د جیودیزی ځانګه:

دا څانګه په 1393 ل کال کې ددې لپاره چې د جيوديزي او مارکشيدري مضمونونو لکچرونه، عملي درسونه او ساختماني تعليمي پرکتيکونه، د جيولوجي او کانو، ترانسپورتي ساختمانونو انجنيري، د اوبو د منابعو او چاپېریال ساتنې په پوهنځيو کې پرمخ بیولو لپاره جوړه شوې ده.

  • د جيوديزي د څانګې موخې:
  • - په انجنيري څانګو کې، دتخصصي زده کړو د لوړ کيفيت او معيار سره د ځوانو کادرونو روزنه چې وکولاي شي د جيوديزيکي پروژو کارونه سرته ورسوي؛
  • - د تخصصي او مسلکي انجنيري په ګاڼه سمبال په لوړ کيفيت او معيار سره د ځوانو کادرونو روزنه؛
  • - د ښو اخلاقو لرونکو او وطن پالو کادرونو روزنه؛
  • - برابرښت او ورورولۍ؛
  • - د استادانو د ظرفيتونو لوړول؛
  • - د يوې مناسبې ټولنیزې او اخلاقي فضا جوړول او دسياسي، قومي، ژبنیواو مذهبي کرَکو او تعصباتو مخنیوی؛
  • - د څانګې د نصاب او مفرداتو بيا ليدنه؛
  • - د څانګې د سټراټيژيک پلان د پلي کولو لپاره د مالي ملاتړکوونکو سرچینو موندل؛
  • - د وزارتونو، ادارو او سکټوري ارګانونو سره د پوهنیزو،څېړنیزو، او اکاډميکو اړیکو او همکارۍ رامنځته کول په کور دننه او باندنیو پوهنتونو سره د تفاهملیکونو او د همکاريو تړونونه لاسليکول؛
  • - د څانګې لپاره د معياري وېبپاڼې او د ډېتابيس جوړول؛
  • - د څانګې د ځان ارزَوَنې د لړۍ پیاوړې کول.