د کابل پوليتخنیک پوهنتون قرارداد ورکونې د پرېکړې خبرتیا د 1400کال

kpu_admin
د کابل پوليتخنیک پوهنتون قرارداد ورکونې د پرېکړې خبرتیا د 1400کال

د تدارکاتو قانون د (۴۳مې) مادې له (۲مې)  فقرې سره سم ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د کابل پوليتخنیک پوهنتون په پام کې لري، د یاد پوهنتون د ۱۴۰۰لمريز مالي کال له پاره د محصلینو د لیليې، اداري او تدریسي څانګو د کوټو د تودولو له پاره د (۵۶۷۱۲) کیلو ګرامه اړتیا وړ مایع ګاز پروژې تړون د (MOHE/KPU/088/NCB)  داوطلبۍ شمېرې لرونکي، عبیدالله انصاری لمېټد سوداګريز شرکت سره چې د کابل د تايمني په درېيم سړک کې موقعيت او د (0101-15537) جواز نمبر لري په (3686280) درې میلیونه، شپږ سوه او شپږ اتیا زره، دوه سوه او اتیا افغانۍ مجموعي بیه وشو.

نو هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه له دلایلو سره یو ځای د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم د کابل پوليتخنیک پوهنتون ریاست ته چې د کابل په کارته مامورین درېیمه ناحیه کې موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد کولو په مانا نه ده، د پورتنۍ مودې تر بشپړېدو او  د تړون د قانوني پړاوونو تر بشپړولو پورې تړون نه لاسلیک کېږي.

نوي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۰:۲
Background image

د دعوت او ارشاد آمریت د خپلو مسلسلو اصلاحي بیانونو په لړۍ کې نن پر حجاب هر اړخیز بیان وکړ

یاد اصلاحي درسونه چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له خوا اداري کارمندانو ته په مسلسل ډول دوام لري، نن د اسلامي مبارک دین له نظره د حجاب په موضوع مفصل بحث ترسره شو.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دوو نویو دوکتورا برنامو د ثبت نام خبرتیا.

کابل پولی تخنیک پوهنتون د ۱۴۰۴ تحصیلي کال لپاره په هغو دوو دوکتورا پروګرامونو کې چې تازه ایجاد شوي دي، محصلین جدب کوي. علاقمندان کولای شي د نوم‌ لیکنې فورم د لاندې ادرس څخه ترلاسه کړي h . . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۳۷
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د ماستري پروګرامونو اعلان.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجی او کانونو پوهنځۍ یو ځل بیا ټولو هغو علاقمندانو ته خبر ورکوي چې د دغه پوهنځي د ماستري پروګرامونو سره لیوالتیا لري، چې د ماستری پروګرامونو ( د کانونو . . .

Back to announcements

User account menu