د څېړنو او علمي مجلې د معاونیت لاسته راوړنې
- د څېړنو او علمي مجلې د مرستیالۍ لپاره د انټرنېټ ویب سایټ جوړول.
- د عمومي کتابتون د مهندسی بیا ډیزاین د ساختمانی انجنیري د محترم پوهنځي په مرسته ، چې په نږدې راتلونکې کې به یې کار پیل شي.
- د کمپیوټر ساینس د پوهنځي په همکارۍ، ډیجیټل کتابتون جوړ شوی، چې وروسته له هاستینګ څخه به د محصلینو لپاره پرانستل شي.
- د پوهنتون د علمي کادر د غړو علمي آثار آنلاین راټول شوي او د آثار د ډولونو په فورمونو کې پرې کار روان دی.
- د لابراتوارونو آمریت فعالول او د کلاوډ پلان سیستم ترتیب او تنظیم کول.
- د کابل پولی تخنیک پوهنتون لابراتوارونه د هغو محصلینو لپاره چې په بهر کې د دوکتورا په زدهکړو بوخت دي، په لاسرسي کې ورکول شوي.
- د پوهنتون د عمومي کتابتون (۶۲۸۷۵) ټوکونه کتاب تنظیم او فهرست شوي دکال په اوږدوکې
- د کابل پولی تخنیک پوهنتون په کچه د لابراتوارونو کمېټه جوړول، د اړوندې څانګې د چارو د اغېزمن پرمختګ لپاره.
-
(۴، جلد ۵۱)، شماره (۲، جلد ۵۲)، شماره (۴، جلد ۵۲) چاپول؛ د علم او ټکنالوژۍ مجلې (۱، جلد ۵۲) شماره لپاره د مقالو چمتووالی.
د علمي څېړنو برخه کې:
- د علمي ـ څېړنیزو مقالو راټولول، توحید کول، او اړوندو بنسټونو ته د تکثیر کول.
- اته پوهنځیو ته مکتوبونه استول د علمي فعالیتونو، علمي څېړنیزو تیزسونو، او د مقالو د نړیوالو مجلوکې د خپرولوپه اړه.
- د دیپلومونو (منوګراف) ترتیب، د څېړنې میتودولوژي روزنه، او د مصنوعي ځیرکتیا اهمیت ښوول په اړه د علمي ورکشاپونو جوړول،
- د کابل پولی تخنیک پوهنتون د اته پوهنځیو د علمي کادر د غړو علمي ـ څېړنیزو مقالو ارزونه او کارشناسي کول، چې په اړونده پوهنځي کنفرانسونو کې وړاندې کېږي، د محتوا، ګرامر او بڼې له نظره.
- د علمي څېړنو اهداف او موخې له اړوندو وزارتونو او بنسټونو سره شریکول.
- د علمي فعالیتونو او په ملي او نړیوالو مجلو کې خپرو شویو علمي آثار په اړه مکتوبونه استول، راټولول، او توحید کول.
- د علمي ـ څېړنیزو رسالو د څېړنې او ارزونې وروسته د کمېټې له لارې د تایید لپاره وړاندې کول او بیا د لوړو زده کړو محترم وزرات د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست ته د اړینو پروسو لپاره استول.
- د علمي ـ میتودیکي کنفرانسونو په جوړولو کې همکاري، چې د دې پوهنتون اړوند پوهنځیو لخوا جوړېږي.
- د هیئت تحریر کمېټه، د نشراتو کمېټه، او د اعتصام مجله تحریر کمېټه دوه ځله جوړول.
- د اعتصام مجله او د ټکنالوژۍ مجلې لپاره د مقالو تشریح جدول ترتیبول.
- د (۲، جلد ۵۱)، شماره (۴، جلد ۵۱)، شماره (۱، جلد ۵۲) شمیرو مجلو ویش.
- د لاندې شمیرو مجلو توحید او نهادینه کول
-
د ګومارنې په برخه کې:
- دلابراتوارونو آمریت کې، د لابراتوارونو تکنیشنان، د اجرائیه مدیریت ، د خدماتو کارکوونکي، د نشریې مدیریت، د ژورنالونو متخصصین، او د GIZ لابراتوارونو لپاره یو تکنیشن جیولوجی انجنیری او هایدروجیولوجی دیپارتمنت او انجنیری جیولوجی و اکتشاف معادن دیپارتمنت په برخه کې چې د څېړنو او علمی مجلي تشکیلاتو کې شامل دي، د مالی و اداری معاونیت په همکارۍ، د آزادې سیالۍ له لارې، د مسلک، ژمنتیا او د شایستهسالارۍ پر اصولو نوي کسان ګومارل شوي دي.
-
په علمي برخه کې:
- دوه علمي مقالې په کال ۲۰۲۴ میلادي کې په ایټالیا هېواد کې د ICEM کنفرانس کې وړاندې شوې او په IEEE Xplore کې خپرې شوې دي.
- بله علمي مقاله په کال ۲۰۲۴ میلادي کې په امریکا کې د ICEM کنفرانس کې وړاندې شوې او په IEEE Xplore کې خپره شوې ده.
- بله مقاله په انګلستان کې په ژورنال IET Electric Power Application کې خپره شوې ده، چې درجه یې Q2 ده.
- یوه مقاله د SAUPEC تر عنوان لاندې په کال ۲۰۲۴ میلادي کې په افریقا هېواد کې خپره شوې ده.
- بله علمي مقاله د World Journal OF Engineering تر عنوان لاندې په کال ۲۰۲۵ میلادي کې په انګلستان کې د کنفرانس په چوکاټ کې خپره شوې ده.