د کابل پولي تخنیک پوهنتون ۷ تنه فارغ‌التحصیلان د حبیب گلزار شرکت ته معرفي او په دندو وګمارل شول.

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۱:۳۹
د کابل پولي تخنیک پوهنتون ۷ تنه فارغ‌التحصیلان د حبیب گلزار شرکت ته معرفي او په دندو وګمارل شول.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د برېښنا انجنیري او اتومیخانیک انجنیري څانګو څخه ۷ تنه فارغ‌ التحصیلان د حبیب گلزار شرکت له ‌خوا په تخنیکي او مسلکي بستونو کې وګمارل شول.

کابل پولي تخنیک پوهنتون تل له دولتي ادارو، وزارتونو، خصوصي شرکتونو او نورو بنسټونو سره نږدې اړیکې لري او هڅه کوي چې خپلو فارغ‌التحصیل شویو محصلانو ته د کار زمینې برابرې کړي.

د پوهنتون مشرتابه د حبیب گلزار شرکت له دې صمیمانه همکاریو څخه مننه او قدرداني کوې او دغه اقدام یې د لوړو زده‌کړو او کاري بازار ترمنځ د اغېزمنې اړیکې یو ارزښتناکه لاسته‌ راوړ ګڼلی دی.

همداراز، د پوهنتون مشرتابه هیله څرګنده کړې چې یاد فارغ ‌التحصیلان به د صداقت، ژمنتیا او مسلکي خدمتونو له لارې وکولی شي د حبیب گلزار شرکت په لا بریالیتوب او پرمختګ کې ارزښتناک رول ولوبوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۳۷
Background image

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ليک لاسليک شو

په همدې مناسبت جوړو شوې غونډه کې د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون عمومي رئيس مولوي محمد موسی فاروق د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د تاريخچې، علمي مقام، نړيوالې درجه بندۍ (رېنکينګ)، لابراتوارونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون کې د وارده او صادره برېښنايې سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ ترسره شو

د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د وارده او صادره نوي سيسټم د کارونې او تطبيق سره د هغوی د بلدتيا په موخه د وارده او صادره برېښنايي سيسټم د کارونې او تطبيق په اړه يو ورځنی روزنيز ورکشاپ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu