په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د محصلانو لپاره څلور ورځنی دیني ـ اصلاحي سمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

kpu_admin
سیمینار چهار روزه دینی ـ اصلاحی برای محصلان در پوهنتون پولی‌ تخنیک کابل موفقانه خاتمه یافت

څلور ورځني دیني ـ اصلاحي سمینار چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د محصلانو لپاره تنظیم شوی و، په بشپړ ډول په بریالیتوب سره پای ته ورسید.

د سمینار په جریان کې پر بیلابیلو موضوعاتو لکه د امام اعظم ابوحنیفه رحمه ‌الله د مذهب ترجیح، د امر باالمعروف او نهی عن المنکر اهمیت، د اسلامي نظام ارزښت او ډیموکراسي پېژندنې، د احزابو پیژندنه او نقصانات او ګڼ شمېر نورو موضوعاتو په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.

د یاد سمینار په وروستۍ ورځ کې شیخ عبدالحکیم قاسمي د امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌ الله د مذهب د اعتدال او منځلاریتوب په اړه روښانه او هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي څرګنده کړه چې د امام ابو حنیفه رحمه‌ الله مذهب د علمي دقت، د شرعي نصوصو د ژور درک، د شریعت د مقاصدو په پام کې نیولو او د امت د مصالحو پر بنسټ ولاړ دی. شیخ قاسمي د فقهاوو په منځ کې د امام اعظم رحمه‌ الله لوړ مقام او ارزښت ته هم اشاره وکړه.

د دې سمینار درسونه د څلورو ورځو په اوږدو کې د هېواد تکړه او جیدو علماو له خوا وړاندې شول او بېلابېل دیني موضوعات تشریح شول چې موخه یې د محصلانو د دیني سطحې لوړول، د اسلامي هویت پیاوړتیا، او د اصلاح‌ غوښتونکي روحيې رامنځته کول وو.

نوي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۲۳
Background image

په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د محصلانو لپاره څلور ورځنی دیني ـ اصلاحي سمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

څلور ورځني دیني ـ اصلاحي سمینار چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د محصلانو لپاره تنظیم شوی و، په بشپړ ډول په بریالیتوب سره پای ته ورسید.

د سمینار په جریان . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۰:۲
Background image

د دعوت او ارشاد آمریت د خپلو مسلسلو اصلاحي بیانونو په لړۍ کې نن پر حجاب هر اړخیز بیان وکړ

یاد اصلاحي درسونه چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له خوا اداري کارمندانو ته په مسلسل ډول دوام لري، نن د اسلامي مبارک دین له نظره د حجاب په موضوع مفصل بحث ترسره شو.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دوو نویو دوکتورا برنامو د ثبت نام خبرتیا.

کابل پولی تخنیک پوهنتون د ۱۴۰۴ تحصیلي کال لپاره په هغو دوو دوکتورا پروګرامونو کې چې تازه ایجاد شوي دي، محصلین جدب کوي. علاقمندان کولای شي د نوم‌ لیکنې فورم د لاندې ادرس څخه ترلاسه کړي h . . .

Back to announcements

User account menu