د لابراتوارونو آمریت
پیژندنه
د لابراتواري امکاناتو ته لاسرسی په هر ښوونیز او څېړنیز نهاد کې یو له بنسټیزو اصولو څخه شمیرل کیږي؛ ځکه چې د تجهیزاتو، وسایلو او اړتیا وړ سرچینو څخه د تجربو، عملي فعالیتونو، ساینسي څېړنو او نورو تخنیکي چارو ترسره کولو لپاره کار اخیستلو امکان برابروي. لابراتوارونو ته د لاسرسي کچه کیدای شي د زده کوونکو، استادانو یا څېړنیزو ډلو لپاره توپیر ولري او معمولا د مهارت کچې، ساینسي اړتیاو، د ایمنی پالیسیو او د پوهنتون داخلي مقرراتو پر بنسټ تنظیم کیږي. لابراتوارونو ته د لاسرسي مناسب مدیریت، د ښوونې او څېړنې د کیفیت لوړولو سربیره، د ایمنی ساتنه، د تجهیزاتو اغیزمن کارول او په ساینسي فعالیتونو کې د نظم لوړول سبب ګرځی.
کابل پولی تخنیک پوهنتون د هېواد د معتبرو ساینسي نهادونو څخه ده کوم چې، د ټولنې اړتیاوو سره سم د متخصصو او متعهد کادرونو په روزنه کې مهم رول لوبوي. دا پوهنتون د خپلو تجربو لرونکو اکاډمیکو کادرونو تر څنګ، مختلف اداري او تخنیکي واحدونه لري چې هر یو یې د ځانګړي ماموریت پر بنسټ فعالیت کوي.
په دې واحدونو کې، لابراتوارونه او د لابراتوارونو آمریت ځانګړی ځای لري. لابراتوارونه د ښوونې او څېړنې د عملي برخې په توګه، په تخنیکي مفاهیمو پوهیدو، تیوریو ازموینه او د زده کوونکو عملي مهارتونو لوړولو کې بنسټیز رول لوبوي او د نوښت او پوهې تطبیق لپاره زمینه برابروي.
د لابراتوارونو آمریت د ټولو لابراتواري فعالیتونو مدیریت، همغږي او څارنې مسؤولیت لري؛ چې په کې د تجهیزاتو او موادو مدیریت، د ایمنی اصولو رعایت، معیاري طرزالعملونو جوړول او د تجربو د کیفیت تضمینول شامل دي. دا آمریت د لابراتوارونو معیاري کولو، مناسبو ښوونیزو او څېړنیزو شرایطو برابروولو، او د مدیریتي سیستمونو ښه والي لپاره هڅې کوي.
دا برخه د ډیپارتمنتونو او پوهنځیو نږدې مرستۍ سره، د کابل پولی تخنیک پوهنتون د ساینسي کیفیت لوړولو او د لابراتواري فعالیتونو د ملي او نړیوالو معیارونو په تطبیق کې مهم رول لوبوي.
د لابراتوارونو آمریت په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د څېړنیز معاونیت او ساینسي مجلې تر اغېز لاندې خپل فعالیت پیل کړ. له هماغه وخت څخه دا آمریت وتوانېد چې د پام وړ لاسته راوړنې ترلاسه کړي؛ لکه د لابراتوارونو لپاره د اړینو تجهیزاتو د پېرود زمینه برابرول، په لابراتوارونو کې د غیر مسلکي کسانو پر ځای د مسلکي افرادو ټاکنه، د لابرانتانو او ټکنیشنکار لپاره د زدهکړیزو روزنیزو پروګرامونو ترسره کول او د لابراتواري تجهیزاتو فعالول.
د لابراتوارونو آمریت په دوو واحدونو ـ اداري او تخنیکي ـ کې فعالیت کوي، چې په کې د لابراتوارونو تخنیکي کارکوونکي او د GIZ تخنیکي کارکوونکي شامل دي.
ليدلور (Vision)
د يو عصري، علمي او معیاري لابراتوار چاپېريال رامنځته کول چې د پوهنتون په کچه د زدهکړې، څېړنو او تخنيکي خدمتونو د کيفيت د لوړوالي سبب شي؛ څو محصلان، استادان او څېړونکي وکولای شي د پرمختللو تجهيزاتو او معیاري طرزالعملونو په کارولو سره تر ټولو لوړې علمي او عملي وړتياوې ترلاسه کړي.
ماموريت (Mission)
- د پوهنتون د څېړنيزو، زدهکړيزو او خدماتي فعاليتونو علمي او تخنيکي ملاتړ
- د ټیسټونو لپاره د خوندي او معیاري چاپېريال او تجهيزاتو برابرول
- د محصلانو عملي مهارتونو پراختيا او د تخنيکي کارکوونکو ظرفيت لوړول
- د لابراتواري تجهيزاتو ساتنه، کاليبراسیون او مؤثره مديريت
- د ټیسټونو د پايلو د ثبت، تحليل او ساتنې لپاره منظم طرزالعملونه جوړول
- د پوهنتون له ټولو پوهنځيو او ديپارتمنتونو سره اغېزمنه همکاري د علمي او عملي فعاليتونو د لوړوالي لپاره
موخې
- د ټیسټونو د ترسره کولو لپاره معیاري او خوندي چاپېريال برابرول
- د استادانو او څېړونکو د څېړنيزو فعاليتونو ملاتړ
- د محصلانو عملي مهارتونو پياوړتيا په بېلابېلو برخو کې
- د تجهيزاتو، وسايلو او لابراتواري سرچينو مديريت او ساتنه
- د پوهنتون په کچه د تخنيکي خدمتونو معیارونو لوړول
دندې او مسئوليتونه
- د لابراتواري تجهيزاتو او وسايلو تأمين او فعال ساتل
- د لابراتوارونو د تجهيزاتو ترميم، ساتنې او څارنه
- د تجهيزاتو دورهيي معاينې او کاليبراسیون ترسره کول
- محصلانو، استادانو او څېړونکو ته د تجهيزاتو په کارولو کې مشوره او تخنيکي ملاتړ وړاندې کول
- د علمي ټیسټونو او پروژو د سمې اجرا څارنه
- د پوهنتون په علمي څېړنو او پروژو کې ګډون
- د ټیسټونو د کيفيت د لوړولو لپاره د تخنيکي حللارې او اصلاحاتو وړانديز
- د لابراتوارونو اړوند بودجه او مالي سرچينې مديريت، مالي راپورونه او د راتلونکو لګښتونو وړاندوينه
- د دولتي ادارو او ملي او نړيوالو مؤسسو سره د څېړنو او پروژو د شريکولو لپاره د اړيکو او همغږۍ تأمين
- د څېړنو د معاونيت له پلان سره سم د مياشتني، ربعوار او کلني کاري پلانونو جوړول او ترتيبول
- د کارکوونکو لپاره د ورکشاپونو، سيمينارونو او د کار په جريان کې د روزنې له لارې مسلکي مهارتونه انتقالول
- د اجرااتو ارزونه، د روزنيزو اړتياوو ټاکل او د کارکوونکو او اړوندو برخو ظرفيت لوړول
- د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه مياشتني، ربعوار او کلني راپورونه او عندالضرورت راپورونه د څېړنو معاونيت ته وړاندې کول
فعاليتونه او لاسته راوړنې
- په تخصصي بستونو کې د غیرمسلکي کسانو پر ځای د مسلکي کسانو ګمارنه
- د کليدي تجهيزاتو پېرود، نصب، کاليبراسیون او منظم ساتنه
- په بېلابېلو برخو کې د تخصصي لابراتوارونو جوړول او لوړول
- د ورکشاپونو له لارې د لابراتوار کارکوونکو تخنيکي ظرفيت لوړول
- د ټیسټونو د پايلو د ثبت او تحليل منظم سيستم جوړول
- د لسګونو څېړنيزو پروژو او پايليکنو ملاتړ
- د ازمايښتي فعاليتونو د معلوماتو بانک او د تجهيزاتو د کارونې لارښود جوړول
تشکيلاتي چارت او اداري جوړښت
د لابراتوارونو آمريت د څېړنو د معاونيت تر چوکات لاندې فعاليت کوي او لاندې اداري جوړښت لري.
- د لابراتوارونو آمريت
- د آمريت تخنيکي کارکوونکی
- GIZ تخنيکي کارکوونکو برخه
د لابراتوارونو آمر
د لابراتوارونو آمر د پوهنتون د علمي او څېړنیزو فعالیتونو په مدیریت او د کیفیت په لوړولو کې یو کلیدي شخصیت ګڼل کېږي. هغه مسؤلیت لري چې د لابراتواري تجهیزاتو او وسایلو تأمین او فعال ساتنه وکړي، د هغوی ترمیم، ساتنه او مراقبت څارنه وکړي او د تجهیزاتو دورهيي معاينې او کاليبراسیون ترسره کړي. همدارنګه، آمر د محصلانو، استادانو او څېړونکو لپاره د مشورې او تخنیکي ملاتړ زمینه برابروي او د علمي آزموینو او پروژو د سمې اجرا څارنه کوي.
د تخنیکي دندو تر څنګ، آمر په پوهنتون کې د علمي څېړنو برخه کې فعاله ونډه لري، د آزموینو د کیفیت د لوړولو لپاره تخنیکي حللارې وړاندیزوي او د لابراتوارونو اړوند بودجه او مالي سرچینې اداره کوي. هغه مالي راپورونه او د راتلونکو لګښتونو وړاندوينه برابروي او د دولتي ادارو او ملي او نړيوالو مؤسسو سره اړينې اړیکې او همغږي تأمينوي، څو د اوبو سرچینو او چاپېريال په پروژو کې د پوهنتون ونډه یقیني شي.
له مديريتي اړخه، آمر د څېړنو د معاونيت له پلان سره سم مياشتني، ربعوار او کلني پلانونه جوړوي، د ورکشاپونو، سيمينارونو او د کار په جريان کې د روزنې له لارې مسلکي مهارتونه کارکوونکو ته انتقالوي، د اجرااتو ارزونه او د ظرفيت لوړولو پروسه اداره کوي او د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه منظم راپورونه وړاندې کوي.
لابرانت او ټکنیشنکار
د کابل پولیتخنیک پوهنتون د لابراتوارونو آمریت د پوهنتون له مهمو او اساسي برخو څخه دی چې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو په چوکاټ کې د ټولو لابراتواري چارو د برابرولو، مدیریت، تنظیم او څارنې مسؤلیت لري. دا آمریت بېلابېل تخنیکي او تخصصي واحدونه لري چې هر یو یې په منظم ډول د محصلانو، استادانو او څېړونکو په خدمت کې دی.
د لابراتوارونو تخنیکي کارکوونکي د عملي فعالیتونو اصلي رکن ګڼل کېږي او په معیارونو د تطبیق، د آزموینو په ترسره کولو او د لابراتوار د نظم او خوندیتوب په ساتلو کې مهم رول لري.
انجنیر لابرانت د معیاري پروتوکولونو مطابق په بېلابېلو انجنیري دیپارتمنتونو کې علمي آزموینې او ټیسټونه پرمخ وړي. د فعالیتونو په جریان کې د آزموینو ټول مراحل – له نمونو د چمتو کولو څخه تر عملي اجرا پورې – په بشپړ دقت سره ترسره کېږي او اړینه څارنه کېږي څو دقیقې پایلې ترلاسه شي.
د ټولو عملي آزموینو پایلې له دقیق تحلیل وروسته په اړوندو دفترونو او سیستمونو کې ثبتېږي او منظم راپورونه آمر ته وړاندې کېږي. دا منظم ثبت د لابراتواري معلوماتو لاسرسی اسانوي او د علمي، څېړنیزو او مديريتي پرېکړو زمینه برابروي. راپورونه په ربعوار ډول تنظیم او آرشیف کېږي.
ناقص یا زیانمن شوي تجهیزات د انجنیر لابرانت له خوا پر وخت پېژندل کېږي او د ترمیم لپاره اړوندو ټیمونو ته سپارل کېږي. دا کار د فعالیتونو د درېدلو مخه نیسي او د لابراتوار خوندیتوب تضمینوي.
د علمي او عملي پروسو د ښهوالي لپاره له انجنیري کمېټو سره نږدې همکاري کېږي، د لابراتوار اړتیاوې راټولېږي، تخنیکي طرحې او پلانونه وړاندې کېږي او د معیاري کړنلارو او اړینو تجهیزاتو په ارتقا کې فعاله ونډه اخېستل کېږي. دا مشارکت د پوهنتون د لابراتواري فعالیتونو د پراختیا او معیاري کولو زمینه برابروي.
تکنیشنکار د عملي زدهکړې د پیاوړتیا، د علمي کیفیت د ښهوالي، د څېړنې لپاره د مناسب شرایطو برابرولو او د راپورونو د وړاندې کولو په برخه کې مهم رول لري. د پروتوکولونو دقیق تطبیق، د آزموینو اجرا، د دقیقو راپورونو برابرول، له انجنیري کمیټو سره همکاري او د خوندیتوب اصولو رعایت د دې برخې منظم او مسلکي فعالیتونه څرګندوي.
دا برخه په دوامدار ډول هڅه کوي چې د پوهنتون لابراتوارونه د معاصر اړتیاوو مطابق، د معیاري تجهیزاتو او مؤثره مديريتي سیستم په لرلو سره فعالیت وکړي او د محصلانو او استادانو لپاره د علمي او عملي پرمختګ زمینه نوره هم برابره کړي.
د GIZ ټکنیشنکاران
د آمریت یوه بله مهمه برخه د GIZ تخنیکي کارکوونکي دي چې د عملي فعالیتونو په پیاوړتیا، د عملیاتي ظرفیت په لوړولو او د انجنیري لابراتوارونو په معیاري کولو کې مهم رول لري. دا برخه د تخنیکي مهارتونو او معیاري تجهیزاتو په کارولو سره د پوهنتون د علمي او عملي پروګرامونو ملاتړ کوي.
د GIZ تخنیکي کارکوونکي د آمریت له کلیدي واحدونو څخه دي چې د لابراتوارونو په چاپېريال کې د پراخو تخنیکي فعالیتونو مسؤلیت لري. دوی د استادانو، محصلانو او علمي مدیریتونو سره په نږدې همکارۍ د عملي، تجربوي او لابراتواري زدهکړې پیاوړتیا تضمینوي او د لابراتوارونو د ټولو کاري مرحلو په معیاري کولو کې مهمه ونډه اخلي.
دا برخه په تخصصي انجنیري ټیسټونو، د نمونو په چمتو کولو، د تجهیزاتو په فعالولو او د آزموینو په تخنیکي څارنه کې فعاله ونډه لري. د GIZ تخنیکي کارکوونکي د معیاري پروتوکولونو په رعایت سره په بېلابېلو دیپارتمنتونو کې د آزموینو په دقیق اجرا کې مهم رول لري.
د GIZ برخه په هغو پرمختللو وسایلو د نصب، تنظیم او راهاندازۍ کې مستقیمه همکاري کوي چې د نړیوالو پروژو یا پوهنتون له خوا برابر شوي وي، او ډاډ ورکوي چې تجهیزات د معیاري اصولو او د لابراتوار د چاپېريال شرایطو سره سم فعال وي.
ټول اسناد، لارښوونې، د آزموینو پایلې، تخصصي کړنلارې او د تجهیزاتو اړوند فایلونه په دې برخه کې په منظم ډول آرشیف کېږي. دا دقیق آرشیف بندي د تخنیکي معلوماتو اسانه لاسرسی او چټکه بیاکتنه ممکنوي او د لابراتوارونو د فعالیتونو ښه مدیریت تضمینوي.
یاده شوې برخه مسؤلیت لري چې په منظم ډول د وسایلو ساتنه وکړي، احتمالي ستونزې وڅېړي او د حل لپاره اړین ګامونه پورته کړي. د تجهیزاتو دوامداره ساتنه دا تضمینوي چې عملي فعالیتونه پرته له ځنډه او د درسي اړتیاوو سره سم پرمخ ولاړ شي.
د GIZ تخنیکي کارکوونکي د لابراتوارونو آمریت او انجنیري کمیټو سره نږدې همکاري کوي او په پروسو د معیاري کولو، د عملي پلانونو په تطبیق او د لابراتوارونو د کیفیت د کچې په لوړولو کې فعال رول لوبوي.