ورزشی خبرتیا

kpu_admin
photo

۱۴۰۳ کال د فوټسال سیالیو د ترتیب شوي مهالویش له مخې د ورزشي استعدادونو د ودې او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د فوټسال منتخبې لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه، د ورزشی چارو آمریت په همغږۍ د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اتو پوهنځیو تر منځ د فوټسال ۱۳م پړاو سیالي په لاره اچوي.
نو په ډېر درنښت د پوهنځیو د فوټسال لوبډلو له ټولو استازو څخه هیله کیږي چې د ۱۴۰۳ کال د ثور میاشتې له ۳ نیټې څخه د ۱۴۰۳ کال د ثور تر ۱۰ نیټې، د سهار له ۸ بجو څخه د غرمې تر ۱۲ بجو پورې ورزشي امریت ته د ( ورزشکارانو د فورمو ) د ترلاسه کولو په موخه تشریف راوړي، تر څو په سیالیو کې د ګډون لپاره ثبت نام وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د ثور لسمه نېټه د فورمو د وېش وروستۍ ورځ ده او په هېڅ حالت کې به له ټاکلې نېټې وروسته فورمې نه وېشل کېږي.

نوي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۲۳
Background image

په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د محصلانو لپاره څلور ورځنی دیني ـ اصلاحي سمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

څلور ورځني دیني ـ اصلاحي سمینار چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د محصلانو لپاره تنظیم شوی و، په بشپړ ډول په بریالیتوب سره پای ته ورسید.

د سمینار په جریان . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۰:۲
Background image

د دعوت او ارشاد آمریت د خپلو مسلسلو اصلاحي بیانونو په لړۍ کې نن پر حجاب هر اړخیز بیان وکړ

یاد اصلاحي درسونه چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له خوا اداري کارمندانو ته په مسلسل ډول دوام لري، نن د اسلامي مبارک دین له نظره د حجاب په موضوع مفصل بحث ترسره شو.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دوو نویو دوکتورا برنامو د ثبت نام خبرتیا.

کابل پولی تخنیک پوهنتون د ۱۴۰۴ تحصیلي کال لپاره په هغو دوو دوکتورا پروګرامونو کې چې تازه ایجاد شوي دي، محصلین جدب کوي. علاقمندان کولای شي د نوم‌ لیکنې فورم د لاندې ادرس څخه ترلاسه کړي h . . .

Back to announcements

User account menu