د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د ماستري پروګرامونو اعلان.

kpu_admin
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د ماستري پروګرامونو اعلان.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجی او کانونو پوهنځۍ یو ځل بیا ټولو هغو علاقمندانو ته خبر ورکوي چې د دغه پوهنځي د ماستري پروګرامونو سره لیوالتیا لري، چې د ماستری پروګرامونو ( د کانونو اکتشاف او جیولوجی انجنیری، د پترولیم انجنیري، او د انجنیري جیولوجی او هایدروجیولوجی) لپاره نوم‌لیکنه د ۱۴۰۴ د ثور له ۱۰مې نېټې څخه تر د جوزا میاشتې تر پایه دوام لري.

نو له همدې امله، ټول هغه شرایط پوره کوونکي علاقمندان کولی شي چې د لیلیې د شپږم بلاک د درېیم پوړ ۳۳۳ نمبر اطاق ته ورشي او نوم‌لیکنه ترسره کړي.

ټول داوطلبان باید د نوم‌لیکنې فورم د سپارلو پر مهال لاندې اسناد له ځان سره ولري:

۱- د لوړو زده‌کړو وزارت له‌خوا تایید شوې اصل اسناد( دیپلوم او ترانسکریپت) او رنګه کاپي.

۲- د معتبرې انګلیسي ژبې سند (لږ تر لږه د یو کال اعتبار) اصلي او رنګه کاپي.

۳- د تابعیت تذکره (اصلي او رنګه کاپي).

۴- یوه قطعه ۳×۴ انځور.

یادونه: د نوم‌لیکنې فورم بیه (۵۰۰) افغانۍ ده.

نوي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۲۳
Background image

په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د محصلانو لپاره څلور ورځنی دیني ـ اصلاحي سمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

څلور ورځني دیني ـ اصلاحي سمینار چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د محصلانو لپاره تنظیم شوی و، په بشپړ ډول په بریالیتوب سره پای ته ورسید.

د سمینار په جریان . . .

Back to announcements

User account menu