د معلوماتي ټکنالوژي آمریت
- پېژندنه
په کوم دور کې چې موږ او تاسو ژوند کوو، دا د فن، تخنیک او ټکنالوژي دور دی، نو ټکنالوژي په اداراتو کې د کارولو لپاره خورا ارزښتناکه او ضروري ده، چې ډیری سازمانونه او ادارې یې په بشپړ ډول په ارزښت پوهیږي، د معلوماتي ټکنالوژي کارول ورځني کارونه ګړندي کوي او مراجعین کولی شي په ډیره چټکۍ له خپلو کارونو څخه ګټه پورته کړي.
پوهنتونونه د ټکنالوژي په کارولو سره غوره، ګړندي، ډیر دقیق او د لوړ کیفیت خدمات وړاندې کوي. د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي آمریت تل هڅه کوي چې په پوهنتون کې د خدمتونو د وړاندې کولو د آسانتیا په برخه کې له عصري ټکنالوژي څخه اعظمي ګټه پورته کړي. دا آمریت په ۱۳۸۳ کال کې د معلوماتي ټکنالوژي د مرکز (ITCKPU) په نوم د علمي معاونیت په تشکیلاتي جوړښت کې رامنځته شو.
- اهداف
د اغیزمنو پروګرامونو طرح کول، د هارډویر، سافټویر او شبکې سرورونو فني او تخنیکی چارو کنټرول او نظارت، د پوهنتون په کچه د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د اړینو آسانتیاو او معلوماتي ټکنالوژیو تنظیم او چمتو کول.
- لید
د معلوماتي ټکنالوژي آمریت د پوهنتون د ملي اهدافو او ستراتیژیو په پیاوړتیا کې د مؤثرو او ګټورو تګلارو په نظر کې نیولو سره د پرمختګ او ابتکاراتو په برخه کې د خپل مشرتابه رول ته ژمن دی.
د معلوماتي ټکنالوژي آمریت اړوند مدیریتونه
- د شبکې او تخنیکي چارو عمومي مدیریت
دا مدیریت د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کولو، د انټرنېټي شبکې د پراختیا، د سرورونو د تنظیم، د تلیفوني شبکو د تنظیم او د هغوی د ستونزو د حل مسؤولیت په غاړه لري. د کابل پولی تخنیک پوهنتون د انټرنېټ ظرفیت ۱۷۰ مېګابېټ پر ثانیه (Mbps) دی، چې د پوهنتون ټولو منسوبینو او محصلینو ته خدمتونه وړاندې کوي او د همدې مدیریت له لارې تنظیم او اداره کېږي.
- د معلوماتي ټکنالوژي او ویډیو کنفرانسونو عمومي مدیریت
دا مدیریت د پوهنتون د ټولو ویډیو کنفرانسونو د تنظیم او ترسره کولو، د ویډیو کنفرانس خونو د ترتیب او سمبالښت، د هغو صنفونو او تالارونو تنظیم چې پکې ویډیو کنفرانسونه تر سره کېږي، د ویډیو کنفرانس د ټولو وسایلو ساتنه، د تعلیمي ورکشاپونو دایرول، د ټولو امنیتي کامرو معاینه او کنټرول، د غوښتونکو لپاره د ثبت شویو ویډیوګانو پلیبک او د دې آمریت د ټولو اداري چارو مخته وړلو مسؤلیت پر غاړه لري.
- د نرم افزار (سافټویر) او ویب سایټ د تدوین عمومي مدیریت
دا مدیریت د پوهنتون د ویب سایټ ساتنه، د اعلانونو او خبرونو نشر، د ویب سایټ بډاینه، د پوهنتون په ټولو دفترونو کې د سافټویرونو څارنه او انسټالېشن او د پوهنتون د منسوبینو او محصلینو د سافټویرونو اړوندو ستونزو د حل مسؤلیت پر غاړه لري.
- د سخت افزار (هارډویر) عمومي مدیریت
دا مدیریت د پوهنتون د ټولو اداراتو د هارډویر اړوندو ستونزو د حل مسؤولیت لري، چې پکې د کمپیوټرونو، پرنټرونو، کاپي ماشینونو، سویچونو، UPS ګانو، پروجکټورونو، LCD ګانو، NVR ګانو، DVR ګانو او سکنرونو ترمیم او تنظیم شامل دي.
د معلوماتي ټکنالوژي آمریت چوپړتیاوې
- د پوهنتون د استادانو، کارمندانو او محصلینو لپاره د انټرنیټي خدمتونو چمتو کول.
- په پوهنتون کې د امنیتي کمرو کنټرول، نظارت، نصب او چیک کول.
- د پوهنتون د استادانو، کارمندانو او محصلینو د ټکنالوژیکي وسایلو د سافټویر ستونزو حل کول.
- د پوهنتون په ټولو برخو کې د تخنیکي تجهیزاتو هارډویري ستونزو حل کول.
- د پوهنتون د استادانو او کارمندانو لپاره د رسمی بریښنالیکونو جوړول د (kpu.edu.af) ډومین له لارې څخه.
- د پوهنتون په ویب پاڼه کې د نشراتو آمریت اړوند خبرونو، اعلانونو، سیمینارونو، د استادانو ژوند لیکونو او نور ټولو اړینو موضوعاتو خپرول.
- د لیلیې بایومیټریک سیسټم کنټرول، او ستونزو حل کول.
- په لابراتوارونو او ټولګیو کې د محصلینو لپاره د ښوونیزو الکترونیکي خدمتونو وړاندې کول.
- د PBX او IMS سیسټمونو له لارې د پوهنتون منسوبینو ته داخلي او خارجي د اړیکو خدمتونه وړاندې کول.
د معلوماتي ټکنالوژي آمریت نوښتونه او لاسته راوړنې
1. د معلوماتي ټکنالوژي په مرکز کې د ویډیو کنفرانسونو د ترسره کولو په موخه د مجهزو ویډیو کنفرانس خونو جوړول.
2. د بهرنیو اړیکو د تنظم په موخه د IMS سیستم فعالولو لپاره د افغان ټیلي کام مخابراتي شرکت او کابل پولي تخنیک پوهنتون ترمنځ د تفاهم نامې قرارداد او لاسلیک.
3. د پوهنتون د کارکوونکو لپاره د ICDL روزنیزو پروګرامونو دایرول.
4 . د ټکنالوژیکي وسایلو د ساتنې او مراقبت طرزالعمل، د محصلینو لپاره د تعلیمي کلیپونو د جوړولو په موخه د سټوډیو د کارونې طرزالعمل، د امنیتي کامرو د معلوماتو د ساتنې میکانېزم، د انټرنېټ د کارونې طرزالعمل د غوره انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره، د پوهنتون د لیلیې د انټرنېټ کلپ د کارونې لارښود او د معلوماتي ټکنالوژي د مرکز د کمپیوټر لابراتوارونو د کارونې لارښود تهیه کول.
5. د محصلینو او منسوبینو لپاره د اړینو سافټویرونو او فایلونو د شریکولو په موخه د FTP سرور فعالول.
6. د غوره خدماتو د وړاندې کولو لپاره د معلوماتي ټکنالوژي آمریت بېلابېلې برخې په عصري ټکنالوژیکي وسایلو سمبالول.
7. د لیلیې د محصلینو لپاره د محصلینو د ستونزو حل او د انټرنېټي خدمتونو د ښه والي په موخه د انټرنېټ کلپ جوړول.
8. د پوهنتون د لیلیې د بایومټریک سیسټم شبکه معیاري کول.
9. د معلوماتي ټکنالوژي په مرکز کې د ټکنالوژیکي سیسټمونو د نوښت او انکشاف مرکز جوړول.
د معلوماتي ټکنالوژي آمریت راتلونکي پروګرامونه
د تخنیکي خدمتونو د ښه والي، د استفاده کوونکو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو او د معلوماتي ټکنالوژي د زیربناوو د پراختیا په موخه، د معلوماتي ټکنالوژي آمریت خپل راتلونکي پروګرامونه په لاندې ډول ترتیب او وړاندې کوي:
1- د کابل پولي تخنیک پوهنتون د منسوبینو او محصلینو لپاره د انټرنېټي او ټکنالوژیکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د معلوماتي ټکنالوژي د مرکز پراختیا.
2- د سیم لرونکو او بې سیمه کمپیوټري شبکو پراختیا او نوې کول.
3- د موجوده سرورونو ارتقاء او د معلوماتو د ذخیرې او مدیریت لپاره د یوه مرکزي جامع سرور رامنځته کول.
4- د معلوماتي ټکنالوژي آمریت لابراتوارونو او تجهیزاتو ته د دوامدارې برېښنا د برابرولو په موخه د سولري برېښنا سیسټم جوړول.
5- د یوه واحدې پالیسۍ (Standardization Policy) له مخې د کمپیوټرونو او سافټویرونو معیاري کول.
6- د نوې ټکنالوژي په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره د ورکشاپونو او سمینارونو ترسره کول.
7- د شبکې او تخنیکي چارو د مدیریت له لارې د انټرنېټ د کیفیت او چټکتیا ښه والی.