د کیفیت د لوړاوې آمریت
- د کابل پولی تخنیک پوهنتون د کیفیت د لوړاوې آمریت پېژندنه
- د اړینو فعالیتونو له لارې هڅه کول چې پوهنتون د پنځو راتلونکو کلونو لپاره د اعتبار سند تر لاسه کړې.
- وروسته له دې چې پوهنتون ته د اعتبارسند تر لاسه شي، د دې سند د ساتنې لپاره ټول اړخیزې هڅې.
- د پوهنتون په کچه د کیفیت تضمین د ټولو معیارونو لپاره د یو منظم سیسټم او معلوماتي دیتابیس را منځته کول.
- د په مختلفو سطحو کې د عملي پلانونو او د هغوی د تطبیق راپورونو لپاره دقیقو او معیاري فارمتونو جوړول.
- د ارزونو د پروسې لپاره د یو منظم لارښود جوړول، څو د کیفیت تضمین معیارونه په علمي، څیړنیز، مالي او اداري برخو کې تطبیق شي.
- د کیفیت لوړولو آمریت او د هغې کمېټې ترمنځ، او د پوهنتون له ټولو اصلي کمېټو، علمي، تحقیقي، اداري اود محصلانو د معاونیتونو سره د همغږۍ او منظمو اړیکو یو سیستم رامنځته کول.
- د کیفیت لوړولو آمریت د راتلونکو برنامو لنډیز:
-
همغږېزې دندې:
- د اړوندو فعالیتونو د آسانتیا په موخه له ریاست اواړوند نورو برخو سره همغږې را منځته کول.
- د اعتبار ورکولو او د کیفیت تضمین سیسټمونو د مؤثر تطبیق لپاره له نورو برخو سره د اړیکو ټینګښت، ترڅو اړوند فعالیتونه همغږي او اسانه ترسره شي.
-
مدیریتې دندې:
- د پوهنتون د ستراتیژیک پلان او د پالیسیو سره سم د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره د ، ربعوار او کلني کاري پلانو ترتیبول او تنظیمول،
- د ورکشاپونو، سمینارونو او د کار پر مهال د روزنیزو پروګرامونو له لارې د اړوندو شعباتو او کارمندانو لپاره د مسلکي مهارتونو لېږدول.
- د اجرااتو ارزونه، د زده کړې اړتیاوو تشخیص او د اړوندو کارکوونکو اوشعباتو د ظرفیت لوړونې مدیریت.
- د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه، ربعوار، کلني او د اړتیا پر مهال راپورونه ریاست ته وړاندې کول.
- د نورو هغو دندو اجرا کول چې د اړوند آمر لخوا، د وزارت له پالیسۍ سره سم، ورته سپارل کېږي.
- د آمریت د کاري موخو د تطبیق لپاره، تر اثرلاندې کارکوونکو رهبري او مدیریت.
- د علمي معاون په مشرۍ د پوهنتون د کیفیت لوړونې د اصلي کمېټې دغونډو جوړول، پریکړې یې له اړوندو مراجعو سره شریکول.
- د پوهنځیو د درسي چارو او علمي پروګرامونو د څارنې او ارزونې په برخه کې د پوهنتون د کیفیت لوړونې له کمېټې سره همکاري.
- د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم، د تدریسي او علمي چارو د کیفیت د ښه والي لپاره د نویو او مؤثرو لارو چارو او میتودونه را منځته کول.
- د پوهنتون د ټولو پوهنځیو او څانګو د کیفیت لوړونې د مدرن کېدو لپاره د څارنې او ارزونې سیستم رامنځته کول، چې مدیریتي رول پکې واضح وي او اداره په همغږۍ او ګډه توګه عمل وکړي.
- د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو د معیارونو او برنامو د تطبیق لپاره اړین معلومات او لارښوونې د پوهنتون منسوبینو ته برابرول.
- په درسي او علمي موضوعاتو کې د رامنځته شوېو ستونزو ارزول، دعلمي مرستیال او د پوهنتون د رئیس په مشوره د مناسبې حل لارو لټول،.
- د پوهنتون له رئیس او علمي مرستیال سره د تدریس، څېړنې او نوو میتودونو د ترویج او د کیفیت د ښه والي په برخه کې همکاري.
- د تدریس د وضعیت او میتودونو د یقیني کولو لپاره د تدریس د بهیر ارزونه او مشاهده.
- د د معیارونو د سم تطبیق په موخه د معاونیتونو او پوهنځیو د تضمین کیفیت مسؤلینوته د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو اړوند سیمینارونه او ورکشاپونه ضمینه برابول.
-
- دکیفیت د لوړاوې آمریت د دندو لایحه:
- اجرائیه مدیریت: اجرائیه مدیریت چې د څلورم بست پر اساس تنظیم شوی، د لایحې د وظایفو مطابق د آمریت اداري چارې پر مخ وړي.
- خدماتي کارمند: خدماتي کارمند چې اتم بست دې، دنده یې د ادارې اسنادو اړوندو شعبو ته رسول او د آمریت د اداري دفترونو ساتنه او پالنه ده.
-
د کیفیت د لوړاوې آمریت د کابل پولی تخنیک پوهنتون کې په ۱۳۹۵ هـ.ش کال کې د "د کیفیت د تضمین آمریت" تر نامه لاندې د علمي معاونیت تر چتر لاندې را منځته شو څو د کیفیت د تضمین هغه یوولس ګونې معیارونه چې د افغانستان د لوړو زدهکړو محترم وزارت د کیفیت دتضمین ریاست له خوا ټولو پوهنتونونو ته وضع شوي، مدیریت کړي، وروسته بیا په ۱۴۰۲ هـ.ش کال کې د لوړو زدهکړو محترم وزارت د کیفیت تضمین ریاست د لازم ګڼلو له مخې، د دې آمریت نوم په رسمي توګه د "د کیفیت لوړاوې آمریت" ته تعدیل شو.
دې آمریت له خپل پیل سره سم هڅه کړې چې د پوهنتون په علمي، اداري، څېړنیزو او محصلینو ته د خدمتونو په برخو کې د کیفیت را منځته کولو ته کار وکړي، او تل یې کوښښ کړی چې خپلې چارې د دندو د اړندې لایحې له مخې منظمې، منطقي او د لومړیتوب پر بنسټ ترسره کړې. دا آمریت هر کال د یو منظم عملیاتي پلان له مخې خپلې چارې تطبیقوي او د تطبیق راپورونه یې له اړوندو مراجعو سره شریکوي.
د یادونې وړ دې چې د دې آمریت سره یو ځای د پوهنتون په کچه د کیفیت د لوړاوې کمیټه هم فعالیت کوې چې د ټولو معاونیتونواستاذې او همدارنګه د اته ګونو پوهنځیو څخه یو تن استاد د نوموړې کمېټې د غړو په توګه هرکال ټاکل کېږې همدارنګه علمې معاون د دې کمېټې د مسئول او د کیفیت د لوړاوې آمر د نوموړې کمېټې د غړې او منشې په توګه دنده پرمخ بیاېې.
- د کیفیت د لوړاوې آمریت تشکیل: