په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو توضیح او د کارمندانو د ظرفیت لوړولو اونیزه غونډه ترسره شوه

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۴ - ۱۴:۴۴
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو توضیح او د کارمندانو د ظرفیت لوړولو اونیزه غونډه ترسره شوه

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بشري سرچینو آمر ښاغلي قاضي محمد انس مجاهد حاضرو کارمندانو ته د قرآن کریم د مختلفو آیتونو په تلاوت او د نبوي احادیثو په بیانولو سره د خدای ج د وحدانیت او د رسول الله ص د رسالت په اړه

برنامه هفته وار ارتقای ظرفیت کارمندان و توضیح پالسیی، خط مشی و لوایح وزارت تحصیلات عالی

خبرې وکړې اوهمدارنګه د طیبې د کلمې د ژباړې او تفسیر په باره کې، د طیبې کلمې لومړۍ برخه چې د خدای ج د یووالي څرګندونه کوي او دوهمه برخه يې چې د حضرت محمدص رسالت بیانوي معلومات ورکړل.

همدا راز د خدای (ج) د وحدانیت او د رسول الله ص د رسالت نه منلو د غیر مسلمانانو د عقیدې په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، چې په غونډه کې د حاضرو کسانو لخوا د پاملرنې وړ وګرځیدل.

غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.

برنامه هفته وار ارتقای ظرفیت کارمندان و توضیح پالسیی، خط مشی و لوایح وزارت تحصیلات عالی

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu