د کابل پولي تخنیک پوهنتون محصلینو ته د روژې مبارکې میاشتې د فضیلت په اړه سیمینار جوړ شو

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۱:۵۷

سیمینار د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي عبدالخلیل درویش، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ شاکرالله وحدت، ورسره پلاوي او محصلینو ته د ښه راغلاست او پیلېزه وینا وکړه.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ شاکرالله وحدت په یاد سیمینار کې د محصلینو له ګډون څخه مننه او قدردانی وکړ او د یاد سیمینار د محتوا په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي وحدت په خپل بیان کې د روژې مبارکې میاشتې فضیلت د قرآنی آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې په مفصل شکل بیان کړ.
همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد یاسین حقاني او د دې پوهنتون د اسلامي ثقافت د څانګې امر مولوي عبدالکریم هم په خپلو خبرو کې د روژې مبارکې میاشتې د فضیلت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
دوی زیاته کړه، چې نوموړې میاشت د مسلمانانو لپاره لوی فرصت دی تر څو ښه شکل د اللهﷻ دغه عبادت ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې ياد سيمينار د کابل پولي تخنيک پوهنتون د محصلينو د خدمتونو آمریت په همغږۍ او همکارۍ جوړ شوى و.
سیمینار د دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۳۵
Background image

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه ازموینه واخيستل سوه

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه لپاره د وړ او مسلکي کادرونو د ګمارنې په موخه ازموینه واخيستل سوه

دغه ازموينه د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون د رهبرۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۲۵
Background image

د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون کې د مطالعې د ارزښت او اغېزو په اړه سيمينار ترسره شو

یاد سیمینار چې هدف یې د محصلینو فکري ځواک پیاوړي کول، په څېړنه کې د مطالعې رول، د معلومات زیاتونه او په علمي بهیر کې د مطالعې ژور اغېز پېژندنه وه،  د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، کارمندانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۳۵
Background image

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د فوټسال سياليو پنځلسم پړاو چې د بدني اعداد په موخه په لار اچول شوی و، په برياليتوب سره پای ته ورسېد

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د فوټسال سياليو د پنځلسم پړاو د پایلوبې مراسم د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، آمرينو، استادانو، د افغانستان اسلامي بانک استازو او يو شمېر محصلانو او د ورزش مينوالو. . .

BACK TO NEWS

User account menu