په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې محصلینو ته د ساختماني موادو برآورد په برخه کې ۴۵ ورځنۍ تقویتي برنامه په بریالیتوب سره پای ته ورسېده

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۲
په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې محصلینو ته د ساختماني موادو برآورد په برخه کې ۴۵ ورځنۍ تقویتي برنامه  په بریالیتوب سره پای ته ورسېده

دغه تقویتي برنامه چې د محصلانو د علمي وړتیاوو، مسلکي مهارتونو او عملي پوهې د پیاوړتیا په موخه دایر شوې وه؛ د ټاکلي مهال‌ وېش له مخې په منظم ډول پر مخ یووړل شوه. په یاد برنامه کې د بېلابېلو پوهنځیو ۱۵۰ تنه محصلان شامل وو، چې د مسلکي استادانو تر لارښوونې لاندې یې اړوند مضامین په عملي او نظري ډول ولوستل.

د برنامې په بهیر کې پر معیاري تدریسي میتودونو، دوامداره ارزونې او فعاله ګډون ځانګړی ټینګار وشو؛ ترڅو محصلان وکولای شي خپلې علمي تشې راکمې کړي او د راتلونکو تحصیلي پړاوونو لپاره ښه چمتووالی ترلاسه کړي. د ګډونوالو له لوري د برنامې محتوا، تدریسي بهیر او تنظیم د ستاینې وړ وبلل شو.

په پایله کې د ۴۵ ورځني تقویتي برنامې له بشپړېدو سره سم ټول ۱۵۰ تنه محصلان په بریالیتوب سره فارغ شول.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون ژمن دی چې په راتلونکي کې هم محصلینو ته علمي او روزنیز پروګرامونه طرحه او عملي کړي ترڅو د محصلانو د علمي او مسلکي ودې لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

User account menu