د سروې انجينرۍ د ماسټرۍ پروګرام
د سروې انجينرۍ د ماسټرۍ پروګرام د دولتي لوړو زده کړو په چوکاټ کې د دې موخې لپاره رامنځته شوی، څو د جيودېزي انجينرۍ د ډيپارټمنټ له لارې د ماسټرۍ په کچه مسلکي، وړ او ژمن علمي کادرونه وروزي. د دې پروګرام فارغان به وکولای شي د هېواد د اقتصادي ودې، بنسټيزو زېربناوو د پراختيا، طبيعي سرچينو د مديريت، ځمکني کادستر، ښاري پلان جوړونې او نورو پرمختيايي پروژو په پلي کولو کې اغېزمن او رغنده رول ولوبوي.
دغه پروګرام د سروې انجينرۍ په تخصصي برخه کې د يو منظم، معياري او عصري اکاډميک نظام د رامنځته کولو په موخه طرحه او تنظيم شوی، او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له نافذه مقرراتو، پاليسيو او معاصرو اکاډميکو معيارونو سره بشپړ سمون لري.
د سروې انجينرۍ د ماسټرۍ پروګرام د نصاب جوړونې کمېټې د نړۍ د يو شمېر معتبرو پوهنتونونو د ورته پروګرامونو علمي نصابونه او تجربې په هر اړخيز ډول وڅېړلې. د ترسره شويو مطالعاتو او علمي تحليلونو پر بنسټ يې د سروې انجينرۍ د ماسټرۍ يو منسجم، معیاري او د نړيوالو اصولو سره سم درسي نصاب ترتيب کړ او د قانوني مراحلو د بشپړېدو په موخه يې اړوندو ذيصلاح مراجعو ته وړاندې کړ.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۴۳ هـ.ق کال د ۲/۴ نېټې د (۶) ګڼې مکتوب پر بنسټ، ياد پروګرام لومړی د «د سروې انجينرۍ مديريت» تر عنوان لاندې منظور شو، او وروسته په ۱۴۰۲ هـ.ش کال کې يې رسمي نوم «د سروې انجينري» ته واوښت. دغه پروګرام هر کال د ملي ازموينو ادارې د کانکور کمېټې له لارې ۳۰ تنه محصلان جذبوي او د دوو کلونو په موده کې د ماسټرۍ بشپړ تحصيلي پروګرام وړاندې کوي.
د دې پروګرام د لومړۍ دورې د محصلانو نومليکنه د ۱۴۰۰ هـ.ش کال د قوس مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شوه، چې ۵۶ تنو پکې د ګډون لپاره نومليکنه وکړه. د ماسټرۍ لومړني دور تدريسي درسونه د ۱۴۰۱ هـ.ش کال د ۲۲/۰۲ نېټې په ورځ پيل شول. تر اوسه پورې د دې پروګرام دری دورې محصلان د ماسټرۍ له کچې فارغ شوي، چې اوس د هېواد په دولتي او خصوصي ادارو کې د خپلو تخصصي وړتياوو له مخې د هېواد د پرمختګ او آبادۍ لپاره خدمت کوي.