د څېړنو او علمي مجلې د مرستیال د دندو لایحه

بنسټيزې دندې:

  1. د پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د بورډ مشري کول او د بورډ غړو ته د اغېزمنو څېړنو د ترسره کولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرول.
  2. د څېړنیزو موضوعاتو په تړاو د کورنیو او بهرنيو اړوندو څېړنیزو بنسټونو سره د اړیکو ټينګول او د هغوی همکاري جلبول.
  3. د پوهنتون/مؤسسې د موجودو څانګو لپاره د علمي مجلو په چوکاټ کې نړیوال ژورنال جوړول او اداره کول.
  4. . د ملي او نړیوالو کچو علمي ـ څېړنیزو کنفرانسونو تدویر او د هغوی څارنه.
  5. د څېړنې کوونکو استادانو ته لازمې مشورې ورکول او د څېړنو د ترسره کولو او د تدریس د کیفیت د لوړولو لپاره د مناسب شرایطو برابرول.
  6. . د څېړنیزې کمیسون ، نشریاتي کمیسیون او د ژورنال کلب میاشتنیو کنفرانسونو پروګرامونو کنټرول او څارنه، تر څو نوې موندنې او معلومات وړاندې شي.
  7. د پوهنتون د څېړنیزو پروګرامونو له حقوقي او مسلکي اړخه کنټرول او څارنه، د موجودو رهنمودونو په پام کې نیولو سره.
    د پوهنتون د علمي شورا د قوانینو، مقرراتو، لوایحو او مصوبو د تطبیق څارنه، د علمي څېړنو اړوند موخو د ترلاسه کولو په موخه.

اداري دندې:

  1. د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان جوړول او ترتیبول د ادارې د عمومي پلان سره په مطابقت کې، د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره.
  2. د کاري اجرااتو حساب ورکول او د اړوند وزارت شفافیت تامینول، د هېواد نافذه قوانینو سره سم.
  3. د مسلکي مهارتونه انتقال د ورکشاپونو، سیمینارونوله لاری  او د کار د جریان روزنه کارکوونکو ته.
  4. د کلني کاري پلان په اساس د بودیجوي اړتیاوو معلومول او وړاندیز کول.
  5. د متأثره څانګو رهبري، مدیریت، د اجرااتو ارزونه، د روزنیزو اړتیاوو ټاکل او د کارکوونکو ظرفیت لوړول.
  6. د اړتیا په اساس میاشتني، ربعوار او کلني دلاسته راوړنو راپورونو وړاندې کول د ادارې د رهبرۍ د خبرتیا لپاره.
  7. نورې دندې ترسره کول چې د وزارت د پالیسۍ سره سم له اړوندو مقاماتو سپارل کېږي.

د همغږۍ دندې:

  1. د سپارل شویو چارو په ترسره کولو کې د ټولو اړوندو ادارو او څانګو سره همغږي کول.

User account menu