د کدسترځانګه:

د کدستر څانګه په 1393 ل کال کې د جيوماتيک او کدستر په پوهنځي کې د کدستر د کارپوهانو د روزنې لپاره رامنځته شوېده.

له هغه ځايه چې په دغه څانګه کې اړوند علمي کادرونه نشته، پداسې حال کې چې داسې انجنيرانو ته په ټولنه کې زياته اړتيا ده تر اوسه پورې فعاله شوې نده.

ددې څانګې کريکولم او درسي مفردات تر کار لاندې دي او دا څانګه  به ډیر ژر د پوهنتون د ستراتيرژيک پلان پربنسټ په کار پيل وکړي. ددې څانګې فارغان به کدستري خدمات او چوپړونه په ټول هيواد کې د ځمکې او ملکيتونو لپاره وړاندې کړي.