د کابل- جلال آباد لویې لارې په اوږدو کې د غر ښوېدنې پیښې د بررسي نتایج د یو کنفرانس په ترڅ کې له مسولینو سره شریک شول

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۴:۱۴
photo

څه موده وړاندې د کابل – جلال آباد لویې لارې په اوږدو کې د غر ښویدنې پیښه رامنځ ته شوي وه، چې د یادې پیښې د څیړولو په موخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو تخنیکي ټیم سیمې ته تللی وو.
د نوموړې پیښې د څیړنې او ارزوني نتایج د یو کنفرانس په ترڅ کې د جیولوجی او معادن پوهنځی استاد ښاغلي پوهنیار ضامن جعفري او د لویو لارو د جوړونې پوهنځي ریس ښاغلي پوهاند محمد نذیر نجابي له خوا د کنفرانس ګډونوالو سره شریک شول.
د یادونې وړ ده چې په دې کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دکتور لطف الله خیرخواه، د محصلانو چارو معین ښاغلي مفتی محمد ظاهر احمد، د کابل پوهنتون عمومي ریس، د تعلیم و تربیې پوهنتون عمومي ریس، د کابل پولي تخینک پوهنتون رهبري غړو، استادانو او محصلینو ګډون درلود.
کنفرانس د ګدونوالو سوالونو ته د جوابونو او دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

Photo
Photo

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

۱۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق // د ۱۴۰۵ هـ.ش د ثور  ۹ مه

د اورلګېدنې د مخنیوي او د اور مهارولو په موخه جوړ سیمینار د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اطفائیې عمومي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu