هایدروجیولوژي او د جیولوژي انجنیري

د انجنیري جیولوجي او هایدروجیولوجي ماسټري برنامي لنډه پیژندنه

انجنیري جیولوجي او هایدروجیولوجي د انجنیرۍ  د مهمو برخو څخه یوه اساسي برخه ده په همدې اساس اړتیا ولیدل شوه چې د ځوان نسل د استعدادونو د ودې او پرمختګ لپاره یوه منظمه او هر اړخیزه برنامه جوړه شي ترڅو د ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ سبب وګرځي.  د علمي برنامو د پراختیا د یو شمېر ادارو ، مؤسساتو او په ځانګړي توګه د انجینري جیولوجي او هایدروجیولوجي څانګې د فارغانو په غوښتنه او د انجنیري جیولوجي او هایدروجیولوجي څانګې لخوا د نیازسنجي له مخې چې ترسره شوي وي وپتېیل شوه چې د ماسټري برنامي ایجاد په افغاني ټولنه کې یوه مهمه او اساسي اړتیا ده. ترڅو  د ځوانو استعدادونو د روزنې لپاره یو منظم او اساسي پروګرام جوړ او د ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

په همدې اساس د کابل پولي تخنیک پوهنتون د انجنیري جیولوجي او هایدروجیولوجي څانګې د انجنیري جیولوجي او هایدروجیولوجي ماسټري برنامي د ایجاد اقدام وکړ. دا برنامه د انجینري جیولوجي او هایدروجیولوجی په برخه کې د هیواد د دوامداره پراختیا او ټولنې د اساسي موخو د تحقق لپاره  متخصیصن روزي. له بله پلوه، د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پنځه کلن سټراټيژیک پلان له مخې،  د ماسټري برنامو ایجاد یو له مهمو او اساسي غوښتنو څخه دی او ځانګړی ارزښت ورکول شوی دی.

  د دوامداره اساسي زیربناوو د جوړولو لکه  د لویوسړکونو، پلونو، تونلونو، د برښنا د تولید لپاره د اوبو بندونو، هوایې میدانونو، د اوسپنیزو لیکو، ګازي پایپ لاینونو او طبیعي حوادثو  مدیریت د انجنیري جیولوجي د قیقو او ژورو مطالعو ته اړتیا لري. له بله پلوه په ښارونو کې د نفوسو زیاتوالی او ښاري تمرکز د ځمکې لاندې اوبو  زیرمو د کمښت او ککړتیا لامل شوې دي، د اوبو  محتاطانه کارونه، د فاضله اوبو تصفیه، د اوبو د زیرمو اکتشاف، ذخیره او  د اوبو ویش او نور اړوند موضوعات اوس د ټولنې د مهمو او ضروري اړتیاوو څخه ګرځیدلي چې دا وضعیت زده کړو او لا نورو څیړنو ته اړتیا لري.

د دې برنامي محصلان به د انجنیري جیولوجي د مسایلو او ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په برخه کې ځانګړي مهارتونه ترلاسه او په یادو برخو کې به د هېواد اساسي مشکلات حل کړي دا فارغان به نه یوازې دا چې د یو محقق او تحلیل کوونکي په رول کې وي بلکې  د انجنیري جیولوجي او هایدورجیولوجي په برخه کې به علمي او تحقیقي ژور فهم او درک ولري او وبه توانیږي چې د خپلو زده کړو څخه د انجنیري جیولوجي او هایدورجیولوجي په بیلا بیلو برخو کې ګټه واخلي. د دې برنامي فارغان به وکولای شي نه یوازې د خپلي برخې په مسلکي چارو کې کار وکړي بلکې له دې څخه ډیر لوړ او ستر علمي او څړنیز مسولیتونه هم سرته ورسوي د ماسټري د تخصصي دوري د پای ته رسیدو څخه وروسته دوی کولی شي په پوهنتونونو او نورو علمي او څړنېزو مرکزونو کې د علمي کادري غړو په توګه دندي سرته ورسوي.

 د انجنیري جیولوجي او هایدروجیولوجي د ماسټري پروګرام پالیسي او نصاب د لوړو زده کړو وزارت لخوا څخه منظور او تائيد شوی دی او د ماسټري دا پروګرام به د ۱۴۰۴ هـ. ش کال د مني په سمستر کې پیل شي چې د ماسټري په دې دوره کې به محصلان د انجنیري جیولوجي او هایدروجیولوجي په بیلابیلو برخو کې په زده کړه ایزو او څړنیزو فعالیتونو کې بوخت شي.

User account menu