د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد کمېټې غونډه ترسره شوه

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۱:۲۶
photo

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
یاده غونډه چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري مرستیال مولوي محمد یاسین حقاني په مشرۍ جوړه شوې وه په کې ښاغلي حقاني د کمېټې د غړو حضور ته ښه راغلاست ووایه او د یادې کمېټې فعالیتونه او کارونه یې مهم او اړین وبلل.
همدا رنګه ښاغلي حقانی : د پوهنتون په چاپېریال کې د اسلامي اخلاقو مراعات، په دفترونو کې له مراجعینو سره ښه او مناسب چلند، د پوهنتون په چاپېریال کې د غیر اخلاقي فعالیتونو او فساد مخنیوي، د سالم چاپیریال ساتنه او پالنه ، د قومي، نژادي او سمتي تعصبونو مخنیوی، په کارونو کې د ګډې همکاري، د مدرسې او پوهنتون تر منځ د فاصلې کمولو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر او د کمیټې ریس ښاغلي مولوي عبدالخلیل درویش د دغه آمریت د فعالیتونو او کارونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د دعوت او ارشاد کمیټې د کاري طرزالعمل ترتیب او جوړول، د عملیاتي او تطبیقی پلان ترتیب کول او د دعوت او ارشاد کمېټې د تصويبونو او پریکړو د تدوين په اړه لازمې پریکړې وشوې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Photo
Photo

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون او د نیل عربی ژبی ښوونیز مرکز ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون او د نیل ښوونیز مرکز ترمنځ د علمي او ښوونیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د همکارۍ تفاهم‌ لیک د دواړو بنسټونو د مشرتابه په حضور کې لاسلیک شو.

دغه تفاهم ‌لیک د. . .

BACK TO NEWS

User account menu