د مهندسی دیپارتمنت او د ودانیو د مهندسی د ماسټري پروګرام لنډه پېژندنه

د مهندسی دیپارتمنت د کابل پولیتخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي په چوکاټ کې په ۱۳۶۰ لمریز کال کې د تخنیکي او مسلکي کادرونو د روزنې او د هېواد د انجینرانو د کمښت د پوره کولو لپاره تاسیس شو. دا دیپارتمنت د لومړي ځل لپاره افغان ځوانانو ته دا زمینه برابره کړه چې په خپل هېواد کې د مهندسی برخه کي د ماسټري په کچه زدهکړې وکړي.

دغه دیپارتمنت، چې په حقیقت کې یې د افغانستان د انجنیري د زدهکړو بنسټ کېښود، هر کال شاوخوا ۳۰ تر ۵۰ تنه د لسانس محصلین او ۳۰ تنه د ماسټري محصلین جذبوي. اوس مهال اووه تنه استادان د تدریس چارې پر مخ وړي.

د دیپارتمنت درسي پلان د نړیوالو پوهنتونونو او انجنیري مؤسسو له درسي پلانونو سره سمون لري، خو د افغانستان ملي

ځانګړتیاوې او ټولنیزې اړتیاوې پکې هم په پام کې نیول شوي دي. موخه دا ده چې فارغان وکولی شي د انجنیري ستونزې په عملي ډول حل کړي او د ټولنې د پرمختګ او له بدلونونو سره ځان عیار کړي.

دغه راز، دیپارتمنت د خپلو استادانو د علمي څېړنو پروګرامونه داسې تنظیموي چې د افغانستان د معاصرو انجنیري او ښار جوړونې ستونزو په اړه علمي څېړنې ترسره شي او د هغو پایلې د تدریس او د هېواد د اقتصادي، اجتماعي او کلتوري پرمختګ لپاره ګټورې وي.

د دیپارتمنت ماموریت

زموږ رسالت دا دی چې د زدهکړو، څېړنو او ملي پروژو د رهبري له لارې د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره د لوړ کیفیت زدهکړیز خدمتونه وړاندې کړو او داسې فارغان وروزو چې د ټولنې مسلکي اړتیاوې پوره کړي.

د دیپارتمنت لیدلوری

زموږ لیدلوری دا دی چې د یو داسې تخصصي لوړو زدهکړو سیستم رامنځته کړو چې د افغانستان د اوسني پرمختګ اړتیاوې پوره کړي او د سیمې او نړۍ له پوهنتونونو سره سیالي وکړای شي.

 

د دیپارتمنت د استادانو) علمي کادرونو( لست

د شاملیدو کال 

علمي رتبه 

تحصیلي درجه

نوم او تخلص

شمیره

 1364

پوهنوال

ماستر

صالح محمد)یاری(

 1

 13۹۰

پوهندوی

داکتر

دوکتور احمد جواد نیازی

 2

 13۹1

پوهنمل

ماستر

فضل الرحمن اخلاص

 3

 13۹۸

پوهنمل

ماستر

حسیب الله خان

 4

 14۰2

پوهنیار

ماستر

محمد منیر مایار

 5

 14۰3

نامزد پوهنیار

ماستر

احمد زبیر صدیقی

 6

 14۰4

نامزد پوهنیار

ماستر

عبدالله خاورین

 7

 

 

 

د ماسټري پروګرام موخې او ماموریت

د ودانیو د مهندسي ماسټري پروګرام موخه دا ده چې د مهندسی په څانګه کې متخصص کسان وروزي چې د هېواد علمي او څېړنیزې اړتیاوې پوره کړي. دا پروګرام د صنعت او ټکنالوژۍ سره نږدې اړیکې لري او د ساختماني پروژو د طرحې، پلان جوړونې او تطبیق پر مهارتونو تمرکز کوي.

د پروګرام عمومي موخې

  • د پوهنتونونو د علمي کادرونو د کمښت حل
  • د استادانو د علمي ظرفیت لوړول
  • د تخنیکي بخشونو د ښوونکو روزنه
  • د دولتي او خصوصي ادارو د انجنیري ظرفیت لوړول
  • د علمي او مسلکي کلتور ترویج
  • د ځوان نسل د علمي او مسلکي روزنې هڅونه
  • د ټولنیز پرمختګ او ځان بساینې لپاره تخصصي روزنه
  • د پوهنتون د علمي او مالي خپلواکۍ پیاوړتیا

 

د فارغانو وړتیاوې

د ماسټري فارغان کولای شي په تدریس، څېړنه، او د انجنیري په اړوندو وزارتونو او ملي پروژو کې کار وکړي، او د هېواد د پرمختیایي پلانونو په جوړولو او تطبیق کې فعاله ونډه واخلي.

 

د پروګرام تمې او غوښتنې  

 

د افغانستان د اسلامي امارت د پرمختیایي موخو سره سم، فارغان به وکولی شي په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د علمي، پلان جوړونې او تطبیقي چارو مسؤلیتونه واخلي.

دا پروګرام داسې انجنیران روزي چې د رهبري، مدیریت، پالیسي جوړونې او تحلیل مهارتونه ولري. د تدریس لپاره به له مناظرې، قضیوي مطالعو، ډلهییزو تمرینونو او د ډیزاین له عملي ستونزو څخه ګټه اخیستل کېږي.

User account menu