په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د څیړنیزو میتودونو، په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو لیکلو او خپرولو دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو. 26/12/1444

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۱:۴۷
په  کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د څیړنیزو میتودونو، په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو لیکلو او خپرولو دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو. 26/12/1444

ورکشاپ د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

یاد ورکشاب چې د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت له خوا  جوړ شوی، پکې د کابل بولي تخنیک پوهنتون رهبري هیئت، د پوهنځیو رئیسانو، آمرینو او استادانو ګډون درلود.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي  رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم  انجنیر عبدالرشید اقبال په پوهنتونونو کې د ​​څیړنو او د علم د تولید په اړه هر اړخیزي خبرې وکړې، او له ټولو استادانو یې وغوښتل چې دې برخې ته زیاته پاملرنه وکړي او دې ډول ورکشاپونو کې هر اړخیزه برخه واخلي، نوموړي په دې برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي معاون  ښاغلي انجنیر عنایت الله رحیمي په دغه ورکشاپ کې استادانو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ د څیړنې پر اهمیت او د هیواد په پرمختګ کې د هغوی د رول په اړه  خبرې وکړې او د دې ورکشاپ جوړیدل یې د استادانو لپاره اړین وګڼل.


په پای  کې د استادانو د مسلکي پراختیا آمر ښاغلي پوهندوی محمد یونس وفا د ورکشاپ اجنډا په اړه معلومات وړاندې کړل.
د يادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ به دوه ورځې دوام لري چې د  ساختماني پوهنځي رئیس ښاغلي  پوهاند دوکتور امان الله فقیري او د نړیوال ژورنال  آمر ښاغلي  دوکتور احمد جواد نیازی به یې پر مخ وړي.
ورکشاپ دو روزه میتودولوژی تحقیق، تحریر  و نشر مقالات در ژورنال های بین المللی در پوهنتون پولی تخنیک کابل دایرگردید 24/4/1402....26/12/1444ورکشاپ دو روزه میتودولوژی تحقیق، تحریر  و نشر مقالات در ژورنال های بین المللی در پوهنتون پولی تخنیک کابل دایرگردید 24/4/1402....26/12/1444ورکشاپ دو روزه میتودولوژی تحقیق، تحریر  و نشر مقالات در ژورنال های بین المللی در پوهنتون پولی تخنیک کابل دایرگردید 24/4/1402....26/12/1444

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu