ایدرولیک او هایدروتخنیکی ودانیو څانګه:

دهایدرولیک او هایدروتخنیکي ودانیو څانګه یو له هغو معتبرو علمي مرکزونو څخه ده چې په هغه کې د اوبو د تاسیساتو اړوند، په بیلابیلو برخو کې د انجینري کادرونو روزنه، څیړنیز موضوعات او نوښتونه ترسره کیږي. چې د نوموړو برخو له ډلې څخه کولای شو د بندونو او ذخیرو ودانول، د بریښنا او انرژي د تولید مرکزونو ودانول، د اوبولګونې او کرهنې اړوند ساختمانونو ودانول، د اوبو د لیږد د کانالونو او تونلونو ودانول، د سیلابونو د ویجاړوونکو اغیزو په وړاندې د مخنیوي لپاره د ودانیو ودانول، د ځمکې لاندې اوبو زیرمو تغذیه او پیاوړتیا او د سطحي او ځمکې لاندې اوبو د براورد او اټکل څخه یادونه وکړو. ددې څانګې فارغین او څېړونکي په یوه داسې روحیه سره روزل کیږي چی د دوی په مرسته د اوبو د تاسیساتو اړوندو ودانیو د مطالعې، ډیزاین او په دې لاره کی د لاسته راوړنو او ښه مدیریت په نتیجه کې، د ملی اقتصاد پرمختګ او د اوبو په ټولو برخو کې د هېواد د ستونزو اړتیاوې پوره کیږي.

همدارنګه د هایدرولیک او هایدروتخنیکی ودانیو په دیپارتمنت کې آن د ماسترئ په کچه د هیواد د خدمت لپاره انجینران روزل کیږي او نوموړي انجینران د اوبو د د زیرمو د ودانیو او ددې ودانیو د مدیریت په برخه کې د ماسترئ معتبر سند تر لاسه کوي.

رسالت:

زمونږ رسالت د هایدرولیک او هایدروتخنیکي ودانیو څانګه کې د تحقیقاتو، څیړنو او ډیزاین لپاره د ځوانانو د علمي او مسلکي سطحې لوړوالی، د ټولنې د اړتیاوو سره سم د علمې څیړنو ترسره کول، د اوبو زیرمو د سرچینو د ودانیو په مختلفو برخو کې د خدمتونو وړاندې کول، د تخصصي او فني کادرونو او لابراتوارونو په مرسته ددې څانګی معنوي او مادي اړتیاوو پوره کول او په پای کې هم د هایدرولیکي ودانیو په څانګه کې د زده کړیالانو د علمي او اداري ظرفیت لوړوالی دی.

موخه:

زمونږ اساسي موخه د هایدرولیکي ودانیو د انجنیری په څانګه (د بندونو او ذخیرو ودانول، د بریښنا او انرژي د تولید مرکزونو ودانول، د اوبولګونې او کرهنې اړوند ساختمانونو ودانول، د اوبو د لیږد د کانالونو او تونلونو ودانول، د سیلابونو د ویجاړوونکو اغیزو په وړاندې د مخنیوي لپاره د ودانیو ودانول، د ځمکې لاندې اوبو زیرمو تغذیه او پیاوړتیا او د سطحي او ځمکې لاندې اوبو د براورد او اټکل) کې د انجنیری له نړیوالو پروګرامونو او نویو علمی لاسته راوړنو سره سم، د لسانس او ماسترئ په کچو د زده کړیالانو روزنه ده. چې دا روزنه د نهو سمسټرونو په لړ کې په داسی ډول صورت مومی چی زمونږ د ټولنی د هر ډول ستونزو ځوابګوی وي.

ددی څانګی فارغین  په لاندې برخو کې په پوره ډاډ سره د دندې د ترسره کولو وړتیا لري:

  1. د سطحی اوبو د زیرمه کولو لپاره د بندونو د ودانولو څیړنې، ډیزاین، ودانول او له هغه څخه ګټه اخیستنه.
  2. د اوبو د بریښنا د تولید اړوندو ودانیو او تاسیساتو څیړنه، ډیزاین، ودانول او له هغه څخه ګټه اخیستنه.
  3. د اوبو لګونې (کرهنیزو اصلاحاتو) اړوندو تاسیساتو او سیستمونو د ټولو ډولونو څیړنه، ډیزاین، ودانول او له هغه څخه ګټه اخیستنه.
  4. د سیلابونو د ویجاړوونکو اغیزو په وړاندې د مخنیوي لپاره د ودانیو ودانول، څیړنه، ډیزاین او له هغه نه ګټه اخیستنه.
  5. د سیندونو د غاړو د تحکیم کوونکو ودانیو څیړنه، ډیزاین او ودانول.
  6. د کرهنیزو ځمکو د مالګین کیدلو څخه د ژغورونکو ودانیو څیړنه، ډیزاین او ودانول.
  7. د اوبو لیږدونکو کانالونو او تونلونو څیړنه، ډیزاین، ودانول او له هغه څخه ګټه اخیستنه.
  8. د اوبو د زیرمو د ودانیو څخه د څارنې او مدیریت ټکنالوژي.
  9. د هایدرولیکي ودانیو ساتنه او څارنه.
  10. د کب روزلو د پروژو د اړوندو ودانیو څیړنه، ډیزاین او جوړول.
  11. د سیندونو او اورښت د هایدرولیکی ارقامو راټولول او پروسس.
  12. د د سیندونو د حوزو مدیریت او تنظیمول.
  13. د ټولو هغه پروژو په هکله د راپور چمتو کول، چی د اټکل امکان یی موجود او پورتني مسایل په کې شامل وي. 

د هایدرولیک او هایدروتخنیکی ودانیو دیپارتمنت درسی کریکولم

لومړی سمستر:

د مضمون کد

د مضمون نوم

د کریډیټونو شمیر

CO101

اسلامی ثقافت 1

1

WR 102

معاصر  تاریخ 1

1

EL103

بهرنۍ ژبه  1

3

GE104

تربیت بدنی 1

1

EL105

عالی  ریاضیات 1

4

CH106

عمومی کیمیا 1

3

CO107

ترسیمی هندسۀ 1

2

CO108

تخنیکی رسم 1

2

WR 109

د انجینیری مبادی

1

د لومړي سمستر مجموعی کریدتونه

18

دوهم سمستر:

د مضمون کد

د مضمون نوم

د کریډیټونو شمیر

CO201

اسلامی ثقافت 2

1

EL203

بهرنۍ ژبه 2

2

GE204

تربیت بدنی  2

1

CS210

د کمپیوتر اساسات 1

2

EL205

عالی ریاضیات 2

3

CH206

عمومی کیمیا 2

3

EL211

فزیک 1

4

CO207

ترسیمی هندسۀ 2

2

WR202

معاصر تاریخ 2

1

CO208

تخنیکی رسم 2

2

د دوهم سمستر مجموعی کریدتونه

21

سمستر سوم:

د مضمون کد

د مضمون نوم

د کریډیټونو شمیر

CO301

اسلامی ثقافت 3

1

EL305

عالی ریاضیات 3

4

CS310

د کمپیوتر اساسات 2

2

EL311

فزیک 2

4

GK313

د جیودیزی اساسات (سروینگ)  1

3

GE312

د انجینیری جیولوجی 1

2

CO315

ساختمانی مواد 1

3

EL314

نظری میخانیک 1

2

د دریم سمستر مجموعی کریډټونه

21

څلورم سمسټر:

د مضمون کد

د مضمون نوم

د کریډیټونو شمیر

CO401

اسلامی  ثقافت 4

1

EL405

عالی ریاضیات 4

3

EL422

محاسبوی ریاضی (احصائیه)

2

GE412

هایدروجیولوجی  1

2

GK413

د انجینیری جیودیزی 2

2

EL414

نظری میخانیک 2

2

EL417

د موادو مقاومت 1

2

WR416

عمومی هایدرولیک 1

3

CO 415

ساختمانی مواد 2

2

د څلورم سمسټر مجموعی کریډټونه

19

پنځم سمسټر:

د مضمون کد

د مضمون نوم

د کریډیټونو شمیر

CO501

اسلامی ثقافت 5

1

WR 516

عمومی هایدرولیک 2

4

WR 536

هایدرولوژی اوهایدرومتری  1

2

CO519

د تعمیراتو مهندسی

2

EL520

ساختمانی ماشینونه

2

TE534

د خاوري میخانیک

3

GE514

د ساختمان میخانیک 1

3

EL521

عمومی الکتروتخنیک

2

EL517

د موادو مقاومت 2

2

د پنځم سمسټر مجموعی کریډټونه

21

شپږم سمسټر:

د مضمون کد

د مضمون نوم

د کریډیټونو شمیر

CO601

اسلامی ثقافت 6

1

WR 616

د انجینیری هایدرولیک

3

WR 636

هایدرولوژی اوهایدرومتری 2

2

WR 642

هایدرولیکی ودانۍ 1

3

WR 647

د هایدرولیکی و دانیو تکنالوژی 1

2

TE634

د تهداب انجینری

2

CO635

اوسپنیزو کانکریټی عناصر 1

2

CO636

فلزی عناصر 1

2

EL618

د ساختمان میخانیک 2

3

د شپږم سمسټر مجموعی کریډټونه

20

اووم سمستر:

د مضمون کد

د مضمون نوم

د کریډیټونو شمیر

CO701

اسلامی ثقافت 7

1

WR 742

هایدرولیکی ودانۍ 2

3

WR 747

د هایدرولیکی و دانیو تکنالوژی 2

2

CO 735

اوسپنیز کانکریټی عناصر 2

3

CO736

فلزی عناصر 2

2

WR 751

کرهنیز اصلاحات  1

3

WR 752

د اوبو بریښنا ستیشنونه 1

2

WR 753

هایدرولیکی ماشینونه

2

WR 757

د کار مصؤنیت

1

د اووم سمستر مجموعی کریدتونه

19

اتم سمسټر:

د مضمون کد

د مضمون نوم

د کریډیټونو شمیر

CO801

اسلامی ثقافت 8

1

WR 842

هایدرولیکی ودانۍ 3

3

WR 859

د هایدروتخنیکی ودانیو د چارو سمون او پلانول

2

WR 851

د اوبو لګونې انجینری 2

3

WR 856

پمپ ستیشنونه

2

WR 852

د اوبو بریښنا ستیشنونه 2

3

WR 858

د هایدروتخنیکی ودانیو ګټه اخیستنه

2

WR 841

چاپیریال ساتنه

2

WR 830

ودانیز اقتصاد

2

د اتم سمستر مجموعی کریدتونه

20

نهم سمسټر:

د مضمون کد

د مضمون نوم

د کریډیټونو شمیر

WR 900

د دیپلوم پروژه

13

GE399

د انجینری د جیولوجی تعلیمی پرکتیک 1 اونۍ

1

GK399

د انجینری د جیودیزی تعلیمی پرکتیک 2 اونۍ

2

WR799

تولیدی پرکتیک 3 اونۍ

2

WR899

د دیپلوم نه مخکی پرکتیک 2 اونۍ

2

د نهم سمستر مجموعی کریدتونه

20

د ټولو سمسترونو کریډیټونه

179