د څېړنو او علمي مجلې معاونیت پیژندنه
د کابل پولیتخنیک پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاوینت د لوړو زده کړو اړوند نهادونو کېی نوی جوړ شوی بست دی چې په کال ۱۴۰۲ هـ ش کې په رسمي ډول د فعالیت پیل کړی دی. د علمي څېړنو د ارزښت او د علمي کچې د لوړوالي اړتیا ته په کتو، د دې معاوینت د تاسیس اصلي موخه د محصلانو، علمي کادرونو او څېړونکو هڅونه او ملاتړ، او د پوهنتون د علمي کچې لوړول دي.ملي او نړیوالې علمي مجلې چې د دې معاوینت تر مدیریت لاندې راځي، د کابل پولیتخنیک پوهنتون د علمي کادرونو او څېړونکو ترمنځ او همدارنګه د پوهنتون د دننه او بهر څېړونکو ترمنځ د علمي څېړنو د پایلو د خپرولو د اړیکې د پُل په توګه طرحه شوي دي. دغه مجلې د لوړ کیفیت لرونکو علمي او څېړنیزو مقالو د خپرولو په موخه، د علمي ټولنې د غړو ترمنځ د پوهې او تجربو د تبادلې لپاره زمینه برابروي.دغه مجلې په انجنیري او ټکنالوژۍ پورې اړوندو بېلابېلو څانګو تمرکز لري، چې پکې د ودانیزو علومو انجنیري، جیولوجي او معادن، ترانسپورت، کمپیوټر ساینس، د کیمیاوي صنایعو انجنیري، انرژي او برېښنا، د اوبو رسونې او چاپېریال ساتنې انجنیري، جیوماتیک او نور اړوند علمي برخې شاملې دي. له همدې امله، زموږ علمي مجلې د کابل پولیتخنیک پوهنتون او د افغانستان په کچه د څېړنو د پایلو د خپرولو او د علمي معلوماتو د تبادلې لپاره یو مناسب پلتفورم ګڼل کېږي.د کابل پولیتخنیک پوهنتون اداره، په ځانګړې توګه د څېړنو او علمي مجلې معاوینت، د څېړنو او علمي مقالو د خپرولو په برخه کې د متخصصو او باتجربه کسانو پر ټیم باندې تکیه کوي او هڅه کوي چې د څېړنو بهیر لا ښه کړي او د علمي مجلو د منځپانګې کیفیت لوړ کړي.همدارنګه، دغه اداره هڅه کوي چې د پوهنتونونو او صنعت ترمنځ اړیکې رامنځته کړي څو د علمي څېړنو پایلې په بېلابېلو برخو کې د صنعت او ټولنې د پرمختګ لپاره وکارول شي.په دې باور چې علمي څېړنې د افغانستان د پرمختګ او انکشاف لپاره بنسټیز رول لري، د کابل پولیتخنیک پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاوینت ژمن دی چې د علمي څېړنو د اسانتیا او ملاتړ له لارې د نوې پوهې د ترلاسه کولو او د علمي پرمختګ لپاره لا ډېر فرصتونه برابر کړي.موږ هیله من یو چې د کابل پولیتخنیک پوهنتون اداره او د څېړنو او علمي مجلې معاوینت وکولای شي د پوهنتون د علمي او تحصیلي موخو د تحقق لپاره لازم امکانات او وړتیاوې رامنځته کړي.
د الله تعالی پر مرسته او ستاسو پر ملاتړ باور لرو، او ډاډه یو چې د خپلو علمي او څېړنیزو اوږدمهالو اهدافو په ترلاسه کولو کې به بریالي شو.