خبرتیا

د کابل پولي تخنیک پوهنتون په پام کې لري، چې محصلانو ته د جغرافیایې معلوماتي سیسټم(G.I.S) او سیول ( Civil 3D) په برخه کې د ظرفیت لوړونې ژمني کورسونه پیل کړي.
محصلان کولای شي چې په یادو کورسونو کې د ګډون لپاره د یاد پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ آمریت ته مراجعه وکړي.
استادان: پوهنیار اغاشیرین زماني او پوهنیار محمدتمیم سهاک
د درسونو د پیل وخت: د سهار 10:00 څخه تر 11:30 بجو پوري