د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو د مسلکي روزنې آمریت د محصل محوره تدریس تر عنوان لاندې ورکشاپ پیل کړ

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۲:۲۹
photo

ورکشاپ د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو د مسلکي ودې آمر ښاغلي پوهندوی محمد یونس وفا د یاد ورکشاپ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د دغه پوهنتون له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د ورکشاپ تر پایه له دغه آمریت سره همکاري وکړي.
همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال په ورکشاپ کې د استادانو حضور ته ښه راغلاست ووایه او د یاد آمریت له مسؤلینو څخه یې د ورکشاپ د دایرېدو له امله مننه وکړه.
ښاغلي اقبال د زده کړیالانو د عملي کار او زده کړې لپاره د محصل محوره طريقه سمه او ښه طريقه ياده کړه او استادان یې و هڅول تر څو په دې برخه لا ټینګار وکړي.
همدا راز د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د استادانو لپاره د ورکشاپ له جوړیدو مننه وکړه او له استادانو یې وغوښتل چې محصلینو ته په اسلامي او اخلاقي روحیه تدریس وکړي او خپل مسوولیتونه د ورورولي په فضا کې په اسلامي روحیه ترسره کړي ښاغلي حقانی د کابل پولي تخنیک پوهنتون استادانو د مسلکي روزنې له آمریت سره د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ به لس ورځې دوام وکړي، چې د استادانو د مسلکي روزنې آمریت له خوا به پر مخ وړل کیږي.

Photo
Photo

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلينو ته د ( اسلامي سبک او روانې آرامتیا ) تر عنوان لاندې دوه ورځنی سیمینار تر سره شو.

په دغه سیمینار کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون روان شناس او کلينيکي کارپوه ډاکتر محمد ذبیح قاضي‌ زاده د رواني روغتیا بنسټیز مفاهیم په علمي او هر اړخیز ډول تشریح کړل. نوموړي د نن ورځې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۷
Background image

د څیړنو او علمي مجلې مرستیال دوکتور وثیق الله عرب زاده علمي مقاله د Machines په نړېوال ژورنال کې خپره شوې.

دغه ژورنال چې د MDPI نړیوالو خپرونو تر چتر لاندې فعالیت کوي، په ماشین ‌آلاتو او انجنیري برخو کې د علمي اعتبار لوړ سرچینه ګڼل کیږي او د ۲۰۲۴ کال لپاره د 2.1 تأثیر فکتور (Impact Factor). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۴۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه.

اداري غونډه د مولوي محمد یاسین حقاني په مشرۍ، د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاونیت په دفتر کې د اداري څانګو د آمرینو په ګډون سره ترسره شوه.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتو. . .

BACK TO NEWS