د معلوماتي سیسټمونو څانګه

دغه دیپارتمنت په کال ۱۳۸۷ه ش کی رامنځته شو او کمپیوتری علوم يو پراخه بخش د توری موضوعاتو او د هغه استعمال په کمپیوتری ژبو کی ، کمپیوتری شبکو کی ، سافټویری طرحو کی ، روباتیک کی ، د سیستمونو اداره، د معلوماتو ساتنه او داسی نورو تر بحث لاندی نیسی کولای شو ددی ریشتی تخصصی کارونه په څلورو لاندی برخو وویشو.

۱: د سافټویرونو کارول او طرح کول:

ددی ریشتی متخصصین د پروګرام د لیکلو مربوط کارونه  ، مختلف مسایل او تخصصی سیستمونه انجاموی او د نویو لارو چارو څخه د عملیی دترسره کولو لپاره کار اخلی او همدارنګه د پروګرام د لیکلو ټیمونه د سافټویر د تولید لپاره رهنمایی کوی.

۲: د کمپیوتری شبکو طرح او پیاده کول:

ددی ریشتی متخصصین د علمی سرچینو او مسلکی مهارتونو په درلودلو سره ددی توانایی لری چی د لویو او کوچینیو کمپیوتری شبکو طرح او پیاده کول، اداره او مدیریت، د شبکو تآمین او حفاظت او د بیسیم سیستمونو وړاندیز وکړی.

۳: د نویو رویشونو انکشاف او وړاندیز او د کمپیوتر په برخه کی د هغی استعمال:

بیوانفورماتیک   (Bioinformatics)  یعنی په ژنتیک مهندسی کی د کمپیوتر څخه استفاده کول، او Data Mining چی د اطلاعاتو یا پروګرامونو د حجم د کموالی پخاطر په کار وړل کیږی او د هغه علوم چی د روباتیک د پوهاوی او کنترول لپاره پکار وړل کیږی.

۴: د کمپیوتری مشکلاتو د حل لپاره د نویو لاروچارو وړاندیز او انکشاف:

بهینه سازی ذخیره، په دیټابیسونو کی د اطلاعاتو بیاموندنه ، په شبکو کی د اطلاعاتو بهتر او تیزتر انتقال او د انځورونو تحلیل کول.

اصلی موضوعات پدی رشته کی عبارت دی له:

Programming Fundamentals (PF)

Programming Languages (PL)

Software Engineering (SE)

Computer Networks (CN)

Wireless Networks(WN)

Information Security(IS)

System Administration(SA)

Algorithms and Complexity (AL)

Operating Systems (OS)

Net-Centric Computing (NC)

Discrete Structures (DS)

Information Management (IM)

Human-Computer Interaction (HC)

Intelligent Systems (IS)

Social and Professional Issues (SP)

Computational Science (CN)

Architecture and Organization (AR)

Graphics and Visual Computing (GV)