د کمپیوټر انجینري څانګه

د کمپیوتر انجینری څانګه په ۱۳۸۹ کال د کمپیوټر انجینری او انفورماټیک په چوکاټ کې جوړه او په فعالیت یی شروع وه کړه. نوموړې څانګه د ښه خد متونو په وړاندې کولو، فعالیتونو ، اوهمیشنیو  ګډو هلوځلو او همکارئ روحیی د درلودلو  له امله  په ملی کچه د پوهنځئ او د  کابل پولیتخنیک پوهنتون  د شهرت او نومیالتوب سبب وه ګرځیده. دکمپیوټر انجینری څانګه دنده لری تر څو د معیاری اولوړې کچې نصاب ، تجربه لرونکو کدرونو ، معیاری درسونو او علمی څیړنو په درلودلو سره  د ددی څانګې لپاره په کچه وتلی ځوانان  د عصری او زیرکو کمپیوترونو د جوړولو،  د کمپیوتری سیستمونو جوړښت ،  د برابر شوو سیستمونو په طرح او جوړښت ، د مخابراتی او موبایل شبکو طرح او مدیریت ،  په زیرک او روباتیک سیستمونو کې وه  روزی.  کمپیوټر انجینری د کمپیوټرونو د طرحې او جوړښت او په کمپیوټر ولاړو سیستمونو په هکله یوه څانګه ده چه د سخت او نرم ابزارونو او سخت ابزاری سیستمونو په منځ کې اړیکو کره کتنه له ځانه سره لری. ددې څانګې زده کوونکی د دیجیتلی سیستمونو د طرحې په باره ، ددوې په منځ کې اړیکې ، د هغو سیستمونو جوړښت چه په هغو کې له کمپیوټرونو  څخه ګټه اخیستل کیږی او د تعبیه او برابر شوو سیستمونو د نرم ابزارونو د طرحې په برخه کې لازم مهارتونه لاسته راوړلاې شی.

لرلید :

د کمپیوټر انجینری څانګه غواړی تر څو د خپلو  پراخو علمی هلو ځلو له لارې دا څانګه او د کابل پولیتخنیک پوهنتون د سیمی ایزو پوهنتونونو  د وړتیا یی نوملیک  په لومړی ګام کې څرګند او بیا وروسته د لوړ مقام د اخیستلو په لوري وه خوځوی. په طبیعی ډول دې لرلید ته  د لاس رسیدنې لپاره د   نوموړې څانګې د کادرونو او کار کوونکو زیات کار او همیشنئ علمی نه ستړی کیدونکې هلې ځلې اړینې او لازمي ښکاری. ددې ډول کو ښښ او هلو ځلو لپاره د دولت، فارغ شوو محصلانو، د صنعت د بازار دوستانو ، پوهنځیو او نورو پوهنتونونوهمکاری اړینه او ضروری ده.

د کمپیوټر انجینری څانګه غواړی چه د کمپیوټر انجینرئ په یوې توانمندې اوافغانستان کې د څیړنې په یوی لوړې سرچینې واړول شي. ددې معنی داده چه د کمپیوټر انجینري څخه فارغ شوي کسان به کامیاب ، د کمپیوټر انجینري څیړنې به نوښتګرې  او کمپیوټر انجینري به د انجینري د فکري مرکز په  توګه څرګنده شي. 

دنده:

دکمپیوټر انجینرئ څانګه دنده لري تر څو ځوانان د یوه ارزښت لرونکي ، مسلکي او ګټور ژوند لپاره د یو ویشتمې پیړئ انجینري څانګو په لومړئ کرښه کې چمتو او د علمي څیړنو او اکادمیک کوښښونو په سر ته رسولو، د کمپیوټر انجینرئ د ورځنئ پوهې په لاسته راوړلو کې د ښه والي زیرئ ورکړي.

د کمپیوټر انجینري څانګه  دنده لري تر څو خپل محصلین په چارو کې د کامیابئ ، کمپیوټر انجینرئ او څیړنو کې په دوام درلودونکي زده کړو، د پوهې د پیداکولو، د مهارتونو د پراخوالي او نوښت له لارې تیارکړي.

د کمپیوټر انجینري څانګه په پام کې لري ترڅوپه ټولنه کې د تخنیکي انجینري پوهې د اندازې او ښه والي په راوستلو، ساتلو اوکچې لوړولو کې د څیړنیزو خدمتونو د خورولو ،  انساني استعداد ته د قوت ورکولو، د پوهې د پیداکولو او خورولو له لارې ، په داسې حال کې چه په پوهه ، زیرمو او نوو ټیکنالوجیو ټینګار هم ور سره مل وي خپل قدمونه اوچت کړي.

په څرګند ډول:

● د محصلانو زده کړې دکمپیوټر انجینري په څانګه کې د ښو او اوچتو معیارونو د ځواب ورکولو او دهغوی تیارول دحرفوي کارونو اوپرمختللو زده کړو لپاره.

● د کمپیوټر انجینري په برخه کې د بنسټیزو اوعملي څیړنو له لارې د نوې پوهې رامنڅته کول اوخورول.

● په محلي ، ملي او منطقوي سطحه په کمپیوټر انجینرئ کې د خدمتونو وړاندې کول د تخصص او تجربې د سرچینې تر عنوان لاندې.

موخې :

● د لیسانس دورې  زده کړو ته قوت ، پراخوالئ او ښه څرنګوالئ ور کول.

● د ماسټري زده کړوشروع کول ، د کارګمارلو زیاتوالئ  او له څیړنو څخه ساتنه.

● په ټولنه کې نوښت راوړونکو څیړنو ته زور ورکول ، د څیړنیزو کوښښونو د کچې لوړوالئ او د څیړنیزو امکاناتو زیاتوالئ.

 ● محصل ته د زیاتې توجه د فضاء برابرول ،  د زده کړو د ټولنې یعنې محصلینو او استادانو لپاره د ښې انګیزې او چارې برابرول.

● د لیسانس په دوره کې په دوامداره ډول د درسي پروګرامونو اوکریکولم کره کتنه او ارزونه د دې هدف لپاره ترڅو خپل ځان په ټولنه او نړئ کې د ټیکنالوژي نړئ تغیرونو ته وه رسوي او له هغوې سره ځان برابر کړي.

● په دوام لرونکي ډول د چارې او رویی پراخوالئ او ښه والئ ، پوهنځئ او کارکوونکو ته چه د کمپیوټر انجینرئ اصلي پانګه جوړوي قوت او حمایت  برابرول.

ارزشونه :

● د کمپیوټر انجینري څانګه د انجینري مسلکونو او برخو د زده کړو له مخکښو څخه شمیرل کیږي.

● د کمپیوټر انجینري درسي برخه او کریکولم د خپل اوسني اوچتوالی او نوښتونو له وجې د ملک په سطحه او کچه پیژندل شوئ ده.

● علمی  څیړنې ،  اکادمیکې هلې ځلې او د استادانو – محصلینو ترمنځ نیکه روحیه ددې سبب شول تر څو د کمپیوټرانجینري څانګه د برابرشوو سیستمونو ، روبوتیکونو ، نمونه ای کمپیوټر ښودنو،  ګرافونو،  زیرک سیستمونو ، کمپیوټري  شبکو او مخابراتو په برخو کې لومړئ مقام  تر لاسه کړي.

● کمپیوټر انجینري څانګه د محصلینو لپاره د مختلفو شالیدونو په پام کې نیولو سره غوره زده کړې برابروي.

● د کمپیوټر انجینري څانګه کې له یوبل سره د مرستې احساس او سوچ درلودل ددې سبب ګرځي تر څو فارغ شوي کسان د کمپیوتر انجینري او معلوماتي ټیکنالوجئ  له مارکیټ سره ښې اړیکې وه ساتي او ژر په کار وه ګمارل شي.

● د کمپیوټر انجینري څانګه د ملک په سطحه په کار پوه پیژندل شوي کدرونه لري.

● د کمپیوټر انجینري څانګې علمي کدرونه، مسلکي کارکوونکي او محصلین د دندې رامنځته کولو روحیی در لودونکې دي.

● د کمپیوټر انجینري څانګه د خپلو محصلینو کامیابئ ،  همیشنئ زده کړو، څیړنو ، د پوهې او نوي شیانو د رامنځته کولو اوهمدارنګه له سره د پیداکولو او نوښتګر سوچ بنسټیز ګرځولو ته ارزښت ورکوي.

● د کمپیوټرانجینري څانګه لوړو اخلاقي او فکري معیارونو ته ارزښت ورکوي.

● د کمپیوټرانجینري څانګه د زده کړو ښه کیفیت ، هغوې ته پراخه لاس رسیدنه اود پوهنیز مهارت ډول ډول لاروچارو ته هم ارزښت ورکوي.

● د کمپیوټر انجینري څانګه په خپلې ونډې او مرستې سره د هیواد په اقتصاد کې هم ارزښت لري.

● د کمپیوټر انجینري څانګه د انساني حیثیت او کرامت په ساتلو سره د استادانو ، محصلینو او کار کوونکو د احترام او خوښئ لارموندنو ته هم ارزښت ورکوي.

 

د انجنیری کمپیوتر  دیپارتمنت علمی کادر ​:

پذیر احمد احمد د کمپیوتر انجینری دیپارتمنت آمر

پوهنیار غلام سخی شکوه، ماستری از ترکیه

پوهنیار ذبیح الله دانش ، ماستری از ترکیه (رئیس پوهنتون تخنیکی غزنی)

 پوهنیار عبد الکبیر ایماق، ماستری از بنگله دیش (فعلا محصل دوره دوکتورا در ترکیه)

 پوهنیار بسم الله حسینی، ماستری از آلمان

 پوهیالی سید محمد علی مرتظوی، مصروف پروگرام ماستری در آلمان

پوهنیار ولید سمع، ماستری از بنگلدیش

پوهنیار مصطفی، ماستری از آلمان

پوهنیار محمد ارشاد هاشمزی ماستری از هند

پوهنیار فیض محمد فقیری ماستری از هند