د لابراتوارونو آمریت د اته ګونو پوهنځیو تکنیشن کارانو او لابرانتانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۹:۳۱
د لابراتوارونو آمریت د اته ګونو پوهنځیو تکنیشن کارانو او لابرانتانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. 

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لابراتوارونو آمریت د اته ګونو پوهنځیو د لابرانټانو او تکنیشن کارانو په شتون کې سره غونډه جوړه کړه چې هدف یې د لابرانټانو او تکنیشن کارانو لخوا د ربعوار راپورونو وړاندې کول، د استادانو د کورس پالیسیو سره سم د لابراتواري ازموینو وختونو تنظیمول، د محصلینو د ترسره شویو ازموینو د ثبت لپاره د کتابچې تیاری او همدارنګه د لابرانټانو او تکنیشن کارانو د کاري بهیر ښه کول و. 

لومړی ښاغلي انجنیر ذبیح الله اسماعیل خیل د لابراتوارونو آمر د حاضرو کسانو هرکلی وکړ او د اجندا مطابق په مختلفو موضوعاتو تفصیل سره خبرې وکړې. 

غونډې ته دوام ورکولو سره لابرانټانو او تکنیشنکارانو د ۱۴۰۳ کال د فعالیتونو او ازموینو په اړه راپورونه وړاندې کړل. 

په دې ناسته کې د لابرانټانو او استادانو ترمنځ د همغږۍ زیاتولو، د درسي او علمي پروګرامونو سره د ازموینو تطبیق، او د محصلینو د ازموینو د دقیق ثبت لپاره نوې سیسټمونه جوړولو په اړه هم خبرې وشوې. 

همدا راز د ۱۴۰۳ کال د سمسترونو د لابراتواري ازموینو راپورونه او د لابرانټانو او تخنیکینانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو راپورونه انجنیر سمیع الله رسولی د لابراتوارونو تخنیکي تکنیشن لخوا وړاندې شول. 

د یادونې وړ ده چې د دې غونډې اصلي هدف د لابرانټانو او تکنیشکارانو  د کاري کیفیت لوړول او د لابراتوارونو د فعالیتونو ښه کول و ترڅو محصلینو ته غوره او اغیزمن خدمات وړاندې شي. 

غونډه د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu