیز چاپېریال برابرول او د سیاسي، قومي، ژبني او مذهبي تعصبونو مخنیوی؛
- په راتلونکي کې د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ په برخه کې د ماستري پروګرام رامنځته کول؛
- د جیوساینس انجینري په برخه کې د دوکتورا پروګرام د ایجاد په موخه فعالیت او همکاري؛
- له کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو سره د علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو اړیکو، د ارتباط او همکاریو رامنځته کول، او له وزارتونو، ادارو او سکتوري ارګانونو سره د تفاهملیکونو او همکارۍ پروتوکولونو لاسلیک.
لیدلوری (Vision)
د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم او ریموت سنسینګ ډیپارتمنت په دې نظر دی چې د تدریس او تحقیق په برخه کې د نوی او عصري ټکنالوژۍ پر بنسټ، نوښتګر او وړ مسلکي کادرونه وروزي، څو د طبیعي سرچینو د دوامدارې ودې په تقویت کې فعاله ونډه ولري او د سیمې له متخصصانو او انجنیرانو د علمي سیالۍ وړتیا پیدا کړي
رسالت (Mission)
د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم او ریموت سنسنگ ډیپارتمنت د پرمختللی علمي پوهی او وسایلو له لارې په تدریس او اکادمیک تحقیق کې خدمات وړاندې کوي، او د هېواد د مختلفو برخو د دوامداره پرمختګ د هڅونې په موخه د پوهې او مهارتونو د لوړولو لپاره فعالیت کوي.
د څانګه فعالیتونه (Activities)
د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ څانګه، د کابل پولیتخنیک پوهنتون کې د تدریس او علمي څېړنو تر څنګ، لاندې نور فعالیتونه هم ترسره کړي او ترسره کوي، چې مهم یې په لاندې ډول دي:
- د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیوماتیک انجینرۍ کلنیز علمي څړینیز کنفرانسونو کې فعاله ونډه اخیستل او د علمي څړینیز مقالو وړاندې کول؛
- په بېلابېلو علمي کنفرانسونو کې فعاله ګډون او د علمي څړینیز مقالو وړاندې کول، لکه د کابل پولیتخنیک پوهنتون د نړیوال اوبو کنفرانس او د بلخ پوهنتون د امالبلاد کنفرانس؛
- په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې د مسلکي انکشاف مرکز (PDC) په همکارۍ د کابل پولیتخنیک پوهنتون د استادانو د ظرفیت لوړونې په موخه د GIS او RS یو اوونیز ورکشاپ تنظیمول؛
- په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې د مسلکي انکشاف مرکز (PDC) په همکارۍ د کابل پولیتخنیک پوهنتون د استادانو د ظرفیت لوړونې لپاره د SPSS احصایوي پروګرام یو اوونیز ورکشاپ ترسره کول؛
- په ۱۴۰۴ هـ ش کال کې د مسلکي انکشاف مرکز (PDC) په همکارۍ د کابل پولیتخنیک پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي استادانو لپاره د GIS او RS یو اوونیز ورکشاپ تنظیمول؛
- په ۱۴۰۴ هـ ش کال کې د څانګه د یوه استاد له لوري د انرژۍ او اوبو وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه، د یاد وزارت په ودانی کې د GIS ورکشاپ ترسره کول؛
- د ۱۴۰۴ هـ ش کال د منی سمستر په ترڅ کې، د کابل پولیتخنیک پوهنتون د څېړنو له آمریت سره په همکارۍ، محصلینو ته د «سيوي لیکلو طریقې» ورکشاپ دایرول؛
- د کابل پولیتخنیک پوهنتون د حفظ او مراقبت له څانګې سره دوامداره همکاري او د پوهنتون د کورنیو او بهرنیو پروژو په اړه تخنیکي سلا مشورې وړاندې کول؛
- د لوړو زدهکړو محترم وزارت کې د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ څانګه د لیسانس دورې د نصاب د تدوین او بیاکتنی په کلسترونو کې په ۱۳۹۸ او ۱۴۰۳ هـ ش کلونو کې فعاله ګډون او ونډه اخیستل؛
- په ۱۴۰۲ هـ ش کال کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې کې د GIS رشتې د تعلیمي نصاب په تدوین کې فعاله ګډون؛
- په ۱۳۹۷ هـ ش کال کې د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ څانګه د استادانو په همکارۍ د افغانستان د اراضی ادارې د کارکوونکو لپاره د یوې میاشتې د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره کول؛
- په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې د کابل ولایت د املاکو د ثبت په برخه کې د ښار جوړونې او هستوګنې محترم وزارت د ښار جوړونې ریاست کارکوونکو ته د یو اوونیز ورکشاپ دایرول.
اسانتیاوې (Facilities)
د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم او د ریموټ سنسینګ څانګه معیاري درسي صنفونه، سمبال لابراتوارونه او عصري مسلکي تجهیزات لري. د دغو لابراتوارونو تجهیزات د نړیوال بانک او په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت په همکارۍ برابر شوي دي او دا مهال د تدریس، لابراتواري کارونه، د لېسانس او ماستري دورو د محصلینو د څېړنیزو پروژو، او همدارنګه د استادانو د علمي څېړنو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
د لابراتواري اسانتياوې او تجهیزات لیست:
- د ساحوي نقشهبردارۍ او څړینیز کارونو د ترسره کولو لپاره عصري Total Station وسایل؛
- د لوړوالي توپیرونو د معلومولو او د ځمکې شیب د ټاکلو لپاره عصري Digital Level وسایل؛
- د افقي او عمودي زاویو د اندازهګیرۍ لپاره عصري Digital Theodolite وسایل؛
- د دقیقو واټنونو او لرې فاصلو د اندازهګیرۍ لپاره عصري EDM وسایل؛
- د مهمو نقاطو د مختصاتو د ترلاسه کولو لپاره د لوړ دقیق GPS Station وسایل؛
- د ساحوي مکاني اطلاعاتو د راټولولو لپاره د Garmin لاسني GPS وسایل؛
- د واټنونو د دقیق او چټک اندازهګیرۍ لپاره لیزري مترونه؛
- د کمپیوټر، کمرې، LED، د هوا سیستم (AC) او د لمریز بریښنا سیستم لرونکي مجهز لابراتواري؛
- د ۸ کیلوواټ پر ساعت ظرفیت لرونکی لمریز بریښنا سیستم د لابراتواري او صنفي بریښنا د تأمین لپاره؛
- او ګڼ شمېر نور تخصصي تجهیزات او وسایل چې د دې رشته سره تړاو لري.
کتلاک (Catalog)
د څانګه معلومات په معیاري بڼه کتلاک کی د PDF فایل په بڼه چمتو کېږي او په جلا ډول د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت ته د څانګه د اطلاعاتو سره یو ځای سپارل کېږي.
استادان او کارمندان (People)
استادان (Faculty)
د پوهنمل احمد شکیب اقبال لنډ معلومات:
- لیسانس: جیودیزی انجنیري، د کابل پولیتخنیک پوهنتون؛ ماستري: د جیوماتیک انجنیري، د جیودیتیک او جغرافیایي اطلاعاتو ټکنالوژۍ پروګرام، د ګیپزي تخنیکي پوهنتون، ترکيه.
- برېښنالیک آدرس : shekibiqbal.si@kpu.edu.af
- د اړیکی شمېره: 93780588212+
- د څېړنې ساحې: په GIS کې پرمختللې مکاني ماډل جوړونه او تحلیلونه د مکاني احصایې په کارولو، د څو معیارونو د پریکړې (MCDA) میتودونه، شبکهای تحلیلونه او د ریموټ سنسینګ معلومات.
- د پروفایل لینک
د پوهنمل دوکتور احمد شکیب سهاک لنډ معلومات:
- لیسانس: جیودیزی انجنیري، د کابل پولیتخنیک پوهنتون
ماستري: جیودیزی (کدستر)، د قزقستان کزگسه پوهنتون
دکتورا: د جیوماتیک انجنیري، د ترکیې کارادینیز تخنیکي پوهنتون - برېښنالیک: sh.sahak@kpu.edu.af
- د اړیکی شمېره: 905525476466+، 93777879503+
- د څېړنې ساحې: د سپوږمکۍ انځورونو پروسس، ریموټ سنسنیګ، ماشین زدهکړه او ژوره زدهکړه په پروګرامنګ کې، او په MCDA الګوریتمونو اساس شوي مکاني تحلیلونه
- د پروفایل لینک
د پوهنیار قیس احمد آریا لنډ معلومات:
- لیسانس: جیودیزی انجنیري، د کابل پولیتخنیک پوهنتون
ماستري: د ریموټ سنسینګ او جغرافیایي اطلاعاتو سیستم ، د ترکیې اسکیشهیر تخنیکي پوهنتون - برېښنالیک : q.aria@kpu.edu.af
- د اړیکی شمېره: +93786 400 666 / +93 770 874 890
- د څېړنې ساحې: ریموټ سنسنیګ، د سپوږمکۍ انځورونو تحلیل او پروسس، په GIS کې مکاني تحلیل او ماډلسازي، او د څو معیارونو د پریکړې (MCDA) میتودونه
- د پروفایل لینک
د نامزد پوهنیار میرزاشیرین زمانی لنډ معلومات:
- لیسانس: د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم ، د کابل پولیتخنیک پوهنتون
- برېښنالیک: m.zamani@kpu.edu.af
- د اړیکی شمېره: +93778818628 / +93785353662
- د څېړنې ساحې: د سپوږمکۍ د ریموټ سنسینګ د مایکروویو سنسورونو (لکه RADAR/SAR) او نوري سنسورونو د اطلاعاتو ادغام د ماشین زدهکړې او ژورې زدهکړې په کارولو، او همدارنګه په GIS کې د MCDA الګوریتم په اساس مکاني تحلیلونه
- د پروفایل لینک
د نامزد پوهنیار ابوالفضل صفدري لنډ معلومات:
- لیسانس: د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم ، د کابل پولیتخنیک پوهنتون
- برېښنالیک : abulfazl.safdari@kpu.edu.af
- د اړیکی شمېره: 93772446450+ / 93730076214+
- د څېړنې ساحې: د سپوږمکۍ انځورونو تحلیل او پروسس، په GIS کې مکاني تحلیل او ماډلسازي د څو معیارونو د پریکړې (MCDA) میتودونو او جیوسپېشلي احصایې په کارولو
- د پروفایل لینک
د نامزد پوهنیار خان بهادر خان لنډ معلومات:
- لیسانس: جیودیزی انجنیري، د کابل پولیتخنیک پوهنتون
- برېښنالیک : khanbahaderkhan@kpu.edu.af
- د اړیکی شمېره: 93770836810+
- د څېړنې ساحې: د ډیجیټل فوتوګرامیتري کارونه د ځمکې د مدیریت په برخه کې، ډیټابیس، د رادار او لیدار انځورونو پروسس
- د پروفایل لینک
کارمندان (Staff)
- نوم او تخلص: نذیر احمد امیری
- د دندې عنوان: د GIS لابرانت انجنیر
- تحصیلات:
- لیسانس: د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم ، د کابل پولیتخنیک پوهنتون
- ماستري: د سروی د انجنیري مدیریت، د کابل پولیتخنیک پوهنتون
- برېښنالیک: nazirahmadamiri1396@gmail.com
تحقیقات (Research)
د څړینی ساحه (Research Areas)
د جیوماټیک انجینرۍ په برخه کې د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ څانګه د مهمو او تخصصي څانګو څخه دی، چې تمرکز یې د مکاني او غیرمکاني اطلاعاتو پر تحلیل، ماډلسازۍ او تفسیر دی. د دې څانګه موخه دا ده چې محصلین په نظري او عملي ډول د GIS او ریموټ سنسینګ په برخه کې وروزي او اړینې علمي وړتیاوې ورته برابرې کړي، تر څو د طبیعي، ټولنیزو، ښاري او چاپېریالي اطلاعاتو تحلیل او کارونه ترسره کړي. د دې څانګه څېړنیز مسیرونه په لاندې ډول دي:
۱. مکاني تحلیل (Spatial Analysis)
مکاني تحلیل د GIS له بنسټیزو څانګو څخه دی، چې د پدیدو ترمنځ اړیکې، الګوګانې او توزیع څېړي. په دې مسیر کې د چاپېریالي بدلونونو او د ځمکې د کارونې بدلونونه د څووختیزو سپوږمکۍ انځورونو په کارولو سره مطالعه کېږي، او د طبیعي او بشري پدیدو مکاني توزیع ارزول کېږي. همدارنګه د ښاري پراختیا، د زیربنایي شبکو وده، او د انساني او صنعتي فعالیتونو پر چاپېریال اغېزې تحلیل کېږي. د ټولنیزو، احصایوي او چاپېریالي اطلاعاتو پر بنسټ د موضوعي نقشو جوړول هم د دې مسیر مهمه برخه ده.
۲. په جغرافیایي اطلاعاتو سیستم کې ماډلسازي (GIS Modeling)
مکاني ماډلسازي په GIS کې د اوسني وضعیت د تحلیل او د راتلونکو شرایطو د اټکل لپاره مهمه وسیله ده. دا مسیر د ځمکې د کارونې د بدلونونو ماډلسازي، د سیلاب، برفکوچ، ځمکې ښوېدنې، وچکالۍ او زلزلو شبیهسازي او اټکل، او همدارنګه د ټرافیک، برېښنا، ګاز، مخابراتو او فاضلهاوبو د شبکو تحلیل رانغاړي. د څو معیارونو د پرېکړې ماډلونه لکه AHP، ANP، TOPSIS او FAHP د پروژو د ځایټاکنې او د غوره مدیریت د انتخاب لپاره کارول کېږي. په دې برخه کې مکاني احصایوي تحلیلونه د چاپېریالي او ټولنیزو بدلونونو د ارزونې لپاره هم کارېږي.
۳. د اوبو د سرچینو مدیریت کې د GIS او ریموټ سنسینګ کارونه
د اوبو د سرچینو مدیریت د معاصرې زمانې له مهمو ننګونو څخه دی. په دې مسیر کې د سطحي او ځمکنيو اوبو بدلونونه د سپوږمکۍ انځورونو په کارولو څېړل کېږي، د اوبو حوزې ماډلسازي کېږي، د اقلیمي بدلونونو اغېزې ارزول کېږي، او د ځمکنيو اوبو د سطحې د زیاتوالي او کمښت تحلیل ترسره کېږي. همدارنګه د وچکالۍ او سیلاب د ارزونې لپاره د ځمکنيو او سپوږمکۍ اطلاعاتو یوځای کارول د دې څېړنې مهمه برخه ده.
۴. په ځنګلونو کې د ریموټ سنسینګ کارونې
ریموټ سنسینګ د ځنګلونو د مطالعې او مدیریت لپاره یوه اغېزمنه علمي وسیله ده، چې په پراخه کچه او د لوړې مکاني او زمانی دقت سره کارول کېږي. د سپوږمکۍ او هوایي اطلاعاتو په وسیله د فزیکي حضور پرته د ځنګلونو د چاپېریالي ځانګړتیاوو د تحلیل زمینه برابروي. دا ټکنالوژي د څوطیفي، حرارتي او جوړښتي اطلاعاتو په کارولو سره د لاندې برخو د دقیق مدیریت امکان برابروي:
- د ځنګل د پوښ بدلونونو پېژندنه او تحلیل
- د غیرقانوني ونو پرېکولو او ځنګلوهلو څېړنه
- د ځنګلونو د روغتیا او چاپېریالي فشارونو ارزونه
- د ځنګلي اور د خطر مدیریت او اټکل
- د ځنګلونو د کاربن او بایوماس اندازهګیري
۵. د طبیعي پېښو د خطر مدیریت (Natural Hazards Management)
په دې مسیر کې د سیمو د زیانمنو ساحوو ارزونه د طبیعي پېښو لکه ځمکې ښوېدنې، سیلاب، برفکوچ، طوفان، وچکالۍ او زلزلو پر وړاندې ترسره کېږي. د خطرناکو سیمو نقشهجوړونه، د سپوږمکۍ اطلاعاتو پر بنسټ د چټک خبرداري سیستمونو پراختیا، او د پېښو له رامنځته کېدو مخکې او وروسته د احتمالي زیانونو تحلیل پکې شامل دي. همدارنګه د پېښو تحلیل د راتلونکې بحران د مدیریت او بیا رغونې لپاره هم کارول کېږي.
۶. د ځمکې د کارونې بدلونونه او د چاپېریال ارزونه
دا مسیر د ځمکې او نباتي پوښ بدلونونه د سپوږمکۍ انځورونو په کارولو څېړي، او د بشري پراختیا، صنعتي فعالیتونو او اقلیمي بدلونونو اغېزې پر طبیعي ایکوسیستمونو تحلیلوي. د چاپېریال د ککړتیا (هوا، اوبه او خاوره) د پېژندنې لپاره د ریموټ سنسینګ ټکنالوژي کارول کېږي. همدارنګه GIS او RS د پایدارې پراختیا، د انکشافي پروژو د اغېزو ارزونې، د طبیعي سرچینو مدیریت او د چاپېریالي پرېکړو د ملاتړ لپاره کارېږي.
۷. پایدار پرمختګ او سیمهییزه پلانجوړونه
په دې مسیر کې د مکاني اطلاعاتو او ماډلونو په کارولو د ښاري پراختیا تحلیل او مدیریت ترسره کېږي. د ځمکې د مناسبې کارونې پلانجوړونه، د نامتوازن پراختیا مخنیوی، د زیربنایي پروژو د چاپېریالي اغېزو ارزونه، او د ایکوسیستم مدیریت د دې برخې مهم موضوعات دي. همدارنګه د سیمو د چاپېریالي ظرفیت تحلیل د طبیعي سرچینو د پایدارې کارونی لپاره ترسره کېږي.
۸. د کرنیزو تولیداتو پایدار مدیریت او پراختیا
په دې مسیر کې د کرنیزو تولیداتو ارزونه، د نباتاتو د روغتیا تحلیل، د خاورې د حاصلخیزۍ او د فرسایش کچې ارزونه، د کرنیزو اوبو مدیریت، او د کښت د الګو بدلونونه د GIS او ریموټ سنسینګ په کارولو ترسره کېږي. د سپوږمکۍ انځورونو او مکاني تحلیلونو په مرسته د کرنیز مدیریت پرېکړې په اغېزمن ډول پیاوړې کېږي.
علمي پروګرامونه (Programs)
لیسانس پروګرامونه (Undergraduate Programs)
|
Program Code |
Program Title |
|
GIS-RS |
GIS and Remote Sensing |
نصاب (Curriculum)
د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ څانګه د لیسانس پروګرام نصاب د وزارت له تأیید وروسته په PDF فایل کې چمتو کېږي او په جلا ډول د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت ته سپارل کېږي.
اهداف تعلیمي (Program Learning Objectives)
د لیسانس پروګرام اهداف په لاندې ډول دي:
- د قرآن کریم د تلاوت قواعدو سره آشنایي او د اسلام د اصولو او قوانینو ښه درک په بېلابېلو برخو کې د ژوند لپاره؛
- د GIS او ریموټ سنسینګ اساسي مفاهیمو او اصولو درک؛
- د مکاني اطلاعاتو او سپوږمکۍ انځورونو د راټولولو او پروسس سره آشنایي؛
- د تخصصي GIS-RS سافټویرونو کارولو مهارت ترلاسه کول د مکاني او سپوږمکۍ اطلاعاتو د تحلیل او تفسیر لپاره؛
- د GIS-RS کارول د حقیقي او بېلابېلو مسایلو د حل لپاره؛
- د مکاني اطلاعاتو پر بنسټ د پریکړې مهارتونه پراخول او د اړوندو عملي او څېړنیزو پروژو ترسره کول؛
- د چاپېریالي اغېزو او د عصري ټکنالوژۍ په رول د پایدارې پراختیا په اړه پوهاوی زیاتول.
د پروګرام د زدهکړو مسلکي پایلې (Program Learning Outcomes)
په دې پروګرام کې د فراغت وروسته محصلان کولای شي:
- د قرآن کریم آداب او اخلاقو سره ځان آراسته کړي او د اسلامي نظام اصول د قرآن عظیم په رڼا کې زده کړي؛
- د GIS-RS اساسي مفاهیم او اصول درک کړي او د جغرافیایي اطلاعاتو راټولولو، ذخیره کولو، مدیریت، تحلیل او تفسیر میتودونو سره آشنا شي؛
- د دې برخې سافټویرونو کارولو مهارت ترلاسه کړي او مکاني او سپوږمکۍ معلومات په مسلکي ډول تحلیل او تفسیر کړي؛
- د جغرافیایي اطلاعاتو او سپوږمکۍ انځورونو پروسس، تعبیر او تحلیل وکړي او د چاپېریالي الګوګانو، ځمکې بدلونونو او طبیعي منابعو مدیریت په اړه دقیق نتایج ترلاسه کړي؛
- د GIS-RS معلومات ترکیب کړي او د پیچلو چاپېریالي او ټولنیزو مسایلو تحلیل لپاره وکاروي او مؤثره حل لارې ومومي؛
- خپل علمي او عملي مهارتونه د عملي او څېړنیزو پروژو په تطبیق کې وکاروي؛
- په اړوندو برخو کې آگاهانه پریکړې د مکاني اطلاعاتو په اساس وکړي او د پایدارې پراختیا لپاره مرسته وکړي؛
- د عصري ټکنالوژۍ په کارولو د طبیعي پېښو د وړاندې کولو، مدیریت او خطر کمولو لپاره مرسته وکړي؛
- خپل فني او علمي مهارتونه پراخه کړي او د حقیقي نړۍ د مسایلو په تحلیل او څرګندونو کې ګډون وکړي.
اړیکی (Contact)
- آدرس: د لابراتوار ودانۍ، درېیمه منزله، کوټه نمبر ۳۱۵، د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ څانګه
- برېښنالیک: څانګه رسمي ایمیل نلري
- تیلیفون: د PaBX سرمیز شمېره: ۱۶۵، د IMS سرمیز شمېره: ۰۲۰۲۵۲۶۴۲۰
لمړی شمیره ضمیمه: د استادانو معلومات
نوم او تخلص: احمد شکیب اقبال
لنډه سوانح:
محترم احمد شکیب اقبال په کال ۱۳۷۱ هـ.ش کې په کابل ښار کې زېږېدلی دی. هغه په کال ۱۳۸۹ هـ.ش د نادریه عالي لیسې څخه د لوړې نمرو سره فارغ شوی. کانکور ازموینې یی په بریالیتوب سره تیره کره، په کال ۱۳۹۰ هـ.ش کې د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیولوجۍ او معادن پوهنځي ته داخل شو او په کال ۱۳۹۴ هـ.ش کې د جیودیزی انجنیري په رشته کې د جیوماتیک او کدستر پوهنځي څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ.
وروسته، هغه د ترکیې د آزادې بورسیې په سهمیه کې په کال ۱۳۹۵/۰۷/۲۶ هـ.ش ترکیې ته لاړ او د یوې کلنې ترکي ژبې دورې بشپړولو وروسته، په کال ۱۳۹۸/۱۲/۰۸ هـ.ش د گیپزی تخنیکي پوهنتون (GTU) په کوجایلي ښار کې د جیوماتیک انجنیري په رشته کې د ماستري سند ترلاسه کړ او د خپل هېواد خدمت ته راستون شو.
احمد شکیب اقبال په کال ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ هـ.ش د کادري ازموینې په بریالیتوب سره د پوهنیار په رتبه د د جغرافیایی اطلاعاتو سیستم (GIS) څانګه د جیوماتیک او کدستر پوهنځي په کادر کې شامل شو. وروسته، په کال ۱۴۴۶/۰۵/۰۱ هـ.ق د څانګه د سپارښتنې او د لوړپوړي وزارت د منظوري سره د څانګه د آمر په توګه ټاکل شو. د ټولو علمي او اداري شرایطو بشپړولو وروسته، په کال ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ هـ.ش د پوهنمل رتبه ترلاسه کړه.
د څېړنې ساحې:
- په GIS کې د پرمختللې مکاني ماډلسازي او تحلیلونو ترسره کول د مکاني احصایې په کارولو
- د څو معیارونو د پریکړې میتودونه (MCDA)
- شبکهای تحلیلونه
- د ریموټ سنسینګ (RS) معلومات
علمي آثار (Publications):
- اقبال، ا. ش. اساسات سیستم اطلاعات جغرافیایی (ترجمه، ۲۰۲۵)، کابل: انتشارات نوی مستقبل.
- Iqbal, A. S. (2020). A GIS-based parking demand analysis and site selection for parking area: Pendik-Istanbul case. (Master Thesis)
علمي مقالې (Journal Publications):
- Rasooli, A., Amin, M. A., & Iqbal, A. S. (2025). Evaluating the Feasibility of Floating Photovoltaic in Afghanistan’s Water Bodies: A GIS-Based Approach. International Water Conference Kabul - 2025, 1.
- Saraj, M. A., & Iqbal, A. S. (2025). Identifying Suitable Areas for Irrigation and Water Reservoirs along River Paths Using Modern Technology. International Water Conference Kabul - 2025, 1.
- Aydınoğlu, A. C., Iqbal, A. S., & Şişman, S. (2025). Parking Suitability and Site Selection Analysis Using GIS-Based Multi-Criteria Decision Analysis Techniques: AHP, TOPSIS, and VIKOR–A Case Study of Pendik District (Istanbul). ICONARP International Journal of Architecture and Planning, 13(1), 22-50.
- Iqbal, A. S., & Naser, A. (2023). Avalanche susceptibility mapping using GIS-based multi-criteria decision analysis: the case of Shighnan district. KPU International Journal of Engineering and Technology, 3(1), 73.
- Aydinoglu, A. C., & Iqbal, A. S. (2021). Determining Parking Demand and Locating Parking Areas Using Geographic Analytics Methods. Journal of Urban Planning and Development, 147(1), 1–12.
- سهاک، ا. ش., اقبال، ا. ش., & قمبری، ع. (1403). ارزیابي د ښار غزني د سیلاب خطر په وړاندې د GIS او سلسله مراتبي تحلیل په کارولو. مجله علم و تکنالوژي, 52(2), 89–105.
پروژې (Projects):
- تر اوسه کومه پروژه ترسره شوې نه ده.
مضامین (Courses)
لیسانس دورې مضامین (UG Courses):
- GE.GR.0315 Fundamentals of GIS 1
- GE.GR.0415 Fundamentals of GIS 2
- GE.GR.0625 Programming in GIS
- GE.GR.0731 Applications of GIS
- GE.GR.0839 Advance GIS Applications
- GE.GR.0732 Space Geodesy
- GE.GR.0841 Diploma Project
اړیکی (Contact):
- د کابل پولیتخنیک پوهنتون ، د جیوماتیک انجنیري پوهنځي ، د جغرافیایی اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ څانګه
- ایمیل: shekibiqbal.si@kpu.edu.af
- د اړیکی شمیره: 93780588212+
نوم او تخلص: احمد شکیب سهاک
بایوګرافي یا لنډه سوانح
محترم احمد شکیب سهاک، د محمد رسول زوی، په کال ۱۳۶۹ هـ.ش کې د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ په یوه روښان فکره کورنۍ کې زیږیدلی دی. نوموړی په کال ۱۳۸۶ هـ.ش د حبیبیه عالي لیسې څخه فارغ شوی دی. وروسته له بریالي کانکور ازموینې، د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیولوجۍ او معادن پوهنځي د جیودیزي انجنیري څانګې ته داخل شو او په کال ۱۳۹۱ هـ.ش کې د همدې پوهنځي څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ.
محترم احمد شکیب سهاک د ۱۳۹۳ هـ.ش د وږي په ۹مه د جیودیزي انجنیري پوهنځي په موافقه قزاقستان ته د ماسټري تحصیل لپاره سفر وکړ. نوموړی د بریالي تحصیل څخه وروسته، د ۱۳۹۶ هـ.ش د وري په ۴مه، خپل وطن ته راستون شو او د جیودیزي انجنیري په پوهنځي کې یې دنده بیا پیل کړه. له دې نیټې څخه (۱۳۹۶/۴/۹) نوموړی د پوهنیار په رتبه تثبیت شو.
محترم احمد شکیب سهاک د ۱۳۹۸ هـ.ش د وږي په ۶مه د جیآیسی سیسټم (سیستم اطلاعات جغرافیایی) د پوهنځي په موافقه د دوکتورا تحصیل لپاره ترکیې ته سفر وکړ. د نوموړي د څیړنیز ساحې موضوعات د ریموټ سنسنیګ، د سپوږمکۍ عکسونو پروسس، مکاني تحلیل او مصنوعي ذهانت دي، چې تر اوسه یې شپږ علمي او څیړنیز مقالې په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې خپرې کړي دي.
محترم احمد شکیب سهاک د ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۵ پورې د جیوپلانینګ شرکت د سروې مشر و او له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د انجنیري خدماتو شرکت د تخنیکي مشاور په توګه دنده ترسره کړې ده.
د څیړنې ساحې:
نوموړی د ماشین زدهکړې، د GIS سیستم کې د ماډل جوړونې الگوریتمونو پراختیا، او د جیآیسی او ریموټ سنسینګ په مرسته د اوبو مدیریت، طبیعي پېښو مدیریت او ښاري ایکولوژۍ په برخو کې څیړنې ترسره کوي.
علمي آثار (Publications):
- د افغانستان د ځمکې ثبت د سیستم جوړولو په اړه څیړنه، د کابل پولیتخنیک پوهنتون علم او ټکنالوجۍ ژورنال، میزان-قوس ۱۳۸۹ هـ.ش
- Comparison of GPS and GLONASS satellite measurements, 2014, KazNU University, Almaty, Kazakhstan
- Evaluation of land surface temperature in Forest area: A case study of Kunar Province, Afghanistan, 2016, KAZGASA University, Almaty, Kazakhstan
علمي مقالې (Journal Publications):
- Sahak, Ahmad Shakib, Fevzi Karsli, Esra Tunc, and Gormus Karimullah. 2022. “Seasonal Monitoring of Urban Heat Island Based on the Relationship between Land Surface Temperature and Land Use / Cover: A Case Study of Kabul City, Afghanistan.” Earth Science Informatics (0123456789). doi: 10.1007/s12145-022-00918-0.
- Sahak, Ahmad Shakib, M. Sulaiman Fayez Hotaki, Karimullah Ahmadi, and Fevzi Karsli. 2022. “Evaluating the Impact of Land Use/Land Cover Changes on the Surface Urban Heat Island Intensity: The Case Study of Kabul City, Afghanistan.”
- Sahak, Ahmad Shakib, and Fevzi Karsli. 2024. “A New Approach for the Assessment of Urban Eco-Environmental Quality Based on Remote Sensing: A Case Study of Herat City, Afghanistan.” Journal of Spatial Science. doi: 10.1080/14498596.2024.2333743.
- Sahak, Ahmad Shakib, Karsli,Fevzi Karsli, Ahmadi, Karimullah, Saraj, Mohammad Anwar Saraj, and Sahak , Ahmad Tamim. 2024b. “Geospatial Assessment of Urban Sprawl: A Case Study of Herat City, Afghanistan.” Australian Journal of Engineering and Innovative Technology 51–69. doi: 10.34104/ajeit.024.051069.
- Sahak, Ahmad Shakib, Fevzi Karsli, and Mohammad Anwar Saraj. 2024. “Evaluating the Impact of Urban Sprawl on the Urban Ecological Status Using GIS and Remote Sensing from 2000 to 2021: A Case Study of Herat City, Afghanistan.” Environmental Monitoring and Assessment 196(12). doi: 10.1007/s10661-024-13372-w.
- Ahmadi, Hemayatullah, Ahmad Shakib Sahak, Ahmad Walid Ayoobi, Emrah Pekkan, Mehmet Inceoğlu, and Fevzi Karsli. 2022. “Application of GIS-Based AHP Model for the Impact Assessment of COVID-19 Lockdown on Environment Quality: The Case of Kabul City, Afghanistan.” Journal of the Indian Society of Remote Sensing 51(March):439–52. doi: 10.1007/s12524-022-01633-5.
- Ahmadi, Karimullah, Ahmad Shakib Sahak, and Ahmad Tamim Sahak. 2023. “Evaluation of Urban Sprawl and Land Use/Cover Variation Patterns through Remote Sensing Data: A Case Study in Kabul City, Afghanistan.” European Journal of Environment and Earth Sciences 4(6):10–20. doi: 10.24018/ejgeo.2023.4.6.434.
- Ahmadi, Karimullah, Sahak, Ahmad Shakib, Azizi, Abdul Basir, Saraj, Mohammad Anwar, and Sahak ,Ahmad Tamim. 2024a. “Analyzing Flood Damage and Mapping Flood Hazard Zones Using AHP Model: A Case Study of Pol-e-Alam, Logar Province, Afghanistan.” Australian Journal of Engineering and Innovative Technology 37–50. doi: 10.34104/ajeit.024.037050.
- د غزني ښار د سېلاب د خطر په وړاندې د زیانپذیرۍ ارزونه د سیستم معلومات جغرافیایي (GIS) او د سلسلهمراتبي تحلیل میتود په کارولو سره. د کابل پولیتخنیک پوهنتون د علم او ټکنالوژۍ ژورنال.
پروژې (Projects):
نشته.
مضامین (Courses):
لیسانس مضامین : (UG)
- Spatial Analysis 1
- Spatial Analysis 2
- Applications of Remote Sensing
- Diploma Project
مافوق لیسانس مضامین (PG):
- GIS Management
- Remote Sensing Management
- Satellite Geodesy
- Thesis Writing and Defense
اړیکې (Contact):
کابل پولیتخنیک پوهنتون، د جیوماتیک انجنیري پوهنځی، د سیستم اطلاعات جغرافیایی او ریموټ سنسینګ څانګه
ایمیل: sh.sahak@kpu.edu.af
تلیفون: +93777879503 / +905525476466
نوم او تخلص: قیس احمد آریا
لنډه سوانح (بایوګرافی):
محترم قیس احمد آریا په کال ۱۳۷۱ هـ.ش کې په کابل ښار کې په یوه روښانه فکره او دیني کورنۍ کې زیږېدلی دی. هغه په کال ۱۳۸۹ هـ.ش د خواجه عبدالله انصاري عالي لیسې څخه د لوړې نمرو سره فارغ شوی دی.
هغه د کانکور ازموینې په بریالیتوب سره په کال ۱۳۹۱ هـ.ش د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیودیزی انجنیري په رشته کې داخل شو او په کال ۱۳۹۵ هـ.ش کې د پوهنځي جیوماتیک او کدستر څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ.
وروسته، هغه د یوې کلنې او نیمې کلنۍ دندې د ترسره کولو وروسته په نړیواله موسسه IMMAP کې د GIS انالسټ په توګه کار وکړ، خو د تدریس او خدمت په خاطر، په کال ۱۳۹۶/۰۵/۰۲ هـ.ش د کادري ازموینې وروسته د پوهنیار په نوم د پوهنځي جیوماتیک او کدستر په کادر کې شامل شو.
احمد قیس آریا په کال ۱۳۹۶/۰۸/۰۹ هـ.ش د ترکیې د آزادې بورسیې په سهمیه کې د څانګه د موافقې له مخې ترکیې ته لاړ، د یوې کلنې ترکي ژبې دورې وروسته یې په کال ۱۳۹۹ هـ.ش کې د اسکیشهیر تخنیکي پوهنتون (EsTU) څخه په ریموټ سنسینګ او GIS کې د ماستري سند ترلاسه کړ او د خپلې هېواد خدمت ته راستون شو.
هغه د ټولو علمي شرایطو او قانوني مرحلو بشپړولو وروسته په کال ۱۴۰۰/۰۵/۰۳ هـ.ش د نوماند پوهنیار له رتبه څخه د پوهنیار په علمي رتبه لوړ شو.
محترم قیس احمد آریا د ۱۴۰۱/۰۵/۲۳ څخه تر ۱۴۰۳/۰۸/۱۹ هـ.ش پورې د د جغرافیایی اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ څانګه د آمر په توګه دنده ترسره کړې او له ۱۴۰۲/۰۳/۱۵ هـ.ش څخه د پوهنځي انجنیري جیوماتیک د مرستیال په حیث هم دنده لري. همدارنګه، هغه د پوهنځي او پوهنتون په کچه د څو کمیټو فعال غړی دی او د نصاب او مونوګراف کمیټو مسؤلیت هم لري.
د څېړنې ساحې (Research Areas):
- ریموټ سنسنیګ
- تحلیل او پروسس د سپوږمکۍ انځورونو
- مکاني تحلیل او ماډلسازي په GIS کې
- د څو معیارونو پریکړې میتودونه (MCDA)
علمي آثار (Publications):
تیزس ماستري:
- Q. A. Aria, Determination of temporal change using surface temperature and climate data (Example of Kabul City), Master’s thesis, Eskisehir Technical University, 2021.
علمي مقالې (Journal Publications):
- م. ی. سلطاني، م. ا. سراج، او ق. ا. آریا، «د شارټ رینج فوتوګرامیتري په کارولو د توپوګرافیک پلانونو جوړول»، مجله علم و تکنالوژي، پوهنتون پولیتخنیک کابل، ۱۴۰۱.
- Q. A. Aria, M. Y. Sultani, and L. A. Safari, “Assessing the impact of LULC changes on groundwater quality in Kabul City using geostatistical analysis and remote sensing (2017–2022),” Proc. Int. Water Conf. (IWC), Kabul, 2025.
- M. S. Zamani, Q. A. Aria, and G. S. Rahmani, “Assessment and comparison of spectral indices for agricultural drought monitoring using Landsat 8 imagery (2013–2022): A case study of Kapisa, Afghanistan,” Proc. Int. Water Conf. (IWC), Kabul, 2025.
علمي کنفرانسونه (Scientific Conferences):
- ق. ا. آریا او ع. ناصر، «د څارل شوي طبقهبندي غوره میتودونه او د تصمیم ونې په کارولو د ښار د ځمکې کارونې او پوښښ نقشه جوړول»، په کنفرانس علمي–میتودیکي جیوماتیک او کدستر، پوهنتون پولیتخنیک کابل، ۱۴۰۱.
- م. ی. سلطاني، ق. ا. آریا، او ع. عزیزی، «د CORS سټیشنونو د ځای ټاکنې لپاره د مناسب ځای تحلیل د جیودیتیک او کدستر نقشهبردارۍ د اهدافو لپاره»، په کنفرانس علمي–څړینیز انجنیري جیوماتیک، پوهنتون پولیتخنیک کابل، ۱۴۰۴.
- ق. ا. آریا، م. ش. زمانی، او س. م. اخلاص، «د قوشتپه کانال د لومړي فاز د جوړښت اغیز په ځمکې کارونې او پوښښ د PlanetScope لویمقیاس سپوږمکۍ انځورونو په کارولو»، کنفرانس MLBlad، پوهنتون بلخ، ۱۴۰۴.
- ق. ا. آریا او م. ش. زمانی، «د لوړ وضاحت لرونکو سپوږمکۍ انځورونو څخه د ځمکې کارونې استخراج د شیء-بنسټ طبقهبندي په کارولو»، په کنفرانس علمي–څړینیز انجنیري جیوماتیک، پوهنتون پولیتخنیک کابل، ۱۴۰۴.
- ق. ا. آریا او ع. یوسفي، «د ۶.۳ ریشتري کچې د هرات د زلزله له امله د ځمکې د عمودي حرکت اندازه کول د راداري تداخلسنجۍ میتود په کارولو»، په کنفرانس علمي–څړینیز انجنیري جیوماتیک، پوهنتون پولیتخنیک کابل، ۱۴۰۴.
پروژې (Projects):
د لاندې پروژو په ترسره کولو کې چې د IMMAP افغانستان دفتر تمویل کړی، د ۱۳۹۵/۰۱/۲۲ څخه تر ۱۳۹۶/۰۷/۰۵ هـ.ش پورې فعال ګډون کړی دی:
- د افغانستان د تعلیمي مرکزونو مکاني اطلاعاتو پاکوالی او دقت ارزونه د ASDC لپاره
- د ګډ عملیاتي عکسونو (Common Operating Picture) پروژه کې د نقشه او راپورونو ترتیب
- د خطراتو کمولو (Disaster Risk Reduction) پروژې کې د نقشه او راپور ترتیب
- د افغانستان مکاني اطلاعاتو مرکز (ASDC) تخنیکي سایټ ژباړې پروژه
- د ASDC، سروی او GIS په برخو کې مختلفو تعلیمي پروژو ترسره کول په کابل او ولایاتو کې
مضامین (Courses):
لیسانس دورې مضامین (UG Courses):
- GE.EG.0628 Fundamentals of Remote Sensing
- GE.EG.0715 Fundamentals of GIS
- GE.GR.0736 Remote Sensing
- GE.GR.0733 Research Methodology
- GE.EG.0828 Remote Sensing
- GE.GR.0841 Diploma Project
اړیکی (Contact):
- پوهنتون پولیتخنیک کابل، پوهنځي انجنیري جیوماتیک، د جغرافیایی اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ څانګه
- ایمیل: q.aria@kpu.edu.af / qaisaria786@gmail.com
- د اړیکی شمیره: +93786 400 666 / +93 770 874 890
نوم او تخلص: میرزاشیرین زمانی
لنډه سوانح (بایوګرافی):
میرزاشیرین زمانی د محمد طاهر زوی په کال ۱۳۷۶ هـ.ش کې په پروان ولایت، د سیاه غوربند ولسوالۍ کې په یوه روښانه فکره کورنۍ کې زیږېدلی دی. هغه په کال ۱۳۹۳ هـ.ش د عبدالهادي شهید عالي لیسې څخه د لوړې نمرو سره فارغ شوی دی.
هغه د کانکور ازموینې په بریالیتوب سره په کال ۱۳۹۵ هـ.ش د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیوماتیک او کدستر پوهنځي د سیستم اطلاعات جغرافیایي په رشته کې داخل شو او په کال ۱۳۹۸ هـ.ش د لیسانس سند ترلاسه کړ.
میرزاشیرین زمانی د لیسانس د بشپړولو وروسته د یوې کلنې مودې لپاره د معادن او پترولیم وزارت په GIS ریاست کې د مدیر عمومي په توګه دنده ترسره کړه. ورپسې، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې سره د یو کال او اووه میاشتو لپاره د انستیتوت ساختماني او جیودیزی په څانګه کې د استاد په حیث دنده ترسره کړه.
وروسته، د د جغرافیایی اطلاعاتو سیستم څانګه او پوهنځي جیوماتیک او کدستر اړتیاوو پر اساس، هغه د ۱۴۰۱/۱۰/۱۴ هـ.ش په ورځ د پوهنیار نوماند په حیث د پوهنځي په کادر کې شامل شو.
د څېړنې ساحې (Research Areas):
- د سپوږمکۍ انځورونو پروسس په ویب کې د کود لیکنې په مرسته
- مکاني تحلیل
- مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence)
علمي آثار (Publications):
- تر دې دمه نشته
علمي مقالې (Journal Publications):
- تر دې دمه نشته
پروژې (Projects):
- تر دې دمه کومه پروژه نه ده ترسره کړې
مضامین (Courses):
لیسانس دورې مضامین (UG Courses):
- GE.GR.0734 Cartography
- GE.EG.0831 GIS Application
- GE.GR.0316 Topographic Drawing
- GE.GR.0111 Fundamentals of Engineering
- GE.GR.0841 Diploma Project
- Surveying 1
- Surveying 2
اړیکی (Contact):
- پوهنتون پولیتخنیک کابل، پوهنځي انجنیري جیوماتیک، د جغرافیایی اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ څانګه
- ایمیل: m.zamani@kpu.edu.af
- د اړیکی شمیره: +93778818628 / +93785353662
نوم او تخلص: ابوالفضل صفدري
لنډه سوانح (بایوگرافی):
ابوالفضل صفدري د محمد سلیم زوی په کال ۱۳۷۷ هـ.ش کې په غزني ولایت، د قرهباغ ولسوالۍ کې په یوه روښانه فکره کورنۍ کې زیږېدلی دی. هغه د کال ۱۳۹۶ هـ.ش په لیسه عالی ذکور سیدالشهدا (د کابل ښار د ۱۳م تعلیمي حوزه پورې اړه لري) کې د لوړې نمرو سره د ثانوي زدهکړو دوره بشپړه کړه.
ابوالفضل صفدري د کانکور په بریالیتوب سره په کال ۱۳۹۷ هـ.ش د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیوماتیک او کدستر پوهنځي د سیستم اطلاعات جغرافیایي په رشته کې شامل شو او په کال ۱۴۰۱ هـ.ش د لیسانس سند ترلاسه کړ.
هغه د لیسانس د بشپړولو وروسته د یوه کلنې مودې لپاره د وزارت زراعت او انکشاف دهات په ریاست کې د زراعت مدیر او د انجوګانو د ثبت او انسجام مدیر په توګه دنده ترسره کړه.
وروسته، د د جغرافیایی اطلاعاتو سیستم څانګه او پوهنځي جیوماتیک او کدستر اړتیاوو پر اساس، هغه د ۱۴۰۳/۰۳/۲۶ هـ.ش په ورځ د پوهنیار نوماند په حیث د پوهنځي په کادر کې شامل شو.
د څېړنې ساحې (Research Areas):
- د سپوږمکۍ انځورونو تحلیل او پروسس
- ریموټ سنسینګ (Remote Sensing)
- مکاني تحلیل او GIS کې موډلسازی
- د څو معیاره پریکړې میتودونه (MCDA)
- جغرافیایي احصائیه (Geospatial Statistics)
علمي آثار (Publications):
- تر دې دمه نشته
علمي مقالې (Journal Publications):
- تر دې دمه نشته
پروژې (Projects):
- تر دې دمه کومه پروژه نه ده ترسره شوې
مضامین (Courses):
لیسانس دورې مضامین (UG Courses):
- GE.GR.0419 Theory of Error 1
- GE.GR.0420 Theoretical Practical
- GE.EG.0419 Theory of Error 2
- GE.GR.0841 Diploma Project
- GIS
- Surveying 1
- Surveying 2
اړیکی (Contact):
- پوهنتون پولیتخنیک کابل، پوهنځي انجنیري جیوماتیک، د جغرافیایی اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ څانګه
- ایمیل: abulfazl.safdari@kpu.edu.af
- د اړیکی شمیره: +93772446450 / +93730076214
نوم او تخلص: خان بهادر خان
لنډه سوانح (بایوگرافی):
خان بهادر خان د محمد نادر زوی په کال ۱۳۷۷ هـ.ش کې د ننګرهار ولایت، د غنیخیل ولسوالۍ کې په یوه روښانه فکره کورنۍ کې زیږېدلی دی. هغه د لیسې د بریالیتوب سره په کال ۱۳۹۶ هـ.ش د لیسه عالی نادریه څخه فارغ شوی او وروسته د کانکور ازموینې له لارې په کال ۱۳۹۸ هـ.ش د کابل پولیتخنیک پوهنتون ته داخل شو.
خان بهادر خان د کال ۱۴۰۲ هـ.ش په جیودیزی انجنیري، د جیوماتیک او کدستر پوهنځي کې د لیسانس درجې سره فارغ شوی دی. وروسته، په کال ۱۴۰۳ هـ.ش د داخلي چارو وزارت، د عمومي تعمیراتو ریاست په تأسیساتو کې د اوو میاشتو لپاره د انجنیر ارشد سروی توپوګرافۍ په توګه دنده ترسره کړې ده.
هغه د کادري ازموینې د بریالیتوب وروسته، د ۱۴۴۵/۱۲/۰۸ هـ.ق په ورځ د د جغرافیایی اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ څانګه د پوهنیار نوماند په حیث شامل شو.
د څېړنې ساحې (Research Areas):
- د جیوانفورماتیک او مدیریت زمین تقاطع
- مکاني تحلیلونه
- د جغرافیایي اطلاعاتو موډلسازی
- د زمینداري لپاره معیاري دیتابیسونه
- د PostgreSQL او PostGIS په کارولو سره د مکاني دیتابیسونو ډیزاین او پراختیا
- د GIS او ریموټ سنسینګ ټکنالوژۍ په مرسته د زمین او ملکیت مدیریت سیسټمونه
- یوپارچه کول د توپوگرافیک، کدستر او ښار پلانینګ اطلاعاتو
- د مکاني تحلیلونو کارول د نهادي پریکړو ملاتړ لپاره
- د ډیجیټل کولو، شفافیت لوړولو او د ملکیت مدیریت په پروسو کې دقت زیاتول
علمي آثار (Publications):
- تر دې دمه نشته
علمي مقالې (Journal Publications):
- تر دې دمه نشته
پروژې (Projects):
- پروژه د تدریسي روغتونونو جوړول په هلمند او بدخشان ولایتونو کې
- په دې پروژو کې د هغه دنده د توپوگرافۍ انجنیر (Topographic Survey Engineer) په توګه وه، چې پکې دقیق توپوګرافیک سروی، د ساحوي اطلاعاتو سیسټماتیک راټولول، تخنیکي اطلاعاتو تحلیل، او د پروژې د ډیزاین او تطبیق لپاره معیاري نقشه جوړول شامل دي.
مضامین (Courses):
لیسانس دورې مضامین (UG Courses):
- GE.GR.0417 Computer Application 1
- GE.GR.0517 Computer Application 2
- GE.GR.0520 Electronic Tachometer
- GE.GR.0521 Geodesy 1
- GE.EG.0621 Geodesy 2
- GE.GR.0841 Diploma Project
اړیکی (Contact):
- پوهنتون پولیتخنیک کابل، پوهنځي انجنیري جیوماتیک، د جغرافیایی اطلاعاتو سیستم او ریموټ سنسینګ څانګه
- ایمیل: khanbahaderkhan@kpu.edu.af
- د اړیکی شمیره: +93770836810