په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د GIS او د خاورې آزموینې کورسونو فارغانو ته د ستاینلیکونو د ویش مراسم ترسره شول.

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۴:۱۴
PHOTO

مراسم د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي انجنیر ویس الدین بریالي په دغو کورسونو کې د محصلینو له ګډون څخه ستاینه او مننه وکړه.

نوموړي د یادو کورسونو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د ژوند په ټولو برخو کې د خلکو او هېوادوالو د خدمت لامل کېږي هر اړخیزې خبرې وکړې او محصلینو ته یې د داسې نورو کورسونو د پیلولو ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده، چې له يادو کورسونو څخه چې د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او انسجام آمریت په همکارۍ پيل شوي وو، چې ٩٠ تنو محصلين فارغ شول.

غونډه محصلینو ته د ستاینلیکونو په ویشلو او دعایې په ویلو سره پای ته ورسیدل.

Photo

Photo

Photo

Photo

Photo

User account menu