د مالي او اداري معاونیت پېژندنه
د پوهنتون مالي او اداري معاونیت ژمن دی، چې د پوهنتون د ستراتېژیک پلان، مالي، حسابي او تدارکاتي چارو د تطبیق بهیر د اداري، خدماتي، ساختماني، بشري سرچینو او تأسیساتي قراردادونو پر بنسټ په دوامدار ډول تر نظارت لاندې ونیسي او د ترلاسه شوو احصایو، ارقامو او راپورونو له مخې د بودجې اټکل او ترتیب ترسره کړي. دغه معاونیت د بودجوي پلانونو د تطبیق هر اړخیزه ارزونه کوي او څېړي چې ترسره شوې کړنې له طرحه شوو پلانونو سره سمې دي او که نه. همدارنګه د نهاد قوي او کمزوري ټکي د مالي وضعیت، د بشري سرچینو د فعالیت، د ورځنیو عملیاتو د مدیریت او نورو اړوندو فعالیتونو له پلوه د دندو د لایحې پر بنسټ ارزوي او پایلې یې په راتلونکو پلانونو کې په پام کې نیسي.
د مالي او اداري معاونیت مکلف دی، چې د اداري چارو منظم سیستم رامنځته او په دقیق ډول یې د لوړو زده کړو وزارت، پوهنتون او نورو ذیربطو ارګانونو د نافذه قوانینو، مقرراتو، لوایحو او طرزالعملونو او همدارنګه د لوړو مقاماتو د لارښوونو پر بنسټ تطبیق کړي، تر څو د متخصصو او مسلکي بشري سرچینو د روزنې له لارې د ټولنیز ـ اقتصادي پرمختګ، د عوایدو د زیاتوالي، د سازماني مدیریت د ودې، ظرفیت لوړونې او د باکیفیته خدماتو د وړاندې کولو لپاره لازمې زمینې برابرې شي.
د کابل پولیتخنیک پوهنتون مالي او اداري معاونیت د دې نهاد د مالي او اداري چارو د نظارت ترڅنګ، د نورو معاونیتونو او پوهنځیو د فعالیتونو د پرمخ بېولو لپاره د اړینو امکاناتو، تجهیزاتو او وسایلو د برابرولو مسؤلیت هم پر غاړه لري، څو د فزیکي وړتیاوو او بشري سرچینو د اغېزمنې استفادې له لارې د تحصیلي خدماتو کیفیت د ټاکل شوو معیارونو او سټنډرډونو سره سم ټولنې ته وړاندې شي.
دغه معاونیت د لوړو زده کړو وزارت او د کابل پولیتخنیک پوهنتون د قوانینو، مقرراتو او لوایحو پر بنسټ د مسلکي، متخصصو او تحصیلکرده اشخاصو د ګمارنې په برخه کې هڅې کړې دي، تر څو په مالي او اداري چارو کې ښه والی رامنځته شي او د اړوندو ادارو د فعالیتونو په بهیر کې شفافیت او اغېزمنتیا د علمي او اکادمیکو معیارونو له مخې تأمین شي، او د باتجربه کارکوونکو د عملي مهارتونو د استفادې زمینه برابره شي.
د پوهنتون مالي او اداري معاونیت د تأسیس له پیل څخه تر اوسه د محترم مقام ریاست او نورو معاونیتونو ترڅنګ د علمي کچې د لوړولو په برخه کې له هېڅ ډول صادقانه هڅو څخه ډډه نه ده کړې او تل یې هڅه کړې، چې په لنډ ممکن وخت کې د اداري او تدریسي څانګو لپاره د اړتیا وړ اجناس او توکي برابر او تدارک کړي، تر څو د منظور شوې بودجې په چوکاټ کې ټول لازم امکانات د دې وطن د اولادونو د علمي کچې د لوړولو لپاره چمتو شي.
د مالي او اداري معاونیت لیدلوری
د مالي او اداري معاونیت هوډ لري، چې د پوهنتون د ستراتېژیک پلان سره سم د خپلو ټولو برخو پلانونه د مالي خپلواکۍ، د عوایدو د راټولولو، د وسایلو او تجهیزاتو د برابرولو، د وړ او واجد شرایطو اشخاصو د ګمارنې، د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د خدماتو د وړاندې کولو په موخه تنظیم او تطبیق کړي، تر څو د کابل پولیتخنیک پوهنتون د یوه اکادمیک بنسټ په توګه د دې پوهنتون د علمي او اکادمیکې کچې د لوړولو لپاره لازم مالي او اداري امکانات برابر شي.