د کابل پولي تخنیک پوهنتون درسې بهیر پیل شو.

kpu_admin
 د کابل پولي تخنیک پوهنتون درسې بهیر پیل شو.

دا چې د لوړو زده کړو وزارت د پلان له مخې په ټولو سړو سیمو کې د پوهنتونونو د بیا پیل کیدو خبر ورکړی و. نو په همدې اساس نن 7/12/1400 ش کال د شنبې په ورځ په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې په ډیر نورمال ډول د کابل پولي تخنیک پوهنتون له خوا د جوړ شوي درسې مهالویش سره سم پیل شو.

د یادونې وړ ده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د یاد پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب او د کابل پولي تخنیک عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال له محصلینو سره د لوړو زده کړو وزارت لوایحو د شریکولو او محصلینو ته د ښه راغلاست او تشویق په موخه له درسي صنفونو څخه لیدنه وکړه.

پاته دې نه وي چې، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري مقام له ټولو محصلینو څخه په ډیر درنښت هیله لري چې خپلو درسونو ته په خپل وخت حاضر شې، ترڅو درسې بهیر لا په منظم ډول په مخه لاړ شې.

نوي اعلانونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۳۷
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د ماستري پروګرامونو اعلان.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجی او کانونو پوهنځۍ یو ځل بیا ټولو هغو علاقمندانو ته خبر ورکوي چې د دغه پوهنځي د ماستري پروګرامونو سره لیوالتیا لري، چې د ماستری پروګرامونو ( د کانونو . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۲:۱۵
Background image

ورزشي خبرتیا!

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ورزش آمریت په پلان کې لري چې د پوهنتون د  ټولو پوهنځیو د لسو ټیمونو ترمنځ د فوټسال  ۱۴م  پړاو سیالۍ  ترسره کړي

له همدې امله، موږ په درناوي د پوهنتون د . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱
Background image

خبرتیا!

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمريت په پام کې لري، چې د (١٤٠٤ ه.ش) کال په جریان کې د رسمي درسونو تر څنګ(د نشه یی توکو د زیانونو )تر عنوان . . .

Back to announcements