د مهندسی دیپارتمنت او د ودانیو د مهندسی د ماسټري پروګرام لنډه پېژندنه
د مهندسی دیپارتمنت د کابل پولیتخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي په چوکاټ کې په ۱۳۶۰ لمریز کال کې د تخنیکي او مسلکي کادرونو د روزنې او د هېواد د انجینرانو د کمښت د پوره کولو لپاره تاسیس شو. دا دیپارتمنت د لومړي ځل لپاره افغان ځوانانو ته دا زمینه برابره کړه چې په خپل هېواد کې د مهندسی برخه کي د ماسټري په کچه زدهکړې وکړي.
دغه دیپارتمنت، چې په حقیقت کې یې د افغانستان د انجنیري د زدهکړو بنسټ کېښود، هر کال شاوخوا ۳۰ تر ۵۰ تنه د لسانس محصلین او ۳۰ تنه د ماسټري محصلین جذبوي. اوس مهال اووه تنه استادان د تدریس چارې پر مخ وړي.
د دیپارتمنت درسي پلان د نړیوالو پوهنتونونو او انجنیري مؤسسو له درسي پلانونو سره سمون لري، خو د افغانستان ملي
ځانګړتیاوې او ټولنیزې اړتیاوې پکې هم په پام کې نیول شوي دي. موخه دا ده چې فارغان وکولی شي د انجنیري ستونزې په عملي ډول حل کړي او د ټولنې د پرمختګ او له بدلونونو سره ځان عیار کړي.
دغه راز، دیپارتمنت د خپلو استادانو د علمي څېړنو پروګرامونه داسې تنظیموي چې د افغانستان د معاصرو انجنیري او ښار جوړونې ستونزو په اړه علمي څېړنې ترسره شي او د هغو پایلې د تدریس او د هېواد د اقتصادي، اجتماعي او کلتوري پرمختګ لپاره ګټورې وي.
د دیپارتمنت ماموریت
زموږ رسالت دا دی چې د زدهکړو، څېړنو او ملي پروژو د رهبري له لارې د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره د لوړ کیفیت زدهکړیز خدمتونه وړاندې کړو او داسې فارغان وروزو چې د ټولنې مسلکي اړتیاوې پوره کړي.
د دیپارتمنت لیدلوری
زموږ لیدلوری دا دی چې د یو داسې تخصصي لوړو زدهکړو سیستم رامنځته کړو چې د افغانستان د اوسني پرمختګ اړتیاوې پوره کړي او د سیمې او نړۍ له پوهنتونونو سره سیالي وکړای شي.
د دیپارتمنت د استادانو) علمي کادرونو( لست
|
د شاملیدو کال |
علمي رتبه |
تحصیلي درجه |
نوم او تخلص |
شمیره |
|
1364 |
پوهنوال |
ماستر |
صالح محمد)یاری( |
1 |
|
13۹۰ |
پوهندوی |
داکتر |
دوکتور احمد جواد نیازی |
2 |
|
13۹1 |
پوهنمل |
ماستر |
فضل الرحمن اخلاص |
3 |
|
13۹۸ |
پوهنمل |
ماستر |
حسیب الله خان |
4 |
|
14۰2 |
پوهنیار |
ماستر |
محمد منیر مایار |
5 |
|
14۰3 |
نامزد پوهنیار |
ماستر |
احمد زبیر صدیقی |
6 |
|
14۰4 |
نامزد پوهنیار |
ماستر |
عبدالله خاورین |
7 |
د ماسټري پروګرام موخې او ماموریت
د ودانیو د مهندسي ماسټري پروګرام موخه دا ده چې د مهندسی په څانګه کې متخصص کسان وروزي چې د هېواد علمي او څېړنیزې اړتیاوې پوره کړي. دا پروګرام د صنعت او ټکنالوژۍ سره نږدې اړیکې لري او د ساختماني پروژو د طرحې، پلان جوړونې او تطبیق پر مهارتونو تمرکز کوي.
د پروګرام عمومي موخې
- د پوهنتونونو د علمي کادرونو د کمښت حل
- د استادانو د علمي ظرفیت لوړول
- د تخنیکي بخشونو د ښوونکو روزنه
- د دولتي او خصوصي ادارو د انجنیري ظرفیت لوړول
- د علمي او مسلکي کلتور ترویج
- د ځوان نسل د علمي او مسلکي روزنې هڅونه
- د ټولنیز پرمختګ او ځان بساینې لپاره تخصصي روزنه
- د پوهنتون د علمي او مالي خپلواکۍ پیاوړتیا
د فارغانو وړتیاوې
د ماسټري فارغان کولای شي په تدریس، څېړنه، او د انجنیري په اړوندو وزارتونو او ملي پروژو کې کار وکړي، او د هېواد د پرمختیایي پلانونو په جوړولو او تطبیق کې فعاله ونډه واخلي.
د پروګرام تمې او غوښتنې
د افغانستان د اسلامي امارت د پرمختیایي موخو سره سم، فارغان به وکولی شي په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د علمي، پلان جوړونې او تطبیقي چارو مسؤلیتونه واخلي.
دا پروګرام داسې انجنیران روزي چې د رهبري، مدیریت، پالیسي جوړونې او تحلیل مهارتونه ولري. د تدریس لپاره به له مناظرې، قضیوي مطالعو، ډلهییزو تمرینونو او د ډیزاین له عملي ستونزو څخه ګټه اخیستل کېږي.