په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د کیفیت تضمین د اعتبار ورکولو د سند د ساتلو څلور ورځنی سیمینار جوړ شو.

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۹:۴۳
په کابل پولي تخنیک  پوهنتون کې د کیفیت تضمین د اعتبار ورکولو د سند د ساتلو څلور ورځنی سیمینار جوړ شو.

سیمینار د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

دغه سیمینار چې د کیفیت تضمین د ښه والي او د چارو د ښه اجرا په موخه په لاره اچول شوی وو، پکې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال، علمي معاون حافظ انجنیرروح الله روحاني او د کيفيت تضمين کميټې غړو ګدون کړی و.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کیفیت تضمین آمر ښاغلي پوهنیار دیپلوم انجنیر ذبیح الله حیدري د اعتبار ورکولو د سند د ساتلو د څرنګوالي او د دغه سیمینار د اجنډا په اړه خبرې وکړې.

ورپسې محترم پوهنمل محمد امین امین د سیمینار ګډونوالو ته د کیفیت تضمین د معیارونو او شاخصونو په اړه هر اړخیز توضیحات ورکړل او په دې اړه ترتیب شوی سیمینار یې ګدونوالوته وړاندې کړ.

 

همدا راز د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال او د دغه پوهنتون علمي مرستیال حافظ انجنیر روح الله روحاني د اعتبار ورکولو د سند د ساتلو په اړه د خبرو پرمهال د کیفیت تضمین کمېټې او د پوهنمل محمد امین امین له کړنو څخه مننه او قدردانی وکړ.

 

سیمینارچهار روزه بحث درمورد بررسی امورتضمین کیفیت مطابق چهارچوب حفظ سند اعتباردهی درپوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارگردید.سیمینارچهار روزه بحث درمورد بررسی امورتضمین کیفیت مطابق چهارچوب حفظ سند اعتباردهی درپوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارگردید.سیمینارچهار روزه بحث درمورد بررسی امورتضمین کیفیت مطابق چهارچوب حفظ سند اعتباردهی درپوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارگردید.سیمینارچهار روزه بحث درمورد بررسی امورتضمین کیفیت مطابق چهارچوب حفظ سند اعتباردهی درپوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارگردید.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

۱۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق // د ۱۴۰۵ هـ.ش د ثور  ۹ مه

د اورلګېدنې د مخنیوي او د اور مهارولو په موخه جوړ سیمینار د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اطفائیې عمومي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu