د استادانو چارو آمریت
- د استادانو چارو آمریت پیژندنه:
-
- د استادانو د کیفیت لوړولو لپاره د کاري میکانیزم ترتیبول؛
- د وزارت د لوایحو او لارښوونو مطابق د تقرر پروسې شفاف ډاډمن کول؛
- د ماستري او دوکتورا بورسونو ته په معرفي کولو سره د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړول؛
- د موجوده منابعو په نظر کې نیولو سره د استادانو د تدریس امکاناتو پراختیا؛
- د لوړو تحصیلي درجو (ماستري او دوکتورا) لرونکو استادانو جذب او ملاتړ.
- د پوهنتون په کچه د استادانو د مقالو د شمیر د زیاتولو لپاره د څیړنو او علمي مجلي معاونیت سره په همغږي د کړنلاري جورول؛
- د استادانو لپاره د معلوماتو ډیټابېس جوړول؛
- د نویو استادانو د تقرر پروسې د پړاونو د تېرولو په برخه کې شفافیت؛
- د استادانو د علمي ترفیعاتو د پروسې د پړاونو تېرولو په برخه کې شفافیت؛
- د ماسټري او دکتورا په کچه د نویو استادانو جذب؛
- د استادانو چارو آمریت راتلونکې برنامي:
- د استادانو چارو آمریت لاسته راوړني:
- د علمي کادر غړو د علمي اسنادو ارزونه، تر څو وړ او مسلکي غړي جذب شي؛
- د انفکاک او ترفیعاتو کمیټي غړو ته د لا زیاتو اړینو معلومات برابرول، تر څو د موضوعاتو په اړه پوره خبر شي ؛
- د عدالت د تامین او روڼتیا په پار د استادانو د تقرر او انفکاک د پروسي څخه څارنه او کنټرول؛
- د قانوني کړنو څخه د ډاډ تر لاسه کولو په منظور د کمیټو د پریکړو تعقیبول او اړوندو مراجعو ته اطلاع ورکول؛
- داستادانو د علمي ترفیعاتو د اجرااتو او د علمي رتبي د تثبیت څارنه او اړونده برخو ته د کمیټي د پریکړو تکثیر؛
- د خپل واک لاندې کارکوونکو لپاره د مسلکي مهارتونو د لوړولو لپاره د ورکشاپونو، سیمینارونو او د کار د زده کړي شرایط برابرول؛
- نورې هغه دندې چې افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د مقررو او کړنلارو له مخې را سپارل کیږي:
-
د استادانو چارو د امریت په تشکیل کې دوه مدیریتونه داستادانو چارو د عمومي مدیریت او د ډبټابیس او معلوماتي بانک مدیریت او یو خدماتي کارکوونکی هم وجود لري
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو چارو آمریت عمده او اساسي دندې په لاندې ډول روښانه شوي دي.
- د استادانو چارو آمریت دندې:
-
د استادانو چارو آمریت د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي معاونیت د مهمو او اساسي امریتونو له جملي څخه ګڼل کیږي چې په ځانګړي ډول د استادانو د چارو د انسجام او علمي کادرونو د تحصیلي سویې او تخصص په برخه کې خپل فعالیتونه سرته رسوي.
د استادانو چارو د امریت په تشکیل کې د استادانو چارو د امریت سربیره؛ د استادانو چارو عمومي مدیریت او د استادانو د ډیټابیس او معلوماتي بانک مدیریت هم وجود لري چې د استادانو چارو د امریت سره د اسنادو د پړاونو په طی کولو حفظ، ساتني او د استادانو چارو پوري تړلي نورو چارو کې حمایت او مرسته کوي او پرته له دي هغه دندې چې د امریت لخوا د استادانو چارو په برخه کې وي هم سرته رسوي.
- د استادانو چارو آمریت تشکیلاتي چارټ