په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلینو ته د نیت او اهمیت یې تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۹:۱۵
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلینو ته د نیت او اهمیت یې  تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

سیمینار د قران کریم  د څومبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو د خدمتونواو همغږۍ آمر سید عین الله هاشمي ټولو ته ښه راغلاست وویل  او د دې سیمینار اهداف او محتوا په اړه پراخه معلومات وړاندې کړل.

ورپسي د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد  پوهنوال محب الله میداني، خپل پرزینټیشن وړاندې کړ چې په هغې کې یې د نیت او اهمیت په اړه په  تفصیل خبري وکړي

نوموړي نیت نه یوازې په علمي بریاوو کې بلکه د ژوند په ټولو برخو کې مهم رول لري او تل باید  د پاک او صحیح نیت سره خپلو اهدافو ته رسیدل وشي

ښاغلي میداني په پای کې محصلینو  ته په خپل شخصي او تحصیلي ژوند کې د نیت اهمیت یادونه وکړه او وویل چې باید خپل اهداف د پاک او اخلاص نیت سره تعقیب کړو تر څو د  نیت ګټې ترلاسه کړو

د یادونې وړ ده  چې دا سیمینار د کابل پولي تخنیک پوهنتون  د محصلانو  چارو معاونیت او د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت په همکاری جوړ شوی وه

سیمینار د محصلانو د پوښتنو د  ځوابونو او د دعا په تلاوت سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu