د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د شپې دورې ۴۲ تنه محصلین د عملي زده‌ کړو لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت ته معرفي شول.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۹:۷
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د شپې دورې ۴۲ تنه محصلین  د عملي زده‌ کړو لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت ته معرفي شول.

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د تحصیلي برنامو د تطبیق په چوکاټ کې ۴۲ تنه د ساختماني پوهنځي د شپې دورې محصلین د پرکتیک مرحلې د ترسره کولو او عملي کار د زده کړې لپاره د نامزد پوهنیار موعیدالله تر رهنمایۍ لاندې، په رسمي ډول د کور او ښار جوړونې وزارت ته معرفي شول.

یاد پروګرام د دې لپاره طرحه شوی چې محصلینو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شي، تخنیکي ظرفیت یې لوړ شي او د واقعي کاري چاپېریال سره لا ښه بلد شي.

ټاکل شوې ده چې محصلین به د دې دورې په ترڅ کې، د کور او ښار جوړونې وزارت د متخصصینو تر مستقیم څار لاندې، له ساختماني پروژو، ډیزاین، نظارت، د پروژو مدیریت او نورو انجنیري او تخنیکي برخو سره له نږدې آشنا شي.

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون مشرتابه د کور او ښار جوړولو وزارت له همکارۍ مننه او قدردانی کوي او هیله‌ ښیې چې دا عملي تجربې به محصلینو ته د خپلو مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا او په راتلونکي کې د کاري بازار لپاره د لا ښه چمتووالي زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د محصلینو د انسجام او خدماتو آمریت د محصلینو د وزارتونو او سکتوري ادارو سره د عملي دورو او پرکتیکونو د همغږۍ او تنظیم په برخه کې مهم او اغېزمن رول لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu