د اوبو رسولو او د چاپیریال انجنیرۍ د څانګه:
د اوبو رسولو او د چاپیریال انجنیرۍ څانګه په ۱۳۸۴ ه. ل. کال کی د ښاري پراختیا وزارت د اړتیاوو او غوښتنو؛ د کلتور د ودی او دهیواد د ملي اقتصاد د بنسټ د تقویی لپاره د کابل پولی تخنیک پوهنتون د ودانولو پوهنځي په چوکاټ کی یی بنسټ کیښودل شو. د اوبو رسولو او دچاپیریال انجنیرۍ څانګه د ودانولو پوهنځي په چوکاټ کی د افغاني ټولنی د عیني اړتیاوو په مطابقت؛ په ملی او نړیواله کچه د علمي او انجنیري کادرونو د روزنی لپاره د هیواد په علمی او څیړنیز حیات که منځ ته راغلۍ ده. د اوبو رسولو او د چاپیریال انجنیرۍ څانګه د هیواد د انجنیري او علمي کادرونو د روزنی لپاره یوه اړینه څانګه ده چی د دی څانګی فارغان کولای شي چی د افغاني ټولنی د شته ستونزو د حل او د ملي اقتصاد د کچی د لوړولو په موخه د هیواد په تولیدي موسسو که اړینه ونډه واخلي. د یادولو وړ ده چی د ټولنی د اړتیاوو او د کارموندنی پر بنسټ په ۱۳۹۲ ه. ل. کال کی د اوبو د زیرمو او چاپیریال انجنیرۍ پوهنځۍ را منځته شوه؛ چی اوسمهال د اوبو رسولو او دچاپیریال انجنیرۍ څانګه د همدی پوهنځۍ په چوکاټ کی فعالیت لری. دی څانګی د رامنځ ته کیدو په لومړیو کی یی یوازی دری تنه استادان درلودل چی دا مهال یی د استادانو شمیر نهو تنو ته رسیږي. د دی څانګی په اوسني تشکیل کی یو نفر پوهاند، یونفر پوهنمل او شپږ نفره پوهنیار وجود لري. چی له دی جملی څخه یو نفر ډاکټر او پاتی نور یی د ماسټرۍ درجه لري. په اوسني وخت کی دا څانګه په پوره ټوګه مستقله ده او په ټولیز ډول د لمړي ټولګي څخه تر څلورم ټولګي پوری ۲۸۰ تنه محصل لري.
رسالت (Mission).
په لوړه کچه او په اکاډیمیکو شرایطو برابر هیوادوالو لپاره د روزنیزو چوپړتیاوو وړاندی کول؛ د هیواد د پرمختګ لپاره د روزنی، څیړنی او د ملی پروژو د مشرتابه وړاندی کول دي.
لیدلوری(Vision) .
د نوښتګر چاپیریال را منځته کول؛ د محصلانو، څیړونکو، د دنډو منځته راوړونکو، متعهدو اشخاصو، مسلکی روزنه؛ د دی علمی کانون ساتنه او پرمتګ او په ملی کچه د دیپارتمنت د علمی تولیداتو د کچی لوړوالی.
د پروګرام موخی (Program Objectives).
د دی پروګرام په پای کی به فارغان د لاندینیو کارونو په پلی کولو برلاسه اوسي:
- د انجنیرۍ پروسو د ښه پیژندلو او په عملي ډګر کی د هغو د ګټی اخیستنی په موخه د ریاضیاتو؛ ساینسي علومو او د انجنیرۍ د اساساتو څخه ګټه اخیستنه.
- د ساتنی او څارنی په بنسټ د انجنیري مسایلو تحلیل او تجزیه او په خپل څانګه کی د ستونزو په ګوته کول.
- په خپله څانګه کی انجنیري سیستمونو ته د حل موندلو په موخه د څیړنو په لار اچونه.
- د ټولنی پوهاوی د صحت او صحفظ الصحی په اړه.
- اجتماع او د انجنیري ټولنی سره د ښو او موثرو اړیکو ټینګښت.
- په يو متنوع تخنیکی ټیم کی د ښه کارکولو وړتیا.
- د مسلکی اخلاقو ښودل؛ مسؤولیتونه و انجنیري معیارونه.
- د مدیریت ښودل؛ و د کار موندنی کړنلاری.
- د مسلکي پراختیا لپاره د اړتیاوو موندل؛ او د مستقلانه او مادام العمر زده کړوه په موخه دګډون کول.
اړیکی (Relationships)
د اوبو رسولو او د چاپیریال انجنیرۍ څانګه د جرمني د څیړنو مرکز (GFZ) سره نږدی اړیکی لري چی په دی اړه د کابل پولی تخنیک پوهنتون او د (GFZ) تر مینځ یو تړون هم لاسلیک شوی دی.
دا څانګه هڅه کوي تر څو د محصلینو د ظرفیت د لوړولو په موخه د کابل پولی تخنیک پوهنتون او جرمن قزاغ پوهنتون سره د یو تړون د لاسلیکولو لپاره لاره همواره کړي.
سربیره په دی دا څانګه د ذیدخل ارګانونو (Stakeholders) سره په اړیکه کی ده او دهغوی د نظریاتو څخه د تحصیلی نصاب په ښی ګنو لپاره کار اخلي.
څیړنیز کارونه (Research Works)
دا مهال په دی څانګه کی نظري څیړنی روانی دی ولی له بده مرغه چی د معیاري لابراتوارونو د نشتون له امله دا مهال لابراتواری څیړنی وجود نه لری؛ خو د دی څانګی استادان په هڅه کی دي تر څو دا ستونزه د پوهنتون سره یو ځای حل کړي.
پروژی (Projects)
دا څانګه د ملی او بین المللی ادارو سره د پروژه د تحقیق او تطبیق په برخه کی دعلمی او اکادمیک ظرفیت د لوړولو په موخه د همکاریو غوښتونکۍ ده؛ که څه هم دی څانګی یو لړ پروژی د چاپیریال انجنیرۍ په څانګه کی پلی کړی دي چی وروسته به یی نوم لړ اعلان شي.
سهولت های لابراتواری (Lab Facilities)
دا څانګه د مجهزو صنفونو درلودونکوۍ ده چی په پروجکتور، ستیژ، د خطابی میز، سپینه تخته، میز او څوکۍ سمبال دي.
د ګروپي کارونو او د ديپلوم د پروژو د پلی کولو لپاره محصلین ځانګری صنفونو ته لاس رسی لري.
دا مهال په دی څانګه کی د اوبو د تجزیی او تحلیل یو لابراتوار موجود دی چی وروسته له جزیی
نواقصو د رفع کولو څخه به فعال شي.
له مونږ سره په اړیکه کی شۍ (Contact Us)
اتاق ۲۴، دوهم پوړ، شپږم بلاک، د کابل پولی تخنیک پوهنتون، باغ بالا واټ، پنځمه ناحیه
ایمیل: wsee.2004@kpu.edu.af
د اړیکی شمیره: 0093 7000 55 83