د علمي معاونيت پېژندنه
د علمي معاونيت پېژندنه :
علمي معاونيت د کابل پولي تخنيک پوهنتون یو له مهم معاونيتونو څخه شمېرل کيږي. دا معاونيت د پوهنتون له تاسیس سره سم رامنځ ته شوی دی. نوموړی معاونيت د پوهنتون د علمي فعالیتونو د سمون، هم غږي، ارتقاء، پراختيا مسؤلیت په غاړه لري. د پوهنتون لپاره ددې معاونيت اهميت په لاندي ډول بيانولی شو.
- دا معاونيت د پوهنتون د تدریس، د کيفیت ارتقاء، د استاذانو د ظرفيت لوړونې لپاره بنسټیز او ستراتیژیکه مرجع ده.
- علمي معاونيت د استاذانو د مسلکي ودې او د څانګو د علمي پراختيا او ودې تر ټولو مهم تنظیموونکی دی.
- علمي معاونيت د پوهنتون د اوږد مهاله پراختيا او نړيوالو معيارونو سره د هم غږي لپاره د تصمیم نيونې مهمه مرجع ده.
- علمي معاونيت د تدریس په پروسه کې د کیفیت لوړولو او د داخلي او نړيوالو معیارونو سره په هم غږي کې مهم رول لوبوي.
- د استاذانو مسلکي ظرفيت لوړول ، د هغوی لپاره د دوامداره پرمختيا یې پروګرامونو طرح او تطبیقول.
- د استاذانو ترمنځ د څېړنې فرهنګ پیاوړی کول، د نوښت اختراع او تولیدي علم رامنځ ته کول.
- د استاذانو د د استخدام پروسه په شفاف ډول او معياري ډول سره تنظیمول.
- د پوهنتون د داخلي کيفیت لوړولو کې علمي معاونيت يوازینی مرجع ده چې دا کار مخته بیا یې.
- د پوهنتون لپاره د فوق ليسانس برنامو تنظیم، پراختيا او د کیفیت څارنه.
د علمي معاونيت مهم کارونه او کړني په لاندي برخو کې سر ته رسوي.
- د استاذانو استخدام
- د استاذانو لپاره خالي بستونه اعلان ته سپارل
- رقابتي ازمویني په لاره اچول
- د نویو استاذانو لپاره مسلکي ورکشاپونه نیول
- د استاذانو دوسیې بشپړول
- د استاذانو ظرفیت لوړونه او پرمختيا
- معاصر نوي تدريسي میتودونو په هکله ورکشاپونه نيول
- داخلي نړيوال کنفرانسونه ترتیبول او تنظیم
- د تدریس کيفيت د ښه والي لپاره هڅي او هاند
- د پوهنتون د کيفيت ارتقاء لپاره مهم ګامونه پورته کول
- د پوهنتون د داخلي کیفيت ارتقاء رهبري او ملاتړ.
- د څانګو د کیفیت کلني ارزونه کول.
- د نصاب د بیا کتنې او نړيوال معيار سره د هم غږي لپاره اړوند اصلاحات راوستل.
- د پوهنتون د اعتبار اخيستنې لپاره هڅي او هاند.
- د پوهنتون لپاره د فوق ليسانس برنامو تنظیم او پراختيا
- د پوهنتون د فوق ليسانس برنامو نظارت او کتنه
- د پوهنتون د فوق ليسانس برنامو لپاره د تجهیزاتو برابرول
- د پوهنتون د فوق ليسانس برنامو پراختيا.
ددې تر څنګ ځيني نور فعالیتونو کې هم مهم رول لوبوي.
- د علمي شورا د ناستو تنظيم او د پرېکړو تکثیر یې.
- د استاذانو د څېړنو لپاره له معاونيت سره هم غږي.
- د پوهنتون د تؤامیتونو د تطبیق لپاره هڅي او هاند.