د کابل پولي تخنيک پوهنتون د رهبري هیئت د پوهنځيو له رئیسانو او د څانګو له آمرینو سره مشورتي ناسته ترسره کړه.
ناسته د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو رئیسانو او د څانګو آمرینو ګډون کړی وو.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردارولي صالحي ټولو ته د ښه راغلاست او پيلېزه وینا وکړه.
په یاده ناسته کې پر بیلابیلو موضوعاتو لکه: د محصلینو د حاضری په اړه، په ټولګیو کې پر وخت د استادانو شتون، د کیفیت د تضمین معیارونو ته د استادانو او د څانګو د رآمرینو پاملرنه، د لوړو زده کړو وزارت له لارښوونې سره سم د مقالو خپرول او د کنفرانسونو وړاندې کول، د خالي کادري بستونو اعلان ته د سپارلو، د مراحعینو غوښتنو او مکتوبونو ته پر وخت جواب ویلو، په پوهنځي کې بهرنیو استادانو ته د اړتیا او د یادې موضوع له مسوولینو سره شریکول، د نوي نصاب تعقیب، په اړونده کمیټو کې د استادانو شتون او د (HEMIS) سیستم د تطبیق په اړه بحث او د نظریاتو تبادله وشوه.
په پای کې ښاغلي صالحي د غونډې د ټولو ګډونوالو وړاندیزونه او نظریات واورېدل او د یادو ادارو د ستونزو د حل په موخه یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه، نوموړي ټینګار وکړ، چې په دیپارتمنتونو کې شته ستونزې به ژر حل شي.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.